سوېلي سودان: پنځه شیان چې ښايي پرې ونه پوهېږئ
سوېلي سودان د خپلواکۍ له اړخه د نړۍ وروستی هېواد دی او اوس اوس یې د خپلواکۍ اخیستو لس کاله پوره کېږي.
د سوېلي سودان خلکو له شاوخوا دوه لسیزو کورنۍ جګړې وروسته چې په ۲۰۰۵ کال پای ته ورسېده - ۲۰۱۱ کال کې له سوډانه جلا کېدو ته رایه ورکړه.
تر خپلواکۍ ۲ کاله وروسته دغه هېواد کې نوې کورنۍ جګړه پیل شوه چې ښکېلو خواو ورته په ۲۰۱۸ کال د سولې یوه تړون په لاسلیکولو سره پای ټکی کېښود.
سوېلي سودان دمګړۍ له سخت بشري ناورین سره مخ دی او ویره ښودل کېږي چې بیا پکې یوه تمام عیاره خونړۍ جګړه پیلېدای شي، خو د سوېلي سودان ګڼ خلک له دغه ستونزمن وضعیت سره سره د خپل هېواد د نورو اړخونو کیسې کوي.