کاپ ۲۷ سرمشريزه؛ کډونوال يوه تړون ته د رسېدو هڅه کوي
د مصر شرم الشيخ کې د چاپېريال کاپ ۲۷ نړيواله غونډه يوه بله ورځ هم غځېدلې، او ګډونوال پلاوي په کې په دې اړه يوه تړون ته د رسېدو زيار باسي چې د چاپېريال بدلون له امله بېوزلو هېوادونو ته درسېدلي زيان تاوان څنګه ورکړل شي.
په دې اړه خبرې نژدې دوې اوونۍ روانې وې. نن جمعه وروستۍ ورځ انګېرل شوې وه، چې تر ټولو مهمې ژمنتياوې او پرېکړې بايد په کې وشي.
د بي بي سي ساينسي چارو خبریاله وېکټوريا ګېل پرې وروستی حال راکوي.