بلوچستان کې برید؛ اڅکزی وایي پنځه وسله وال وژل شوي

پاکستان پوځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان بلوچستان ایالت چارواکي ‌وايي، امنیتي ځواکونو د بولان ولسوالۍ په مچ سیمه کې د 'ترهګرو' درې همغږي بریدونه 'شنډ' کړي. بله خوا د دې ایالت اوسېدونکي وايي چې د شپې ناوخته یې په ښار کې د څو چاودنو او ډزو غږونه اورېدلي.

د پاکسان بلوچستان صوبې د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی وايي، امنیتي ځواکونو د بولان ولسوالۍ په 'مچ' سیمه کې د 'ترهګرو' درې همغږي بریدونه شنډ‌ کړي دي.

جان اڅکزي په ایکس (پخواني ټویټر) کې ویلي چې دا بریدونه د اسلام اچهو ډلې سره د تړلو ترهګرو لخوا شوي، خو امنیتي ځواکونو ته پکې کوم ځاني زیان نه دی اوښتی او نه هم تاسیساتو ته کوم زیان رسېدلی دی.

هغه وویل چې "ترهګر په شا تمبول شوي او زموږ امنیتي ځواکونه فعال دي".

نوموړی ادعا کوي چې پنځه بریدګر وژل شوي دي.

له دې وړاندې په يو بيان کې جان اڅکزي ويلي وو چې د مچ غونډۍ په سيمه کې د راکټ ویشتل شوي، خو تر اوسه د کوم زيان راپور نه دی ورکړل شوی.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر (هم نیوز) سره په خبرو کې ویلي، چې حالات تر کنټرول لاندې دي او پر خواله رسنیو خپرې شوې ادعاوې هېڅ حقیقت نه لري.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، په مچ سیمه کې ګڼو ځايي اوسېدونکو د دوشنبې په شپه د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل تایید کړي دي.

دی وايي، د مچ یو سیاسي او ټولنیز مشر فاروق عزیز کرد پر ټیلیفون وویل چې تر درېو زیاتې چاودنې یې اورېدلې دي. ده دا هم ویلي چې له چاودنو سره سم ډرې هم پیل شوې چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

نوموړی تاییدوي چې یوه مرمۍ یې کور ته څېرمه لګېدلې او کور یې یو څه زیانمن کړی هم دی.

د مچلغو یوه بل اوسېدونکي قاضي فهیم ویليو له درېیو تر څلورو د سختو چاودنو غږونه یې واورېدل.

دغو چاودنو او ډزو په مچ سیمه کې وېره او ترهه خپره کړې ده.

د دغه برید مسؤلیت د بلوڅ د ازادۍ پوځ پر غاړه اخیستی دی.

مچ د کوټې جنوب ختیځ ته نژدې ۶۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده چې د مچ تاریخي زندان ههم په همدې ځای کې دی.

مچ دره د بولان اړونده یوه سیمه ده چې په اداري لحاظ د کوچیانو د ولسوالۍ یوه برخه ګڼل کېږي.

بولان د بلوچستان یوه له هغو سیمو ده چې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه اغېزمنه کړې ده.