باکو کې د اقلیم بدلون په تړاو 'کاپ۲۹' سرمشریزه: د طالبانو حکومت هم 'تخنیکي پلاوی' ور استولی

د عکس سرچینه، Reuters
د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د نړۍ د اقلیم بدلون په اړه د ملګرو ملتونو کاپ۲۹ سرمشریزه پیل شوې ده.
په دې غونډه کې د نړۍ د لسګونو هېوادونو مشرانو برخه اخیستې. د اقلیم د بدلون مخنیوي لپاره دا نړیواله ناسته داسې مهال جوړه شوې، چې د ملګرو ملتونو د هواپېژندنې ادارې روان ۲۰۲۴م کال "تر ټولو تود کال" بللی.
دا غونډه یوولس ورځې دوام کوي.
خو داسې ښکاري چې د امریکا د تېرې اوونۍ په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریا د اقلیمي بدلون پر دې نړیوالې ناستې سیوری غوړولی دی.
ښاغلی ټرمپ په وار وار او زغرده د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو په تړاو خبرداري رد کړي دي.
هغه ژمنه کړې چې سپینې ماڼۍ ته به له ګرځېدو وروسته یو ځل بیا متحد ایالتونه د اقلیم بدلون په تړاو د پاریس له نړیوال تړون وباسي.
نوموړي د ولسمشرۍ تېره دوره کې هم دا کار کړی خو ځایناستي یې 'جو بایډن' بیا واک له رسېدو وروسته امریکا بېرته په دغه تړون کې شامله کړه.
اذربايجان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د چاپېريال ساتنې اداره هم دغه کنفرانس ته وربللې او ديپلوماتيکو سرچينو ويلي چې دوی به په څنګيزو غونډو کې ګډون کوي او ښايي نورې دوه اړخيزې غونډې هم ولري خو د يوه دولت د استازو په څېر به په غونډه کې ګډون نشي کولی.
کاپ۲۹ کې د طالبانو حکومت د پلاوي ګډون

د عکس سرچینه، Taliban
د طالبانو حکومت د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر مولوي مطيع الحق خالص او ورسره پلاوی د اذربايجان پلازمېنې باکو ته رسېدلي دي.
نوموړي له روانېدو مخکې ويلي وو چې تمه لري د افغانستان غوښتنې تر نړيوالو ورسولی شي.
ښاغلي خالص ويلي وو، "موږ به کوښښ وکړو چې په دې کنفرانس کې افغانستان چې څومره له اقليمي بدلون زيان او مشکلات ليدلي له نړيوالو سره په مختلفو فورمونو کې شريک کړو".
افغانستان د اقلیم بدلون له اغېزو د ډېرو زیان ګالو هېوادونو په کتار کې شپږم دی.
د طالبانو حکومت چارواکي ټینګار کوي، چې د دوی سياسي ګوښيتوب بايد د اقلیمي بدلون په تړاو بحثونو کې د افغانستان د ګډون مخه ونه نیسي.
د طالبانو د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت هم تمه ښودلې چې دا ګډون به په نړيوالو مکانيزمونو کې د افغانستان ګډون ته لاره هواره کړي او د اقليمي بدلون په برخه کې به د افغانستان غوښتنې له نړيوالو سره شریکې کړي.
تېر کال چې افغانستان په متحده عرب اماراتو کې د کاپ ۲۸ غونډې ته نه و بللی شوی، د طالبانو حکومت ويلي وو، افغانستان د اقليمي بدلون له سختو ننګونو سره مخ دی خو بيا هم دغې مهمې غونډې ته د دوی استازي نه دي وربلل شوي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د چاپېريال ساتنې ادارې هم ويلي چې په دغه هېواد کې د اقليم بدلون په اړه ۳۲ پروژې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځنډول شوې دي.
کاپ۲۹

د عکس سرچینه، Reuters
د اقلیمي بدلون د سږني کنفرانس يا کاپ ۲۹ مهم لومړيتوبونه دا دي چې د اقليم بدلون په برخه کې مالي اهداف وټاکي او دا ډاډ رامنځته کړي چې هر هېواد د دې وسايل او امکانات لري چې د اقلیمي بدلون برخه کې کوچني ګامونه اوچت، د شنوخونو ګازونه کم او د ټولنو مقاومت پياوړی کړي.
د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون برخې اجرائيوي مشر سايمن سټايل سږنی کنفرانس نړۍ لپاره حياتي بللی دی. نوموړي ويلي په کاپ ۲۸ کې شويو پرېکړو د هغو حللارو بنسټ ايښی چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې يې مقاومت ته اړتيا ده.
نوموړي زیاته کړې چې د نوېدونکې انرژۍ پر لور ګامونه باید ګړندي او د فوسيلي سون توکو کارول ودرو، خو په بېړني او عادلانه ډول چې هېڅوک ترې شاته پاتې نشي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانسونه چې هر کال جوړېږي د اقليمي بدلون په اړه د نړۍ يوازيني ګڼ اړخيز پرېکړه کوونکی فورم دی چې د نړۍ د نږدې ټولو هېوادونو استازي سره راټولوي.
دوی په اقليمی ناورینونو لکه د نړيوالې تودوخې په ډېرېدو او د اقليم له بدلونه د زيانمنوونکو ټولنو د لاسنیوی او يا هم د هوا ککړتيا کمولو په څېر مسايلو بحثونه کوي.











