نړيواله سرمشریزه: د اقلیمي بدلون په اړه هڅو کې یو مهم پړاو 

مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګروملتونو کلنۍ سرمشریزه غونډه د یکشنبې پر ورځ په مصر کې پرانیستل شوه. 

تمه کېږي چې له ۱۲۰ ډېر نړیوال مشران به په دې غونډې برخه واخلي. 

دا ۲۷مه غونډه چې کاپ ۲۷ نومېږي سږ کال مصر کې د سرې بحیرې په ساحلي ښار شرم الشیخ کې جوړېږيِ. دا غونډه به دوه اونۍ دوام ولري او نژدې ۳۰۰۰ کسان به پکې ګډون وکړي. 

تېر کال کې د هوا او اقلیم رامنځته شوې افراطي پېښې د نړۍ د اقلیمي بدلون له امله بلل کېږي. 

ددې غونډې په پیل کې به د نړۍ د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو نوی استازی سایمن ستیېل او د مصر د بهرنیو چارو وزیر او د کاپ ۲۷ غونډې مشر سامح شکري ویناګانې وکړي. 

سایمن ستیېل د کارېبین سیمې د ګریناډا هېواد یو پخوانی لوړپوړی دولتي مامور دی چې هېواد یې د اقلیمي بدلون له امله د نابودۍ له ګواښ سره مخ دی. 

د مصر د بهرنیوچارو وزیر سامح شکري تېره اونۍ وویل چې دا غونډه د اقلیمي بدلون په اړه د اقداماتو لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي. 

ډیپلوماتان او ساینسپوهان به هم مهمې ویناګانې وکړي لکه د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ساینسي پلټنو د ادارې، اې پي سي سي، مشر هویسنګ لي. 

د کاپ ۲۷ اصلي غونډه به د دوشنبې پرورځ وي چې د نړۍ د دولتونو او حکومتونو مشران به هر یو پنځه دقیقې وینا کوي او وايي به چې له دې غونډې څخه څه غواړي. 

تمه کېږي چې د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک به د نړۍ مشران وهڅوي چې د پایښت لرونکې انرژۍ په اړه نور ګړندي ګامونه پورته کړي.

 مشرانو ته به دا هم ووايي چې له خپلو هغو ژمنو څخه پرشا نشي چې تېر کال یې په ګلاسګو ښار کې د کاپ ۲۶سرمشریزه غونډه کې کړې وې. 

د تېرکال په غونډه کې ځینې پیاوړې ویناګانې وشوې لکه هغه چې د باربادوس ټاپو لومړۍ وزیرې میا موټلي وکړه چې ویې ویل د نړۍ د تودوخې ۲ درجې زیاتوالی به ددې ټاپو د وګړو لپاره د مرګ سزا په معنا وي. 

د ویډیو تشریح، د باربادوس لومړۍ وزیره میا موټلي: ددې ټاپو د وګړو لپاره ۲ درجې د مرګ سزا ده. 

د نړۍ مشران به د دوشنبې او سه شنبې پر ورځو ویناګانې وکړي او کله چې هغوی لاړشي، د کانفرانس استازي به پرخبرو اترو او مذاکراتو پیل وکړي. 

د بریتانیا د ګلاسګو ښار کې د تېر کال په سرمشریزه غونډه کې پر یوشمېر ژمنو موافقه شوې وه: 

  • په تدریجې ډول د سکرو د کارولو کمول- سکاره ترټولو ډېرککړونکې فوسیلي سونتوکي دي 
  • تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ځنګلونو وهلو بندول 
  • تر۲۰۳۰ کاله پورې د میتان ګاز د خپرېدو ۳۰ سلنه کمول 
  • ملګروملتونو ته د اقلیمي بدلون په اړه د عمل د یو نوي پلان وړاندې کول

ښاغلي ستیېل غوښتنه کړې چې دا سرمشریزه باید خپل پام پردې راټول کړي چې د تېر کال پر ژمنو باندې عمل وشي او هغه ستر بدلون چې باید ترسره شي پيل کړل شي. 

خو دا ټول د پېسو له لګښت سره تړاو لري. 

مخ پرودې هېوادونه - چې د اقلیمي بدلون پرلومړۍ کرښه دي- غوښتنه کوي چې د مالي مرستو په اړه تېرو ژمنو باندې باید عمل وشي. 

فیلیپین

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY

د عکس تشریح، مخ پرودې هېوادونه د روانو اقلیمي ناورینونو پروړاندې د بیا رغېدو لپاره پېسوته اړتیا لري. فیلیپین کې د نالګای په نامه له استوايي توپان وروسته. 

خو هغوی دا هم غواړي چې د زیانونو په اړه هم باید بحث وشي- زیانونو سره د مقابلې لپاره باید هغوی ته پيسې ورکړل شی ځکه دوی همدا اوس له اقلیمي بدلون سره مخ دي نه یوازې دا چې باید راتلونکو اغېزو ته ځان چمتو کړي. دا به لومړی ځل وي چې دا مسله په رسمي توګه د کاپ سرمشریزې په اجنډا کې شاملېږي. 

په تېرو ۱۲ میاشتو کې د پاکستان ویجاړوونکو سېلابونو، نایجریا او هند او د اروپا په دوبي موسم کې د هوا بې سارې تودوخې د اقلیمې بدلون مسلې بېړنی حالت څرګند کړ.

ددې غونډې په درشل کې د نړۍ د اقلیم په اړه یولړ ستر راپورونه خپاره شول چې هوا ته د زیان رسوونکوغازونو د کمولو په برخه کې پرمختګونه بیانوي. 

د ملګرو ملتونو یو راپور وايي ددې لپاره چې د نړۍ تودوخه د نړۍ د صنعتي کېدو له پړاوه وړاندې مهال په پرتله د سانتي ګراډ له ۱.۵ درجې لوړه نشي په دې اړه تراوسه کومه باوري لاره نه ده موندل شوې. 

د ۱.۵ درجې دغه حد په اړه په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې د ملکرو ملتونو سرمشریزې کاپ ۲۱ غونډه کې موافقه شوې وه. له هغې وروسته نورو ټولو غونډو کې ټول پام پردې راټول و چې دې هدف ته د رسېدو لپاره باید کوم ګامونه پورته کړل شي.