د کیېف ښاروال: که برېښنا پرې کېږي، میلیونونه کسان باید له پلازمېنې وتلو ته چمتو اوسي

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK
د اوکرایین پلازمېنې کیېف ښاروال 'ویتالي کلیچکو' وايي که پر دغه ښار برېښنا په بشپړ ډول پرې کېږي، نو اوسېدونکي یې باید وتلو ته چمتو واوسي.
له تېرو څو اوونیو راهیسې میلیونونه اوکرایینیان له دې کبله په وقفه يي ډول د برېښنا او اوبو له پرچاوۍ سره مخ دي چې روسي ځواکونه یې پر مهمو تاسیساتو هوايي بریدونه کوي.
کیېف کې برېښنا د دې لپاره هم په نوبتي ډول پرچاوېږي چې پر سیستم د اضافه بوج مخه ونیول شي او همدا راز ترمیماتي کارونه پکې ترسره شي.
روسیې لخوا د اوکرایین پر برېښنا کوټونو او مزو د پرله پسې بریدونو له کبله د انرژۍ سیستم شاوخوا ۴۰ سلنه برخه ویجاړه شوې ده.
د کیېف یوه بل چارواکي بیا خبرداری هم ورکړی چې که برېښنا په بشپړ ډول پرې شي، نو د اوبو رسولو او فاضلاب سیستمونه به هم ورسره له کاره ولوېږي.
د جینوا کنوانسیون چې د جګړې پر مهال بشردوستانه معیارونه مشخصوي، وايي پر ملکي تاسیساتو باید بریدونه ونشي.
د کیېف ښاروال د اوکرایین پر تلویزیون وینا کې پر زېربناو د روسیې بریدونه 'ترهګري' او 'جینوسایډ' یا نسل وژنه وبلله.
هغه وویل د روسیې ولسمشر 'ولادیمیر پوتین' "موږ اوکرایینیانو ته اړتیا نه لري. د هغه زموږ خاوره په کار ده - اوکرایین یې له موږ پرته په کار دی."
ښاغلي کلیچکو چې د دارنه وزن خوانی مسلکي سوکوهونکی هم دی، زیاته کړه "همدې لپاره هر څه چې اوس پېښېږي، نسل وژنه ده. هغه [پوتین] دې ته کار ویلی چې ومو وژني، غلي مو کړي، یا مو له خپلې خاورې تښتېدو ته اړباسي او په دې توګه (زموږ خاوره) د هغه شي." په ژمي کې د کیېف هوا معمولا تر صفر درجې کښته او د شپې له مخې لا ډېره سړه وي.
ښاغلي کلیچکو وویل چارواکي د خپل وس ټولې هڅې کوي چې برېښنا او اوبه جاري وساتي او ډاډ یې ورکړ چې که وضعیت خرابېږي نو نورو سناریوګانو ته هم چمتووالی شته.
د هغه په وینا که پر کیېف برېښنا او اوبه په بشپړ ډول پرچاوېږي، نو د پلازمېنه درې میلیونه اوسېدونکي باید له ښاره وتلو کلیو کې چې اوبه او برېښنا لا پکې شته، ملګرو او خپلوانو سره ځای پر ځای شي.
نوموړي وویل چې چارواکو د تېلو، خوړو او اوبو زېرمه کول پیل کړي او عام اوسېدونکي هم باید دغه کار وکړي.

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK
له دې سره بېړنیو حالاتو لپاره د کیېف شاوخوا ۱۰۰۰ داسې پناځایونه هم برابر شوي چې خلک پکې ځانونه تودولی شي.
د کیېف له ښاروال سره هممهاله د دغه ښار د امنیت مدیر 'رومان څکاچوک' هم د وضعیت خرابېدو اندېښنې تایید کړي خو ویلي یې دي چې دمګړۍ د خلکو اېستل کېدو په اړه ویناو ته دلیل نشته.
هغه زیاته کړې چې چارواکي پر پلانونو بوخت دي.
د کیېف ځینو اوسېدونکو هم بي بي سي ته ویلي چې دوی وضعیت درک کړی او پر دې پوهېږي چې برېښنا ښايي پرې شي. له دوی ځینې وايي چې تر خپله امکانه یې چمتووالی نیولی.











