د اوکرایین جګړه؛ د دنیپرو پر ښار د روسیې برید کې یوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او ۲۲ تنه ټپیان شوي

Screengrab of footage that shows rescuers in Ukraine looking through a smoking, ruined building

د عکس سرچینه، Ukrainian Presidential Press Service/Reuters

د اوکرایین په دنیپرو ښار کې د استوګنې پر یوه کور د روسیې توغندیز برید یوه دوه کلنه نجلۍ وژلې او لږ تر لږه ۲۲ تنه نور کسان یې ټپیان کړي دي.

ګمان کېږي د دې برید له کبله نور کسان هم تر خاورو لاندې شوي وي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د نجلۍ مړی د ودانۍ له ورانیو را ایستل شوی دی.

د سرهي لېسك ولسوال زياته كړه، چې په ټپيانو كې پنځه ماشومان هم شامل دي او د درېيو ماشومانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي له خوا خپره شوې یوې ویډیو کې ژغورونکي لیدل کېږي، چې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د پاتې شونو په منځ کې انسانان لټوي.

Emergency workers rescue a man from debris of a building Ukraine

د عکس سرچینه، State Emergency Service of Ukraine/Reuters

یوه اوکراییني چارواکي ویلي، په دې برید کې پنځه تنه ټپیان ماشومان دي او یو سړی هم له ورانیو را ایستل شوی دی.

د اوکرایین په پلازمېنه کېیف او ځینو هغو سیمه کې چې هوایي مدافع سیسټمونه شته د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

تېره شپه د اوکرایین په ټولو ښارونو او سیمو کې د هوايي بریدونو خبرداری ورکړل شوی و.

روسیې تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي زېلېنسکي د دنیپرو برید قصدي عمل بللی، که څه هم روسیې تر دې مخکې په اوکرایین د خپل یرغل پر مهال د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي دي.

د دنیپرو د والي په وینا، له برید وروسته د ښار د شمالي برخې په یوه سیمه کې اور ولګېد.

یاد والي د برید په اړه وايي، له ۲۰ څخه ۱۷ ټپیان روغتون ته لېګدول شوي دي.

Screengrab of footage that shows rescuers in Ukraine digging through rubble

د عکس سرچینه، Ukrainian Presidential Press Service/Reuters

د اوکرایین په نورو سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د اوکرایین پوځي ادارې خبر ورکړی، چې هوايي بریدونو شنډولو لپاره هوايي دفاع سیستمونه کېیف ته نږدې د یکشنبې په سهار ځای پر ځای کړي دي.

د هېواد شمالي ښار سومي کې هم ځایي چارواکو ویلي، چې د روسیې د توغندیزو بریدونو له کبله ۸۷ چاودنې ثبت شوې دي چې یو شمېر کسان یې ټپیان کړي او زیربناوې یې ویجاړې کړې دي.

یو شمېر هغو سویلي ښارونو کې چې د روسیې تر ولکې لاندې دي د لسګونو چاودنو راپورونه ورکړل شوي، خو کره معلومات یې نه دي خپاره شوي.