هاروارډ پوهنتون هغو کورنیو ته د وړیا زده کړو زمینه برابروي چې کلنی عاید یې له ۲۰۰ زرو ډالرو کم وي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, میډلین هالپرټ
- دنده, بي بي سي نیوز نیویارک
د هاروارډ پوهنتون اعلان کړی، د هغو کورنیو لپاره چې په کال کې له ۲۰۰ زرو ډالرو لږ عاید ولري، د وړیا زده کړو زمینه برابروي.
د دغه پوهنتون مسوولین وايي، د هغو کورنیو لپاره چې عاید یې تر ۱۰۰ زرو ټیټ وي، دوی به یې د کور او روغتیا بیمې په څېر لګښتونه هم وپوښي.
د منځنۍ کچې عاید لرونکو کورنیو لپاره په هاروارډ پوهنتون کې د ډېر ارزانه زده کړو کولو لپاره دا ګام داسې مهال پورته کېږي، چې د ټرمپ ادارې له بېلا بېلو قشرونو او ټول شموله کیدو پر وړاندې د مبارزې د یوې برخې په توګه، د پوهنتون بودیجه په نښه کړې.
د هاروارډ پوهنتون مشر الن ګاربر وویل: دا "دا چې هاروارډ پوهنتون کې زده کړې ډېر ته د لاسرسی وړ ګرځي نو دې سره له بېلابېلو قشرونو او توکمونو زده کوونکي پکې شاملیدی شي او د دوی فکري او شخصي وده پیاوړې کېږي."
ګاربر زیاته کړه دا تګلاره به له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۶ ښوونیز کال کې پیل شي" هغه وايي دا به "په هاروارډ کالج کې له هر منل شوي زده کونکي سره په زده کړو کې ممکنه مرسته وکړي."
د ایوي لیګ ښوونځی وايي، دا اقدام به د امریکا نژدې ۸۶٪ کورنیو ته اجازه ورکړي چې د هاروارډ د مالي مرستو په شرایطو برابر او وړ شي.
د امریکا د سر شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د یوې کورنۍ منځنۍ عاید کچه ۸۰ زره ډالره وه.
په وروستیو کلونو کې د امریکا یو شمېر غوره پوهنتونونو ورته ګامونه اوچت کړي دي، د بېلګې په توګه د پنسلوانیا پوهنتون او د ماساچوسټس ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ، د هغو کورنیو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابروي چې عاید یې له ۲۰ زرو ډالرو کم وي.
وړاندې تر دې هاروارډ د هغو کورنیو لپاره د پوهنتون د ټولو لګښتونو په ګډون روغتیایي خدمتونه هم وړیا کړې وې چې عاید یې له ۸۵ زرو ډالرو کم و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښوونیزو بنسټونو د معلوماتو له مخې، په امریکا کې په خصوصي پوهنتون کې د زده کړو منځنۍ بیه چې د پوهنتون په چاپېریال کې ژوند هم وکړي، ۵۸ زره ډالره ده. څېړنې موندلې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې پوهنتون کې د زده کړو بیه تر دوه چنده لوړه شوې ده.
دغه مالي مرستې په داسې حال کې پراخېږي چې د ټرمپ ادارې ګواښ کړی له پوهنتونونو هغه بودیجه بېرته اخلي کوم چې د برابرۍ، ټولګډونه کولو، څیړنې او لنډمهاله کورسونو لپاره وه. باور دا دی چې پوهنتونونو کې دا سیستم پخپله یو ډول توکمیز تبعیض دی.
د ټرمپ حکومت د پوهنې وزارت ویلي، دوی په ټول هېواد کې د ۵۲ پوهنتونونو په اړه د "په ښوونیزو پروګرامونو او فعالیتونو کې د نژادي او کلیشه یي غوره والي" په اړه څېړنې کوي. ځکه ټرمپ هڅه کوي له دا ډول پروګرامونو ځان خلاص کړي.
د ټرمپ ادارې له وړاندې د کولمبیا پوهنتون څخه د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرستې او تړونونه بېرته اخیستي دي او ادعا کوي چې د ایوي لیګ په پوهنتون کې د یهودیت ضد چلند مخنیوي کې پاتې راغلی، ځکه پر غزې د اسرائیلو د جګړې په اړه اعتراضونه ډېر شوي.
تېر کال، د امریکا سترې محکمې د دې ګام د لغوه کولو لپاره مثبته رایه ورکړې وه.
د امریکا په کچه پوهنتونونو د محکمې تر پرېکړې وروسته اعلان کړی چې له بېلابېلو توکمونو د زده کوونکو شمېر مخ په کمېدو دی.











