افغانستان کې د طالبانو حکومت: اقلیمي بدلون تر دوه میلیارد ډالرو ډېر تاوان اړولی- نړیوال دې مرسته وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، روان کال د اقلیمي بدلون "ناوړه اغېزو" دغه هېواد ته تر دوه میلیارد ډالرو ډېر تاوان وراړولی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر لیکلي چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده، "تر هغه چې د افغانستان اقتصاد با ثباته کېږي د بیارغونې، د احتمالي زیانونو د مخنیوي، د ټولنې پیاوړي کولو لپاره افغانستان په پرمختیايي برخه کې د نړیوالې ټولنې داسې مرستې ته اړتیا لري چې زموږ د ملي لومړیتوبونو له مخې ترسره شي."
دا په داسې حال کې ده چې په مصر کې د اقلیم په تړاو نړیوال مشران په یوه غونډه کې سره ورټول دي. همدې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په دغه هېواد کې د اقلیم د زيان اړوونکو اغېزو د مخنيوي لپاره د بېړنيو ګامونو غوښتنه کړې.
یوناما ویلي چې افغانستان په نړۍ په کچه شپږم هغه هېواد دی چې د اقليم بدلون ډېر اغیزمن کړی.
له دې سره هممهاله په مصر کې د اقلیم په تړاو د ملګرو ملتونو یوې سرمشریزې هوکړه کړې چې د نړیوالې تودوخې له امله بې وزلو هېوادونو ته د اوښتو زیانونو په خاطر د پیسو پر ورکړه خبرې کوي.
یوناما: د اقلیمي ننګونو ډېر زیان عامو افغانانو ته رسېږي

د عکس سرچینه، UNAMA
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان وار له مخه له تکراري طبيعي ناورينونو سره مخ شوی چې د خلکو ژوند، کورونه او بنسټونه يې زیانمن کړي. دغو شته ګواښونو او پر کرنيزو محصولاتو د افغانانو ډېرې تکیې د افغانستان د ضعیف ايکوسیستم، جدي چاپېريالي تخریب، کمزوري ټولنيز- اقتصادي پرمختګ او د لسيزو اوږدو جګړو اغېزونو ټولو دې ته لاره هواره کړې چې د اقلیم بدلون پر افغانستان سختې اغېزې وکړي.
د یوناما په وینا چې د دغه هېواد په ډېرو برخو کې وچکالي معمول ګرځېدلې او پرله پسې سخت ورښتونه د سېلابونو او د ځمکې ښويېدنې لامل شوي چې دې نه يواځې د افغانانو ژوند سخت کړی، بلکې د اقتصادي پرمختيا مخه يې هم ډب کړې او د خوړو خوندیتوب يې سخت اغېزمن کړی او ان د کډوالیو لامل شوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشر دوستانه چارو همغږي کوونکي ډاکټر راميز الاکبروف ویلي، د دغو اقليمي ننګونو تر ټولو ډېر زيان عامو افغانانو ته رسيږي.
هغه زياته کړې: «دا زړه بوږوونکې ده چې د چاپېريالي ناورينونو ډېر اغېز په تر ټولو ډېرو زيان منونکو افغانانو پرېوځي. په داسې حال کې چې موږ په دوامداره توګه د لنډ مهاله بحرانونو په اداره بوخت يو او د تطبیق لپاره د کافي تمویل په نشتوالي کې اوږدمهاله انعطاف او تطابق رامنځ ته کول په زياتېدونکې توګه ننګونه ده.
هغه په افغانستان کې واکمنه اداره هڅولې چې د اقلیم د بدلون او د چاپېریال د تخریب ګواښ ته جدي پام وکړي او د افغانستان له پراخې تنوع څخه په ګټې اخیستنې د افغاني ټولنې له ټولو برخو سره په ګډه د دغو ګواښونو د مخنيوي لپاره مبارزه وکړي.
"د افغانستان اقلیم موضوع له سیاسته لرې کړئ"
ښاغلي الاکبروف دا هم ویلي چې افغانان په یوازې سر هم نشي کولی د دغو ننګونو له اودې ووزي او پر نړیواله ټولنه او مرستندویان يې هم غږ کړی چې د افغانستان لپاره د اوږدمهاله اقلیم د موافقې د ملاتړ په اړه باجرأته او نوښتګر فکر وکړي. هغه څه چې د چاپېریال ساتنې یوه افغان فعال هم په خپل پرانیستي ليک کې پرې ټینګار کړی.
عبدالهادي اڅکزی چې پر اقلیم د ملګرو ملتونو د سترې غونډې څنګیزو پروګرامونو ته وربلل شوی د خپلو غوښتنو په تړاو بي بي سي ته ویلي، "موږ په خپل پرانیستي لیک کې ټينګار پر دې کړی چې د افغانستان اقلیم موضوع له سیاسته لرې کړئ او راشئ چې په ګډه هلته مبارزه ورسره وکړو. افغانستان سره د تخنیکي او ملي سرچینو په برخه کې مرسته وکړئ. درې کاله کېږي چې د اقلیم په برخه کې افغانستان له نړیوال سټېچ محروم دی. موږ غواړو چې افغانستان په دې کې شامل و اوسي."
دا په داسې حال کې دي چې په مصر کې د اقلیم په تړاو د ملګرو ملتونو سرمشریزې هوکړه کړې چې د نړیوالې تودوخې له امله بې وزلو حکومتونو ته د اوښتو زیانونو په خاطر د پیسو پر ورکړه خبرې وکړي.
دا لومړی ځل دی چې دا موضوع د ملګرو ملتونو د اقلیم په تړاو غونډې اجنډا ته راځي. مخ پر وده هېوادونه وايي د اقلیم له بدلون څخه ډېر اغیزمنېږي په داسې حال کې چې د بدلون لپاره يې د پړې لږه برخه د دوی ده.
دغه سرمشریزه د ملګرو ملتونو د یوه تازه ريپوټ له وړاندې کېدو سره پیل شوه چې پکې خبرداری ورکړل شوی چې نړیواله تودوخه او د سمندر کچه په بې مخینې ډول په چټکۍ د لوړېدو په حال کې دي.
دغه راپور دا هم ویلي چې وروستي اته کلونه په بې ساري ډول تر ټولو ګرم کلونه وو.









