بې وزله هېوادونو سره د اقلیمي زیانونو جبران کې د مرستې 'تاریخي هوکړه' وشوه

COP27

د عکس سرچینه، Reuters

مصر کې د نړۍ اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو نړیواله غونډه 'کاپ ۲۷' کې بالاخره پر یوه تاریخې تړون هوکړه وشوه.

د غونډې ګډونوالو بې وزله هېوادونو سره د اقلیم بدلون له کبله د وراوښتو زیانونو ګاللو کې مرستې لپاره د یوه ځانګړي صندوق جوړېدو ته غاړه کېښوده.

دا هوکړه مخ پر ودې هېوادونو لپاره یوه 'تاریخي بریا' بلل شوې چې له دریو لسیزو یې د همداسې یوه صندوق د جوړېدو غوښتنه کوله.

له تېرو دوو اونیو راهیسې د سرې بحیرې په شرم الشیخ تفریحي ښار کې دا روان کنفرانس د جمعې پر ورځ له هغې وروسته وغځول شو چې ګډونوال پکې کومې هوکړه ونه رسېدل.

 هوکړې ته د رسېدو مخه تر ډېره دې مهمې پوښتنې نیولې وه چې څوک به مخ پر ودې هېوادونو ته د اقلیم له اړخه د اوښتو زیانونو خساره ورکوي.

اوس مرکچیان وايي دې پوښتنې ته ځواب موندل شوی، او بالاخره هوکړې ته پرې رسېدلې دي.

د نړۍ د اقلیم په دغه کنفرانس کې د نړۍ د نږدې ۲۰۰ هېوادونو استازو برخه اخیستې.

د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو ناستې معمولا اوږدېږي او کاپ ۲۷ پکې د دې لړۍ تر ټولو پر اوږدې غونډې اوښتوې ده.‌

دغو خبرو تر هغې وروسته هم دوام وکړ د شنبې ناوخته د ناستو ځای ځینې دروازې وتړل شوې او د یو شمېر هېوادونو د استازو د بېرته تګ رپوټونه ورکړ شول.

د مخالفتونو ستره غوټه د اقلیم بدلون غېزو له کبله د پېښېدونکو "زیانونو" ازالې لپاره د هغه ځانګړي صندوق د رامنځته کېدو‌ پر څرنګوالي وه،‌ چې مخ پر ودې هېوادونه یې له څو لسیزو راهیسې غوښتنه کوله.

دا هوکړه دغو هېوادونو لپاره یوه تاریخي بریا وي.

COP27

د عکس سرچینه، Reuters

دا هوکړه به د پاکستان او نایجریا په څېر د هېوادونو چې وروستیو سېلابونو پکې زیات زیانونه ړولي، اوږې یو څه سپکې کړي.

اروپايي ټولنې پنجشنبه ناوخته په ډراماتیکه توګه خو د ځینو شرطونو له مخې د دغه صندوق جوړېدو ته غاړه کېښوده.‌

خو د دې ټولنې شرطونه هم لانجمن او بحث وړ وو.

د اروپايي ټولنې ټینګار پر دې و چې د چین، سعودي عربستان او سینګاپور په څېر د نویو غوړېدونکو اقتصادونو په ګډون هغه ټول باید دغه صندوق سره مرسته وکړي،‌ چې له مالي اړخه یې وس لري.

دې پرمختګ ملګرو ملتونو ته د مخ پر ودې هېوادونو د تعریفېدو بنسټیزه پوښتنه مخ ته ایښې ده.

هغه ژمنه چې 30 کاله وړاندې شوې وه، دا وه چې بډای هېوادونه باید د کاربن د خپرېدو کمولو لپاره ډیرې هڅې وکړي.

خو له وخت راهیسې حالات بدل او ځینې مخ پر ودې هېوادونه ډېر شتمن شوي او اوس دوی پخپله د کاربن ډای اکسایډ خپرېدو کې لوی لاس لري.

"بې سارې شیبه"

COP27

الفا کالوګا چې د افریقايي ډلې د مرکچیانو مشري کوي، هوکړې ته د نږدې کېدو رپوټونه ستایلي.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي "د دېرشو کلونو زغم. ورځ یې را رسېدلې... دا یوه بې سارې شېبه ده، د نړۍ ټولو وګړو ته بریا ده."

له دې سره د پاسفیک جزایرو مرکچي ډاکتر سیوبهان مکډونل هم ویلي چې "دا مخ پر ودې هېوادونو کې د زیانونو لپاره د تخنیکي مرستې ترلاسه کېدو لپاره ستره شېبه ده."

د امریکا استازو ویلي دوی دغه کنفرانس لپاره پر داسې وړاندیزونو کار کوي چې له مخې یې مخ پر ودې هېوادونو سره د اقلیم بدلون له اړخه د بیې پرې کېدو کې مرسته وشي.

د کاپ ۲۷ کنفرانس بله لانجمه موضوع د فوسیلي سونتونکو په اړه د ژمنو ده.

د نړۍ هېوادونه تېر کال ګلاسګو کې د کاپ ۲۶ کنفرانس اضافه شوي وخت کې دې ژمنې ته ورسېدل چې د ډبرو سکرو کارونه به کموي.

Pakistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې وروستي سېلابونه

خو اوس وړاندیز دا دی چې تېل او ګاز دې هم د کم کارولو ژمنې دغه لیست ته ور اضافه شي.

اندېښنه دا ده چې له صنعتي کېدو د مخکې نړۍ پرتله د هوا ۱ اعشاریه ۵ درجې تودوخې محدود ساتلو هدف ترلاسه کېدل ممکن دي، که څنګه.

ملګري ملتونه وايي که تودوخه له ډېره لوړه شي، نو د نړۍ لروبر به میلیونونه نور کسان له سختو اقلیمي اغېزو سره مخامخ شي.‌

په دغو اغېزو کې سخته وچکالي، ځنګلي اورلګېدنې، د قطبي کنګلونو ویلي کېدل او همدا راز سخت ورښتونه، سېلابونه او نور شامل دي.