مسکو کې د ډرون بریدونه؛ پر کیېف هم دریمه پرله پسې شپه درانه ګوزارونه شوي

Investigators gather evidence while working outside a damaged multi-storey apartment block following a reported drone attack in Moscow, Russia, May 30, 2023.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، څېړونکي د شواهدو په معاینه بوخت دي

روسیې تور پورې کړی چې اوکرایین یې نن سې شنبه سهار وختي پر پلازمېنه د ډرون بریدونه کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت پر خپل ټلېګرام لیکلي چې کیېف په دغه "ترهګریز برید" کې لږترلږه ۸ ډرونونه کارولي.

چارواکو ویلي چې دغو بریدونو کې څو ودانیو ته یوازې کوچني زیانونه اوښتي دي.‌

پر مسکو د دغو ډرون بریدونو خبر داسې مهال ورکړ شوی، چې روسي ځواکونو بېګاه پر دریمه پرله پسې شپه هم د اوکرایین پر پلازمېنه بریدونه کړي.

دا روانه میاشت پر کیېف د چاودېدونکو ډرونونو او توغندیو ۱۷مه جوپه برید دی.

د اوکرایین حکومت تر اوسه مسکو کې د دغو ډرون بریدونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو دوشنبه یې د پوځي استخباراتو مشر 'جنرال کیریلو بودانوف' خبرداری ورکړی و چې پر کیېف به د روسیې توغندیزو بریدونو ته سخت ځواب وویل شي.‌

د مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین ویلي، پر دغه ښار بریدونه جدي مرګژوبله نه لري او یوازې دوو کسانو سره لومړنۍ روغتیايي مرسته شوې.

هغه زیاته کړې چې د بېړنیو خدماتو مرستندویان "د پېښې ځای ته" رسېدلي.

د روسې دفاع وزارت ادعا کړې چې دفاعي سیستمونو یې ټول بریدګر ډرونونه په نښه او شنډ کړي دي.

moscow drone attack

د عکس سرچینه، EPA

د دغه وزارت اعلامیه کې راغلي "درې [ډرونونه] ترې د برېښنايي تجهیزاتو په وسیله شنډ شوي، کنټرول یې له لاسه ورکړی او له خپلو ټاکلو اهدافو راګرځول شوي دي. پاتې ۵ نور د مسکو ناحیې د "پانتسېر-اېس" هوايي دفاع سیستم په وسیله ویشتل شوي دي."

لومړنیو رپوټونو کې پر مسکو دغه برید کې د ۳۰ ډرونونو د کارېدو خبر ورکړ شوی و.

اوس چارواکي وايي د ځینو ویشتل شویو ډرونونو پاتې شوني پر ودانیو راپرېوتي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د څو ودانیو ښیې ماتې دي او لوګي ترې خېږي.‌

د مې لومړیو کې پر کرملېن ماڼۍ هم د ډرون برید د هڅې خبر ورکړ شوی و.

پر کیېف بریدونه د بریدونو دوام

A building on fire in Kyiv, Ukraine. Photo: 30 May 2023

د عکس سرچینه، Kyiv City Military Administration

د عکس تشریح، کیېف کې چارواکي وايي د تېرې شپې بریدونو کې مرګژوبله اوښتې

پر کیېف د تېرې شپې بریدونو کې بیا په څو ودانیو کې د اور لګېدو خبر ورکړی شوی.

چارواکو ویلي دا اور د ویشتل شویو ډرونونو د راپرېوتلو له کبله لګېدلی.

اوکراییني چارواکي وايي دفاعي سیستمونو یې تر ۲۰ ډېر ډرونونه نسکور کړي دي.

دغو بریدونو کې د لږترلږه یوه کس وژل کېدو او د دریو نورو ټپي کېدو پخلی شوی.

Kyiv residents wrapped in blankets react after a Russian air attack. Photo: 30 May 2023

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کیېف اوسېدونکي

‌دوی ته د کیېف د سویلي هولوسیوڅکي ناحیې په یوې څو پوړیزه ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله مرګژوبله اوښتې.

د کیېف پوځي ادارې ویلي، پېښه کې د دې ودانۍ دوه پورتني پوړونه ویجاړ شوي او ښايي یو شمېر کسان یې تر ویجاړیو لاندې ایسار وي.‌

تر دنیپرو سیند پورې غاړې په دارنيڅکي سیمه کې هم په دوو شخصي ودانیو کې د اور لګېدو او څو ګاډو د ویجاړېدو خبرونه ورکړ شوي.