د لوړو زدکړو هوډ ۶۵ کلنۍ کې
په افغانستان کې لا هم د ښځو په ځانګړي ډول هغوی لپاره چې عمرونه يې پاخه وي، لوړې زدکړې ستونزمن کار دی.
خو د دغه هېواد په لوېدیځ کې د یوه ټولنیز او کلتوري بدلون نښې اوس په ښکارېدو دي. په هرات کې اوس د پاخه عمر لسګونه ښځې په لوړو زدکړو بوختې دي.
دوى د طالبانو په واکمنۍ کې د زده کړو فرصت نه لاره او يا یې هم د ځينو نورو دليلونو له امله پر وخت زده کړې نه وې کړې.
محمد قاضي زاده رپوټ لري.