پر اوکرایین د روسیې د نورو بریدونو خبرداري غږونه اورېدل کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین پر څو ښارونو د روسیې له پرونیو توغندیزو بریدونه وروسته، نن یو ځل بیا د دغه هېواد په پلازمېنه کېیف او نورو سیمو کې د هوایي بریدونو د خبرداري غږونه اورېدل کېږي.
په جنوب کې اوکراییني چارواکي وايي، پر زپروژیا ښار تېر شپه هم هوایی بریدونه شوي چې یوه ودانۍ کې یو کس وژل شوی.
ټاکل نن "سه شنبه" د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران هم په انلاین بڼه غونډه وکړي چې یوه موخه یې له اوکرایین سره ملاتړ دی.
روسیه د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف او څو نورو ښارونو د دوشنبې ورځې راکټي بریدونو له کبله سخته غندل شوې ده.
په دغو بریدونو کې د وېجاړیو له امله پر ځینو سیمو برېښنا او اوبه پرې شوې وې چې اوس یې د بیرته رغېدو چارې روانې دي.
غبرګونونه
د امریکا متحدو ایالتونو ویلي دغو "بې رحمه" بریدونو کې هېڅ پوځي هدف نه دی په نښه شوی.
واشنګټن دا ژمنه هم کړې چې اوکرایین سره به د هوايي دفاع سیستمونو په ګډون پوځي مرستې جاري ساتي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن چې د ګڼو نورو بهرنیو مشرانو په څېر یې له دغو بریدونو وروسته خپل اوکراییني سیال سره خبرې کړې، کیېف سره د ځان دفاع لپاره د ملاتړ د دوام ژمنه کړې.
د سپینې ماڼۍ په حواله ښاغلي بایډن ویلي چې دغو بریدونو د ولادیمیر پوتین د "ناقانونه جګړې بشپړ وحشت" ډاګیز کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم ویلي چې دغو بریدونو "ژور ټکان" ورکړی.
هغه دا "په جګړه کې د نه منلو وړ بل زیاتوالی' بللی چې په وینا یې تر ټولو لوړه بیه یې ملکي خلک پرې کوي.
اروپايي ټولنه وايي جنګي جنایت ترسره شوی او د اجرایي کمېسیون مشرې یې 'اورسولا وون دېرلین' ویلي روسیې د ترهګرۍ او وحشت خوا نیولې ده.
چین او هند تر اوسه روانه جګړه نه ده غندلې خو د کړکېچ کمېدو غوښتنه کوي.
پخپله د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د روسیې د دغو تازه بریدونو په اړه یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې "اوکرایین [په دا ډول بریدونو] نه شي ډارول کېدای. لا ډېر به متحد شي. اوکرایین نشي درول کېدی."
د یادونې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي د دوشنبې ورځې راکټي بریدونه کرایمیا ټاپو وزمې ته پر غځېدلي پله د چاودنې غچ کې شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرایمیا پر پله چاودنه د شنبې پر ورځ شوې او مسکو یې پړه د اوکرایین پر استخباراتو اچولې.
خو کیېف دې چاودنه کې د لاس لرو مسوولیت نه دی اخیستی.
د دوشنبې سهار په راکټي بریدونو کې پر کیېف سربېره لېویف، خارکیېف، دنیپرو او زاپوریژیا ښارونه په نښه شوي دي.
چارواکو ویلي چې دغو بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون او د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز هم تر دغو بریدونو وروسته د اوکرایین ولسمشر سره تلیفونې خبرې کړې او دغه بریدونه غندلي وو.









