بلوچستان کې د پنجاب نهه اوسېدونکو په ګډون د بس ګاډي ۱۱ مسافر په ډزو وژل شوي

- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي- کوټه
د پاکستان بلوچستان په نوشکي سیمه کې نامعلومو وسله والو په ډزو کې د پنجاب ایالت نهو اوسېدونکو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او پنځه نور کسان ټپیان دي.
د نوشکي سیمې پولیسو افسر الله بخش بلوڅ بي بي سي ته د ټیلیفون له لارې وویل، چې پېښه له نوشکي ښاره نژدې شپږ کیلومتره لېرې سلطاني چړهايي سیمه کې رامنځته شوې ده.
مسوولین وايي، د پاکستان پنجاب سیمې اوسېدونکو په یوه بس ګاډي کې سفر کاوه، چې له ګاډي کوز کړل شوي او وروسته پرې ډزې شوې دي.
پولیس وايي، وسله والو هغه بس ګاډی په یوه غرنۍ سیمه کې درولی، چې دغه وژل شوي کسان یې د بلوچستان له مرکز کوټې د ایران تفتان ته لېږدول.
پولیس افسر الله بخش بلوڅ وايي، وسله والو د پنجاب نهه اوسېدونکي له بس ګاډي کوز کړي، او له یوه څه واټن تګ وروسته یې په ډزو وژلي دي.
د نوموړي په وینا وژل شوي کسان د پنجاب منډي بهاوالدین او ځینې نورو سیمو اوسېدونکي وو.
دغه پولیس افسر زیاتوي وسله والو پر بس ګاډي ډزې کړې، بس یوه ژور ځای ته غورځېدلی، چې له کبله یې دوه نور کسان وژل شوي او پنځه کسان ټپیان دي.
دی وايي، پر ګاډي د ډزو له کبله وژل شوي او ټپي کسان د نوشکي کیشنګي سیمې اوسېدونکي دي.
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په نوشکي کې د مسافرو وژل کېدو پېښه غندلې ده.
نوموړي دا یوه غیر انساني کړنه او داسې جرم بللی، چې د بخښنې وړ نه ده. د هغه په خبره ''ترهګر به خپل منطقي انجام وویني.''











