'له تندې مړینه' خو د اقلیم له کبله سېلابي اوبه له تېلو سره ګډېږي
- Author, مورا اجک او سټیفني سټفورډ
- دنده, د بيبيسي افریقا ای پروګرام
د جنوبي سودان په څړځایونو کې یوه کوچني ډنډ ته د اوبخور اوبه راغونډېږي، که دغه اوبه وڅښل شي، له خطرونو یې خبرېدل ښه خبر دی.
د دوی مشر، چیلوک پاوټ وايي، "اوبه ککړې دي ځکه چې دا ځای تېل لري - کیمیاوي مواد پکې دي."
د دې ټولنې یوه ښځه نایتابه، چې د یووالي په ایالت کې د تېلو په څنډو کې غواګانې ساتي زیاتوي، "که یې وڅښئ، ټوخی او ژر- ژر ساه اخلئ. پوهېږو چې دا خرابې اوبه دي، خو موږ بل ځای نه لرو، موږ له تندې مرو."
د تېلو یوه پخواني انجنیر ډېوېډ بوجو لیجو بيبيسي ته ویلي، په سیمه کې سېلابونه د اوبو سرچینې ککړوي.
د ایالت لویه برخه له بې ساري سېلابونو وروسته د څو کلونو لپاره له اوبو لاندې ده، چې ساینسپوهان وايي د اقلیم د بدلون له امله لا پسې خرابه شوې ده.
ښاغلی بوجو لیجو وايي سېلابونه یو "ناورین" دی او د تېلو د ناسم مدیریت له امله ککړتیا یو "خاموش وژونکی" دی چې په ټول ایالت کې خپرېږي.
سوېلي سودان د نړۍ ترټولو ځوان خو یو له خورا بې وزلو هېوادونو دی او حکومت یې اکثره د تېلو پر عوایدو تکیه کوي.
د یووالي ایالت، د تېلو یو لوی تولیدوونکی ولایت دی او تل له موسمي سېلابونو سره مخامخ وي. خو په ۲۰۱۹ کې، سخت باران د سېلاب لامل شو چې پر کليو، څړځایو او ځنګلونو ورغی. کال وروسته له شدید باران پس اوبه ډنډ شوې او په خټینه ځمکه کې ایسارې شوې.
په ۲۰۲۲ کې تر ټولو بد حالت کې، د یووالي ریاست دوه پر درېیمه برخه تر اوبو لاندې شوه، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په وینا - ان اوس هم ویل کېږي چې شاوخوا ۴۰٪ لاهم له اوبو لاندې دی.
ښاغلي بوجو لیجو د تېلو کنسرسیوم لوی مخکښ عملیاتي شرکت (GPOC) لپاره، چې د مالیزیايي، هندي او چینايي تېلو شرکتونو یوه ګډه پانګونه ده- اته کاله کار وکړ، د سوېلي سودان حکومت یې ۵٪ ملکیت لري.

د عکس سرچینه، David Bojo Leju
پنځه کاله پخوا د نل لیکې له لوی تخریب وروسته، هغه روریاک ته د نژدې ځایونو په ګډون چې پوونده (شپانه) اوسېږي، د یونیټي ایالت په یو شمېر سیمو کې د تېلي اوبو د بندونو او د تورو خاورو د ډنډونو عکسونه اخیستل او فلمونه ډکول پیل کړل.
هغه وايي د تېلو له څاګانو او نل لیکو راوتل "یو تکراري حالت" و او دا چې له سړکونو یې ککړه خاوره لېږدوله، نو نه به لیدل کېدل.
هغه هڅه وکړه چې له شرکت مدیرانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي، خو دی وايي ناکافي ګامونه واخیستل شول او "د خاورې د تصفیې کوم پلان نشته ".
ښاغلی بوجو لیجو دا هم وايي چې "تولید شوې اوبه" – هغه اوبه چې د تېلو له رایستلو وروسته له ځمکې خوشي کېږي او ډېری وختونه هایدرو کاربون او نور ککړونکي مواد لري - په سمه توګه نه دي تصفیه شوې.

هغه وايي "هره ورځ زموږ د سهار په ناسته کې" تولید شويو اوبو کې له نړیوالو معیارونو لوړ د تېلو د لوړې اندازې راپور ورکړل شوی و، "او دا اوبه بېرته چاپېریال ته داخلېږي".
دی وايي "پوښتنه دا ده چې اوبه چېرې بهېږي؟"
"تر سیند پورې، د اوبو سرچینې پورې چېرې چې خلک یې څښي، تر بندونو پورې چېرې چې خلک کبان نیسي."
ښاغلی بوجو لیجو یې تشریح کوي چې "د تېلو ځینې کیمیاوي توکي د ځمکې لاندې اوبو ته نفوذ کړی"، او هلته څاګانو ته بهېږي.
هغه وايي: "د اوبو سطحه ککړه ده."
کله چې په ۲۰۱۹ کې شدید بارانونه پیل شول، د ځینو تېلو شاوخوا خاورین موانع واچول شول "خو دا د اوبو له کچ سره د مخنیوي لپاره کافي نه وو".
په روریک کې، د څارویو د څښاک د اوبو د کیفیت په اړه هېڅ معلومات نشته، خو دوی وېره لري چې ککړتیا د دوی څاروي ناروغوي.
دوی وايي له سرونو یا پښو پرته خوسکي زېږېدلي دي.
د یووالي ریاست د کرنې وزیر په تېرو دوو کلونو کې د څه باندې سل زره څارویو د وژل کېدو پړه د تېلو د ککړتیا سربېره پر سېلابونو ور اچولې ده.
روریک ته نژدې په یوه ځنګل کې، د سکرو جوړولو لپاره د نارینه او ښځو یوه ډله ونې پرې کوي.
دوی اته ساعته په ککړو سړکونو د سېلاب له اوبو سره ځنګل ته پلي تللي دي.
دوی وايي یوازینۍ اوبه چې دوی یې دلته موندلی شي ککړې دي.

یوه ښځه نیکال وايي حتی جوش شوې اوبه "د نس ناستي او د معدې د درد لامل کېږي".
بله، نایدا چې خپلې اوښکې یې پاکولې وویل، اړه ده چې سکاره وپلوري، خو د خپلو هغو اوو ماشومانو په اړه اندېښمنه ده، چې د یوې اونۍ لپاره له خپلې مور سره پاتې شوي دي.
هغه وايي، "هغه هم هېڅ نه لري."
نیدا د ایالت پلازمېنې بینتیو ته نژدې په یوه کمپ کې چې له جګړې یا سېلابونو تښتېدلي ۱۴۰ زره خلک پکې مېشت دي له نۍ یوه جوړه جونګړه کې اوسېږي. د سېلابونو اوبه په بشپړه توګه ترې تاو دي او یوازې د ځمکې ډبرو یې جونګړه نیولې ده.
دلته یو څه خوراکي مرستې شته، خو په سیمه کې ډېری د اوبو د ډنډګلي ریښو موندلو او کب نیولو په مټ پايي چې ځان ته خواړه ومومي.
خوندي اوبه کمې دي. نیدا د مینځلو او پخلي لپاره د څا له اوبو ګټه اخلي، خو د څښاک اوبو پېرلو لپاره پیسو ته اړتیا لري.

د سیمې روغتیايي متخصصینو او سیاستوالو بيبيسي ته ویلي، دوی وېره لري چې ککړتیا او د پاکو اوبو نشتوالی د انسان پر روغتیا منفي اغېز کوي.
د بینتیو په یوه روغتون کې، یوې مور ماشوم زیږولی. د هغې د نوي زیږېدلي ماشوم پوزه او خوله سره سرېښ دي.
ډاکټر سیمویل پووټ، چې د ماشوم پالنه کوي وايي، "دوی پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري."
"دوی یوازې له بند څخه اوبه څښي چېرې چې اوبه او تېل سره ګډېږي. ښايي همدا ستونزه وي."
دی وايي "ډېرې" پېښې شته چې ماشومان په ناعادي حالت زیږېدلي، لکه بې پښو یا یې سر کوچنی وي، په بینتیو او روینګ کې ، د یونټي ایالت شمال کې د تېلو تولید کوونکي سیمه.
هغه زیاتوي، دوی اکثرا په ورځو یا میاشتو کې مړه کېږي.
جینیټیک ازموینه د مورزادي غیر عادي څېرې لاملونو په اړه نښې ښيي، خو روغتون اسانتیاوې نه لري او پایلې اکثرا حتمي نه وي.
ډاکټر پاوټ له حکومته غواړي چې د قضیو ثبت وساتي.
څرنګه چې معلومات په سیستماتیک ډول نه دي ثبت شوي، دا روښانه نه ده چې ایا دا غیرقانوني راپورونه د مورزادي غیر نورمال څېرې زیاتوالی په ګوته کوي.

د ېیل پوهنتون د چاپېریالي روغتیا متخصصه ډاکټره نیکول ډیزیل وايي، "دا د منلو وړ ده چې پر تېلو اړونده ککړتیا د زیږون د نیمګړتیاوو د زیاتوالي له خطر سره مرسته کولی شي."
دا وايي، د میراثي عواملو، د میندو عمر، میکروبي کېدو او تغذیې سربېره، د چاپېریال ککړتیا د زیږون غیر معمولي ناروغیو لپاره د خطر فکتور دی.
ډاکټره ډیزیل زیاتوي، ځینې مرکبات چې د تېلو د تولید په وخت کې خپاره شوي د جنین په وده اغېزه کولی شي.
هغه وايي، "حکایتي راپورونه کولی شي د چاپېریالي روغتیا د ستونزو مهمو شاخصونو په توګه کار وکړي،" خو ټینګار کوي چې له سیستماتیکو معلوماتو راټولولو پرته، د علت تړاو شواهدو رامنځته کول ستونزمن کار دی.
په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کې، په جرمني کې مېشتې نادولتي موسسې د ساين اف هوپ (Sign of Hope) د یونټي ایالت د تېلو نورو ساحو ته نژدې په ګډه ترسره شوې څېړنې بیا وکتلې.
دوی د تېلو څاګانو ته نژدې اوبو کې ډېر مالګینتوب یا تروشوالی او د درنو فلزاتو لوړ غلظت او همدارنګه د انساني وېښتانو په نمونو کې یې د سرپو او باریم لوړ غلظت وموند.
څېړونکي دې پایلې ته ورسېدل چې دا د تېلو له تولیده د ککړتیا نښې دي.
حکومت د تېلو د صنعت د اغېزو په اړه د چاپېریال پلټنه پیل کړې، خو پایلې یې لا تر اوسه د اټکل پرتله یو کال وروسته هم نه دي اعلان شوې.

د واکمن ګوند یوه جګپوړې سیاستواله مري ایین ماجوک له یوې لسیزې راهیسې د تېلو د ککړتیا په اړه اندېښنې راپورته کوي.
هغه له روینګ څخه د حکومت غړې او د جنوبي سودان د پارلمان په مشرانو جرګه کې مرستیاله ده.
دا وايي چې د هغې د خپلوانو یو ماشوم "معیوب زیږېدلی" او دا باور لري ډېری داسې پېښې د بدنامۍ یا طبي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله نه دي راپور شوي.
اغلې ماجوک وايي، جنوبي سودان ته په ۲۰۱۱ کال کې له سودانه د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته "یو صنعت په میراث پاتې دی چې د ناوړه دودونو پر بنسټ ولاړ و".
په ۲۰۱۳ کې پنځه کلنه کورنۍ جګړه پیل شوه. دا وايي، د هغه هېواد لپاره چې له شخړې سره مخ دی او د تېلو په عایداتو ډېره تکیه کوي، د چاپېریال مسؤلیت ښه کول "زموږ د لومړیتوبونو په پای کې" دي.
هغه وايي، قوانین او ادارې جوړې شوې، خو "حسابورکول دومره پیاوړي نه دي".

ښاغلی بوجو لیجو وايي "د تېلو په اړه غږېدل د حکومت پر زړه د لاس اېښودو په څېر دي."
هغه په سویډن کې – هلته چې نوموړي ته پناه ورکړل شوې، له بيبيسي سره غږېدلی دی.
په ۲۰۲۰ کې د سوېلي سودان وکیلانو لخوا له هغه سره اړیکه ونیول شوه چې غوښتل یې د تېلو د ککړتیا په اړه د حکومت پرضد دعوا راپورته کړي.
هغه ومنله چې د شاهد په توګه شاهدي ورکړي. خو وايي چې امنيتي کسانو هغه نيولى، پر سر يې په تومانچه وهلی او دې ته يې اړ کړ چې د خپلو شواهدو د بېرته اخیستو سند لاسليک کړي.
هغه ډېر ژر له هېواده وتښتېد. وکیلانو خپله قضیه تعقیب نه کړه.
بيبيسي د تېلو له کنسرسیوم GPOC او د جنوبي سودان د ولسمشر له دفتره وغوښتل چې په دې راپور کې د تورونو په اړه تبصره وکړي، خو هغوی ځواب ورنه کړ.
ساینسپوهان ډاډه نه دي چې ایا په یووالي ایالت کې به سېلابونه کم شي.
د کارولینا په سنټا باربرا پوهنتون کې د اقلیم د خطرونو د مرکز رییس ډاکټر کریس فنک وايي، په ۲۰۱۹ کې د هند سمندر لوېدیځ کې د سمندر د سطحې تودوخې ریکارډ لیدل شوی، چې "د اقلیم له بدلون پرته به په نړۍ کې ناشونی و".

ګرمه هوا ډېر رطوبت ساتلی ششي او دی وايي چې د دې سمندري تودوخې او په ختیځه افریقا کې د ۲۰۱۹ سختو بارانونو ترمنځ "قوی تړاو" و.
ډاکټر فنک وايي له هغه وخت راهیسې د ویکټوریا د جهيل په اوږدو کې دروند باران دوام لري چې سوېلي سودان تغذیه کوي، خو دا روښانه نه ده چې ایا دا دایمي نوې بڼه ده.
هغه زیاتوي، په جنوبي سودان کې د تودوخې درجه لوړه شوې او تمه کېږي چې نوره هم لوړه شي.
د دې مانا دا ده چې ډېر اورښت به "ډېر سخت وي" او د نړۍ د تودوخې له ځینو سناریوګانو لاندې، تودوخه او رطوبت په دې مانا کېدی شي چې د هېواد ځینې برخې به "د ژوند کولو وړ نه وي".
په هرصورت، د سېلابونو او ککړتیا له وېرې سره سره، ډېری دلته هیله لري چې د څارویو ساتلو او پر دې خاوره اوسېدو ته راستانه شي.
په روریک کې، ماشومان پر ځمکه کې له خټو یو کوچنی کلی جوړوي، چې له جونګړو او غواګانو سره بشپړ شوی.
او بینټیو ته نژدې، یوه بوډا ښځه د سېلاب اوبو ته نژدې د ډنډګلي رېښې میده کوي. هغه وايي یوه ورځ به بیا غوا ولري.
دا زیاتوي: "کله چې اوبه ټیټې شي، زه به غلې دانې وکرم، ان که کلونه وخت هم واخلي."













