په نړۍ کې د زدکړو لپاره ۱۰ غوره ښارونه کوم دي؟

لندن

د عکس سرچینه، Reuters

د انګلنډ پلازمېنه لندن يو ځل بيا په نړۍ کې د زدکړې لپاره د غوره ښارونو د نوملړ په سر کې راغلی دی.

د بريتانوي شرکت کيو اېس له خوا ترسره شوې درجه بندۍ له مخې په اسيا کې د محصلينو لپاره تر ټولو غوره ښار د جنوبي کوريا سيول دی چې د لندن او د جرمني له مونيخ وروسته په نړۍ کې درېيم ځای لري.

د کيو اېس په لست کې يوازې هغه ښارونه شاملېږي چې له دوه نيم میليونه ډېر نفوس ولري او لږ ترلږه دوه پوهنتونه ولري.

دا هم کتل کېږي چې په ښار کې څومره زده کوونکي شته او څومره يې له بهر څخه دي.

دې ته هم پام کېږي چې ښارونه څومره خوندي دي، د محصلينو پر اوسېدو څومره لګښت راځي او په ښار کې کاري فرصتونه څومره دي.

د لست له مخې د انګلنډ پلازمېنه لندن چې يو متنوع او کلتوري ښار دی، مشهور موزيمونه، بېلابېل کلتورونه او خوندور خواړه لري په لومړي سر کې دی.

لندن د نړۍ ډېری مشهورې تعليمي ادارې لري لکه د کېنګز کالج لندن او يونيورسټي کالج لندن.

له لندن ورسته د جرمني مونيخ او د جنوبي کوريا سيول دي چې په تېرو درجه بنديو کې يې هم ورته مقام درلود او اوس يې هم خپل ځای ساتلی دی.

د سويټزرلنډ زيوريخ او د اسټراليا ښار مېلبورن په نړۍ کې د زدکړو له مخې څلورم او پنځم ځای لري. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا هېڅ کوم ښار په لسو غوره ښارونه کې ځای نه لري. د دې هېواد بوسټن ښار بيا ۱۱ مقام خپل کړی دی.

تعلیم

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړۍ ۱۰ غوره ښارونه

لندن (بريتانيا)

میونخ (جرمني)

سیول (جنوبي کوریا)

زیوریخ (سویټزرلنډ)

مېلبورن (اسټرالیا)

برلین (جرمني)

ټوکیو (جاپان)

پاريس، (فرانسه)

سېډني (اسټرالیا)

اېډنبرا (بريتانيا)

په لست کې د اسيا کوم ښارونه شامل دي؟

بیونس آئرس

د عکس سرچینه، Getty Images

د کيو اېس په نوملړ کې شاوخوا ۱۴۰ ښارونه شامل دي. له سیول او ټوکيو پرته په لومړيو ۵۰ ښارونه کې هم د اسيا ښارونه شته دي.

هانګ کانګ په ۱۲ او سينګاپور په ۱۳، کوالالمپور او د چين پلازمېنه بيجېنګ په ۲۸ او ۲۹ نمبر ځای لري.

د تايوان ټايپي په ۳۱ او د چين د شانګهای په ۳۶ نمبر دی په داسې حال کې چې دوبۍ او د ترکيې استانبول ۵۱ او ۵۲ ځای لري.

د هند څلور ښارونه په دې لست کې شامل دي، پلازمېنه ممبی په ۱۰۳، بنګلور په ۱۱۴، چينای په ۱۲۵ او ډيلی په ۱۲۹ ځای کې دي.