ذبیح الله مجاهد: له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو ایستلو پرېکړه 'غیر قانوني او د غندلو ده'

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان هغه اعلان ته توند غبرګون څرګند کړی چې ویلي یې دي په شپږ اونیو کې به له خپلې خاورې د ټولو افغان کډوالو دایستلو مهالویش اعلان کړي.

د طالبانو حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په زور د افغان کډوالو ایستل غیرقانوني دي او دا پرېکړه یې غندلې ده.

ښاغلي مجاهد په دې هکله بي بي سي ته وویل: ''لومړی خو د کډوالو په زور ایستل غیر قانوني عمل دی، دا د غندلو وړ چاره ده، بله دا چې که افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي، اسلامي امارت او افغان ولس په شریکه د دوی د ځای پر ځای کولو لپاره چمتوالی لري.''

ښاغلي مجاهد هغه ادعاوې له واقعیت لېرې وبللې، چې ګواکې کډوال د پاکستان د نامنیو په پېښو کې ککړ دي.

هغه زیاته کړه: ''افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې هېڅ رول نه لري، په تېرو ۴۵ کلونو کې چې افغان کډوالو هلته ژوند کړی، د هغه هېواد قوانین مراعت شوي دي، بلکې افغان کډوال چې په هر هېواد کې ژوند کوي، د هغه هېواد قوانین او ارزښتونو ته درناوي کوي.''

له دې مخکې په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي یوې خبري ناستې ته وویل چې تر راتلونکې جنورۍ میاشتې پورې به ټول بې اسنادو افغانان افغانستان ته استول کېږي او له هغه وروسته به د نورو د وتلو وخت په ډاګه کېږي.

پاکستان تر دې دمه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو په تړاو دومره ښکاره خبرې نه وې کړې.

جان محمد اڅکزی
د عکس تشریح، جان محمد اڅکزی وايي، په جنورۍ کې به له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو ایستلو مهالوېش اعلان شي.

پاکستان چارواکي اوس وايي، د جنوري په میاشت کې به یې د ایستلو لپاره مهالوېش اعلانوي او دلیل یې دا بولي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه ختمه شوې ده. ښاغلي اڅکزي وویل:

"دا چې اوس په افغانستان کې کورنی جنګ ختم شوی دی نو ټول افغانان باید افغانستان ته ستانه شي. د افغانستان له موقت حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې له ترهګرۍ سره تړلي پناه ځایونه ختم کړي، پاکستاني ترهګر پاکستان ته وسپاري او د افغان مهاجرینو ستنېدل او په خپله خاوره ځای پر ځای کول یقیني کړي."

له پاکستانه د ټولو بي اسناده افغان کډوالو دایستلو دغه اعلان داسې مهال راځي، چې له دې هیواده په زوره د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وار دمخه پیل او همدا اوس روانه ده.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې ۳ اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې په دې ډله کې یو اعشاریه اووه میلیونه یې راجستر شوي نه دي.