د اقلیمي بدلون نړیواله سرمشریزه؛ بېوزله هېوادونه له شتمنو مالي ملاتړ غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې نن دوشنبه د مصر په شرم الشېخ کې نړیوال مشران د نړۍ د اقلیمي بدلون د ستونزو په اړه غږېږي، بېوزلي هېوادونه پر شتمنو هېوادونو فشار اچوي چې د اقلیمي بدلون له امله زیانونو سره د مقابلې لپاره پېسې ورکړي، ځکه چې وايي تر ډېره د چاپېریالي ککړتیا او اقلیمي بدلون مسول بډای هېوادونه دي.
ملګري ملتونه وايي د تېرکال د سرمشریزې غونډې راهیسې د نړۍ چاپېریال کې د زیان رسوونکو ګازونو- چې د نړۍ د تودوخي درجې زیاتوالي سبب کېږي - د مخنیوي لپاره یې کافي هڅې نه دي شوې.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي، په ځینو هېوادو کې یې اغېزې همدا اوس څرګندې دي او نړۍ د یو ناورین پر لور روانه ده.
د نړۍ تودوخې درجه د صنعتي کېدو له پېر نه وړاندې مهال په پرتله همدا اوس ۱.۱ درجه لوړه شوې ده او ساینسپوهان وايي، د ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره باید تر ۲۱۰۰ کاله پورې د نړۍ د تودوخې درجه د سانتي ګراد ۱.۵ درجو پورې محدوده وساتل شي. خو کارپوهان اټکل کوي چې که اوسنیو تګلارو ته دوام ورکړل شي نو په روانې پېړۍ کې به د تودوخې کچه ۲.۸ درجو ته لوړه شي.
بېوزلي هېوادونه د څه لپاره پېسې غواړي؟
د اقلیم په اړه نړیواله سرمشریزه کې به د پېسو په اړه ډېرې خبرې کېږي. بېوزلي هېوادونه ډېرې پېسې غواړي خو د څه لپاره؟

د عکس سرچینه، SADDAM MOHAMED
د اقلیمې بدلون لګښتونه په درې برخو کې دي:
د زیانونو کمول: په دې برخه کې پېسې ددې لپاره په کار دي چې مخ پر ودې هېوادونه وکولای شي د فوسیلي سونتوکو کارولو او د چاپېریال د ککړوونکو نورو فعالیتونو څخه ډډه وکړي.
ډېری هېوادونه تر اوسه د انرژۍ د تولید لپاره سکاره کاروي. هغوی د پاکې انرژۍ د تولید لپاره د بنسټونو ودانولو او وسایلو ته اړتیا لري، لکه لمریز فارمونه او داسې نور.
د اقلیمي بدلون اغېزو پروړاندې چمتو کېدل: په دې برخه کې پېسې پر دې باندې لګول کېږي چې بېوزلي هېوادونه وکولای شي د اقلیمي بدلون د خورا بدو اغېزو پر وړاندې ځان چمتو کړي، لکه د سېلابونو پروړاندې د پیاوړو بندونو جوړول، ترګواښ لاندې خلک نورو سیمو ته لېږدول او د کښت لپاره د داسې غلو دانو وېشل چې د وچکالۍ پروړاندې مقاومت ولري.
د اقلیمي بدلون له امله د رسېدلو زیانونو تاوان ورکول: په دې هکله تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې او د یوې ناندرییزې مسلې به توګه پاتې ده. په دې برخه کې به پېسې پردې لګېږي چې مخ پر ودې هېوادونه وکولای شي د اقلیمي بدلون له امله ور رسېدلو زیانونو نه وروسته ځان بیا ورغوي. دا هېوادونه له شتمنو هغو ضمانتونه غواړي چې د ور اوښتو زیانونو لپاره به پېسې ورکوي. دوی وايي چې له تاریخي پلوه بډای هېوادونه تر ډېره د اقلیمي بدلون مسول دي.
خو پرمخ تللي شتمن هېوادونه دا یوه خپله سره لیکه بولي - او وايي چې ددې ادعا او مسولیت منل به د ټولو طبیعي ناورینونو د تاوان پر غاړه اخیستلو په معنا وي.
ایا شتمن هېوادونه به پېسې ورکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېرو ۱۲ میاشتیو کې یوشمېر بیوزلي هېوادونه اقلیمي بدلون سره تړلیو ناورینونو سره مخ شول لکه پاکستان او افغانستان کې سېلابونه او ختیځې افریقا کې وچکالۍ.
بېوزلي هېوادونه له شمتنو تاوان غواړي. دوی د پاکې انرژۍ تولید لپاره د بنسټونو جوړولو په خاطر هم پېسې غواړي.
د سیلابونو پر وړاندې پیاوړو بندونو جوړول، تر ګواښ لاندې خلکو خوندې سیمو ته لېږدول، د توپانونو پر وړاندې پیاوړي کورونه جوړول او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکو غلو دانو تخمونو وېشل ډېرو پېسوته اړتیا لري.
ټولو هېوادونو منلې چې د زیانونو کمولو او د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې چمتو کېدلو لپاره باید پېسې ورکړل شی. خو د اقلیمي بدلون له امله د رسېدلو زیانونو د تاوان ورکولو برخه لا تر اوسه سخته ناندرییزه پاتې ده او په دې اړه لا کومه هوکړه نه ده شوې.
د بشري مرستو پروګرام له لارې همدا اوس له بېوزلو هېوادونو سره مالي مرستې کېږي - خو کال تر بله توپیر کوي.
په ۲۰۰۹ کال کې شتمنو هېوادونو ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۰کال تر پایه به هرکال د اقلیمي بدلون پر وړاندې بېوزلو هېوادونه ته ۱۰۰ ملیارډه ډالره مالي مرسته ورکوي. خو تر اوسه یواځې په کال کې ۸۳.۳ میلیارډه ډالره ورکړل شوي دي. تمه کېږي چې په ۲۰۲۳کې به د ۱۰۰ میلیارډو هدف ته ورسېږي.
خو مخ پر ودې او بېوزلي هېوادونه وايي، دا پېسې هم کافي نه دي.
د اقلیم په اړه د تېر کال سرمشریزه غونډه کې د جي ۷۷ او چین په ګډون د مخ پر ودې هېوادونو ټلوالې له شتمنو هېوادو غوښتنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې ۱.۳ تریلیونه ډالره پېسې چمتو کړي.
اوس مهال د مرسته شویو پېسو یوازې ۳۴سلنه برخه د اقلیمې بدلون په خاطر مخ پر ودې هېوادونو سره مرسته کېږي. ملګري ملتونه وايي د دې مرستو ۷۰سلنه برخه تر اوسه نه د مستقیمو مرستو بلکې د پور په ډول ورکول کېږي .
د اکسفام خیریه ټولنې یوه کارکوونکي نفکوت دابي دا یوه ډېره غیر عادلانه تګلاره بللې. هغه وايي د دې پرځای چې د سېلابونو، توپانونو او وچکالیو پر وړاندې له بېوزلو هېوادونو سره مرسته وشي، د پورونو زیاتوالی ددوی بېوزلي لا زیاتوي او د ستونزو پر وړاندې یې لا کمزوري کوي.










