اوکرایین وايي د هېواد ختیځ‌ کې یې 'یرغلیز عملیات' دوام لري

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

روسیې ویلي چې د اوکرایین پر ختیځه سیمه دونېڅک کې یې د اوکراییني ځواکونو دویم لوی چپاو پر شا تمبولی دی.

د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې چې اوکراییني ځواکونو ته یې درانه مالي او ځانونه زیانونه اړول‍ي او دا یې هم ویل‍ي چې اوکرایین ته د لوېدیځو ملاتړو لخوا ورکړ شوي اته لېپرډ ټانکونه یې هم ویجاړ کړي دي.

اوکرایین په دې تړاو څه نه دي ویلي او دروسیې د ادعاوو خپلواک پخلی هم نه دی شوی.

وړاندې اوکراییني ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي وویل، چې پوځیانو یې په ځانګړې توګه د باخموت ښار له شاوخوا هېواد ته هغه خبر ورکړی چې په وینا یې دمه یې درلوده، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

دا خبره یې په داسې وخت کې کړې چې د اوکرایین له سوېلي او ختیځو سیمو د جګړې د سختېدو خبرونه راغلي دي.

د اوکرایین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار ویلي، ځواکونه یې د هېواد په ځینو برخو کې د یرغلیزو بریدونو ننوتلو په درشل کې دي.

اغلې مالیار دا هم ویلي چې د دوشنبې په مازدیګر یې باخموت ښار کې ۱٫۶ کیلومتره پرمختګ کړی.

UKRAINIAN ARMED FORCES PRESS SERVICE

د عکس سرچینه، UKRAINIAN ARMED FORCES PRESS SERVICE

د دغه هېواد د ځمکنیو ځواکونو قومندان جنرال الکسندر سیرسکي هم ویلي چې ځواکونه یې د باخموت ښار پر لور د پرمختګ په حال کې دي او ښار ته څېرمه یې د روسیې یوه پوسته ویجاړه کړې ده.

څو میاشتې کېږي چې د دغه ښار په مرکز کې د دواړو خواوو ترمنځ نښتې روانې دي.

د روسیې اجیرو واګنر ځواکونو هم ادعا کړې وه چې دغه ښار یې نیولی، خو ځینو شنونکو په وروستیو اونیو کې ویلي وو چې د کېیف ځواکونو باخموت ښار کلابندولو او د روسي ځواکونو د نیولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

له اوکرایین د یوه لوی ځوابي برید تمه کېده، خو کېیف ویلي له له برید پیلېدو مخکې به د برید اعلان ونه کړي.