چمن کې د پرلت درې میاشتې پوره شوې او پرلتوال وايي دوام ورکوي

د عکس سرچینه، Social Media
د زرګونو کسانو دا پرلت د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې له نوي ورځو راهیسې روان دی چې پر ډيورنډ کرښه د اوښتو را اوښتو لپاره پاسپورت حتمي کوي.
د دغه پرلت یوه استازي وکیل احمد بي بي سي ته وویل، "پر ډېورنډ غیر رسمي کرښه هېڅکله پاسپورت نه مني" او که غوښتنې يې ونه منل شي نو ولسونه به دا دروازه په خپله له منځه یوسي:
"په چمن سرحدي ښار کې زموږ د پرلت نن ۹۰ ورځې پوره کېږي،د چمن او بولدک ټول ولس دلته راغونډ شوی. د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې تاسې به په پاسپورټ ځئ او راځئ، موږ د پاسپورټ د شرط نه منو په غبرګون کې پرلت جوړ کړی. زموږ د پرلت مطالبې تر اوسه نه دي منل شوې او نړیوالو زموږ د پرلت په اړه څه نه دي ویلي".
وکیل احمد زیاتوي، دوی پر ډیورنډ نارسمي کرښه هېڅکله پاسپورټ نه کاروي او نه هم دوی ته پاسپورټ په هېڅ صورت د منلو وړ دی.
دی وايي، د کرښې دواړو غاړو ته د کورنیو غړي اوسېږي او باید ازاد تګ-راتګ ولري:
"دلته موږ ریشتې لرو، دوستۍ لرو، زموږ یو ورور په کوټه کې دی، بل په چمن کې دی، بل په کندهار کې دی، بل په بولدک کې دی، موږ غم لرو، خوښي لرو، تګ راتګ کولی شو، په ډیورنډ کرښه په ازاده توګه تګ راتګ قانوني دی؛ ځکه چې موږ قبایل شو، د قبایلو مخه هېڅوک هم په پاسپورټ نشي نیولی".
د پرلتوالو دغه استازی له نړیوالو، ملګرو ملتونو او د پاکستان له حکومته غواړي چې د دوی ستونزې واوري او ژر یې حل ورته ومومي او "موږ دې سختو ګامونو اخیستو ته نه مجبوروي، که یو ځل پر دروازه ورغلو او هرڅه مو که وکړل مسؤل به یې د پاکستان حکومت وي.
"توره ورځ"

د عکس سرچینه، Social Media
پرلت کوونکي چې ډېری یې د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکي دي، ادعا کوي چې پر ډيورنډ کرښه اغزن تار او سختو پالیسیو بې وزله کړي او سره وېشلي یې دي.
پاکستاني لوړپوړو چارواکو د پرلت کوونکو د غوښتنو په اړه واضح څه نه دي ویلي، خو تل ټینګار کوي چې وروستي ګامونه یې پاکستان کې د امنیت په موخه پورته کړي دي.
پاکستاني پولیسو همدې پرلت ته له وینا وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم نیولی چې لا یې هېڅ برخلیک نه دی معلوم.
د روان ۲۰۲۴ کال لومړۍ ورځ – چې چمن کې پرلت روان وو- د نوي کال لومړۍ ورځ د "تورې ورځې" په نامه یاده کړې وه او په ټول چمن ښارګوټي کې کاربندیز شوی و.
که څه هم د پاکستان حکومت د پرلت د خورولو لپاره بېلابېلې لارې وکارولې او ان د (اېف سي) لخوا پرې ډزې هم وشوې، خو پرلت کوونکو ویل تر هغه به له خپل دریځه نه په شا کېږي چې غوښتنې یې نه وي پوره شوې.
د دغه پرلت او له وېزې پرته د تګ راتګ بنديز له کبله په زرګونه خلک له تېرو درېیو مياشتو راهیسې له بې روزګارۍ سره مخ دي.











