روسي پوځیانو د کیېف سیمې په ګډون د اوکرایین په لر او بر کې بریدونه کړي

د عکس سرچینه، Ukraine's DSNS emergency service via Reuters
- Author, یارسولاوف لوکوف
- دنده, بي بي سي
په داسې حال کې چې اوکراییني ځواکونه د لوېدېځ ښار خېرسون کنټرول بېرته ترلاسه کولو ته چمتوالی کوي، روسي ځواکونو د اوکرایین په لر او بر کې مرګوني بریدونه کړي دي.
اوکراییني چارواکي وايي، پر مرکزي ښار کروفینېڅکیې د یوه توغندیز برید له کبله پنځه کسان وژل شوي او ۲۶ کسان ټپیان شوي دي. بل لور په ختیځه بخموت سیمه کې د یوه بل برید له کبله درې کسان وژل شوي دي.
پلازمېنې کیېف ته نژدې یوه پوځي مرکز کې هم ۱۵ کسان ټپیان شوي دي. د اوکرایین په شمال او سویل کې هم بریدونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراییني پوځیان هڅه کوي د هېواد په سویل کې ځای پر ځای شوي پوځیان له نورو جلا او محاصره کړي. خېرسون ښار ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې یو مهم پل د امریکايي توغندي په مرسته په نښه شوی او له کاره لوېدلی دی.
له دې سره اوس روسیه نه شي کولای په خېرسون کې دېره پوځیانو ته د انتونیوسکي پله له لارې مرسته یا اکمالات واستوي.
د بریتانیا پوځي مسوولین وايي، د اوکرایین سیمه ییز مرکز چې د تېرې فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکرایین د روسي پوځ له یرغل سره سم د روسیې کنټرول ته ورغی، اوس یې ''عملاً له نورو اشغال شویو سیمو سره اړیکه پرې شوې ده. ''
په تصویرونو کې لیدل کېږي چې روسي پوځیان له سینده د تېرېدلو لپاره موقت پل ځای پر ځای کوي.
پر خېرسون کنټرول ځکه د روسیې لپاره مهم بلل کېږي چې له همدې لارې له کریمیا سیمې سره له ځمکنۍ لارې اړیکه ومومي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په خپله خاوره پورې وتړله.








