امریکا د شړل کېدو د اختلاف له امله د جنوبي سودان د وګړو وېزې لغوه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سوېلي سودان د پاسپورت ټولو لرونکو کسانو وېزې به لغوه کړي او له دې هېواده نويو راتلونکو خلکو ته به امریکا ته پر ننوتلو بندیز ولګوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو وویل، دا پرېکړه ځکه شوې چې "جنوبي سودان خپلو اتباعو ته بېرته د راستنېدو اجازه نه ورکوي." نوموړي د جوبا انتقالي حکومت تورن کړ چې له "متحده ایالاتو ناوړه ګټه اخلي" او زیاته یې کړه چې، "جنوبي سودان په دې اصل کې پاتې راغلی کله چې د امریکا په ګډون کوم بل هېواد وغواړي له خپلې خاورې د بل هېواد وګړي وباسي، هر هېواد باید د خپلو اتباعو د بېرته ستنېدو لپاره اجازې ورکولو ته چمتو وي."
دا لومړی ځل دی چې د تېرې جنورۍ پر ۲۰مه سپينې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ له بېرته ستنېدا او د کډوالۍ ضد پرېکړو له اعلانولو وروسته د یو ځانګړي هېواد د پاسپورت ټولو لرونکو وګړو په اړه دا ډول ګام اخیستل کېږي.
په واشنګټن کې د جنوبي سودان سفارت د دې راپور تر خپرېدو پورې د امریکا د دې پرېکړې په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې وړاندې، د امریکا مخکېني ولسمشر جو بایډن ادارې د جنوبي سودان وګړو ته "د موقتي محافظت حیثیت یا " (TPS)ورکړی و، چې ټاکل شوې دا محافظتي موده د ۲۰۲۵ کال د مې پر درېیمه پای ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
متحده ایالات د موقتي محافظت حیثیت هغو بهرنیو وګړو ته ورکوي چې خپل هېواد ته د جګړې، طبیعي ناورینونو یا نورو استثنايي حالاتو له امله بېرته په خوندي ډول ستنېدلی نه شي. د دې محافظتي حیثیت له مخې، دغه کسان له ایستل کېدو یا شړلو خوندي وي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر میاشت کې ویلي وو، په متحده ایالاتو کې د دغه حیثیت له مخې ۱۳۳ تنه د جنوبي سودان اتباع مېشت دي او ۱۴۰ نور کسان د غوښتنلیک ورکولو لپاره وړ ګڼل شوي، خو د ټرمپ په مشرۍ سپینې ماڼۍ د دغه حیثیت طبقې له منځه وړل پیل کړي، چې دا د دې خلکو قانوني وضعیت ته ګواښ پېښوي.
د نړیوالو خبري اژانسونو له مخې، د ټرمپ حکومت له لوري د جنوبي سودان د اتباعو په نښه کول وروسته له هغه رامنځته شول چې د افریقا له بېلابېلو هېوادونو زیات شمېر وګړي هڅه کوي د امریکا له سوېلي پولو هلته ننوځي، چې دا اروپا ته د خطرناکو لارو بدیل ګڼل کېږي.
د نړۍ یو له بېوزله هېوادونو
جنوبي سودان د نړۍ تر ټولو نوی خپلواک شوی هېواد ګڼل کېږي. دا هېواد د ۲۰۱۱ کال د جولای پر ۹مه د سولې د یوې هوکړې له مخې چې په ۲۰۰۵ کال کې لاسلیک شوې وه، له شمالي سودانه جلا شو او په دې سره د افریقا تر ټولو اوږده کورنۍ جګړه پای ته ورسېده.
جنوبي سودان د نړۍ له بېوزلو هېوادونو ګڼل کېږي او لا هم د سیاسي مشرانو ترمنځ له کړکېچونو سره مخ دی. ځینې څارونکي اندېښنه لري چې ښايي دا هېواد بیا کورنۍ جګړې ته وروګرځي، داسې جګړه چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ یې ۴۰۰ زره کسان ووژل.
تېره میاشت، د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی و چې جنوبي سودان بېرته د کورنۍ جګړې پر لور روان دی.
بله خوا، روبيو وویل که جنوبي سودان بشپړه همکاري وکړي، واشنګټن "چمتو دی پر خپلو دغو ګامونو بیا له سره غور وکړي".
ډونلډ ټرمپ د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال په ۲۰۱۷ کال کې یو فرمان لاسلیک کړی و چې امریکا ته یې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د وګړو د داخلېدو مخه نیوله.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه فرمان پر لېبیا، سودان، سوریې، عراق، ایران، یمن او سومالیا تطبیق شوی و، خو جنوبي سودان، چې یو عیسوي اکثریت هېواد دی، په هغه وخت کې له دې بندیزه خوندي پاتې شوی و.
د یوې احصایې له مخې چې په ۲۰۲۴ کال کې خپره شوې ده، په ۲۰۲۲ کال کې، جنوبي سودان د ملګرو ملتونو لهخوا خپور شوي د بشري پراختیا په نړیوال شاخص کې له وروستي مقام نه یو ګام مخکې کړی و، په دې مانا چې یوازې له سومالیا مخکې و.
د جنوبي سودان مساحت شاوخوا ۶۲۰ زره کیلومتره مربع دی او د وګړو شمېر یې د ۷،۵ او ۱۰ میلیونو ترمنځ اټکل شوی دی.
جنوبي سودان د شاوخوا ۳۳۰ زره کډوالو او پنا غوښتونکو کوربه دی، چې ډېری یې له سودانه راغلي دي، په دوی کې شاوخوا ۲ میلیونه کسان په هېواد کې دننه بېځایه شوي، چې د ملګرو ملتونو په وینا، لاملونه یې شخړې، ناامنۍ او د اقلیم بدلون ګڼل شوي دي.
سربېره پر دې، له هغه وخت راهیسې چې د سولې یو فعال تړون په ۲۰۱۸ کال کې لاسلیک شو، له ۵۰۰ زرو ډېر د جنوبي سودان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د جنوبي سودان د کډوالو کړکېچ لا هم په افریقا کې تر ټولو ستر بحران دی، چې د ایتوپیا، کینیا، سودان، او یوګانډا په ګډون د ګاونډیو هېوادونو له ۲،۳ میلیونو ډېر خلک جنوبي سودان ته کډوال شوي دي.
که څه هم جنوبي سودان پخپله له یوه سخت انساني کړکېچ سره مخ دی، بیا یې هم له ۲۰۲۳ کال راهیسې هلته د چټک ملاتړ ځواکونو او سوداني پوځّ ترمنځ د جګړې له کبله له ګاونډي سودانه کډوال منلي دي.











