کاکړ: افغانستان سره ستونزې هغه وخت کمېدی شي چې کابل مشروع حکومت ولري؛ طالبان وايي "پاکستان هوښیار مشرتابه ته اړتيا لري"

د عکس سرچینه، KAKAR/GETTY
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وايي، هغه وخت به یې له افغانستان سره ستونزې په کمېدو شي چې "کابل مشروع حکومت ولري."
ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې پرون چارشنبه د نومبر پر ۱۶مه مارګلا ډیالوګ په نامه یوې غونډې ته کولې چې د اسلام آباد د پالیسۍ د څېړنې انستیتیوت (آی پی آر آی) له خوا جوړه شوې وه.
د دغه بنسټ د اعلامیې له مخې ښاغلي کاکړ ویلي، "د پاکستان لوېدیځ پلو کې له افغانستان سره هغه مهال به د ستونزو کمېدل پیل شي، چې کابل مشروع حکومت ولري."
خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې د ښاغلي کاکړ څرګندونې رد کړې او وايي په افغانستان کې "مشروع نظام شته چې ولس يې تر څنګ ولاړ دی."
نوموړی، وايي، "دوی له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره ښې اړيکي غواړي" خو وايي "اړيکي هغه مهال لا ښې کېدلی شي چې پاکستان کې يو هوښيار مشرتابه وجود ولري."
د پاکستان لنډمهال لومړي وزیر څو میاشتې وړاندې هم له یوې ځايي رسنۍ سره په خبرو کې د طالبانو حکومت "ناقانونه" بللی و.

د عکس سرچینه، KAKAR
ښاغلي کاکړ په خپلو خبرو کې ویلي و، که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې میلیاردونه ډالر ولګول شول، خو یو مرکزي قوي حکومت په کې جوړ نه شو.
نوموړي د روان کال په سيپټمبر کې ویلي و "په تېرو څو کلونو کې د شاوخوا درېیو ټریلیونه ډالرو په لګښت او د لوېدیځوالو پر حضور سربېره، په افغانستان کې مرکزي واک رامنځ ته نه شو او د لوېدیځ پروژه کامیابه نه شوه، پاتې نړۍ خپل څادر ور ټول او ووتله او پاتې کنټرول له فعلي حکومت سره دی، هغه قانوني حکومت نه دی."
نوموړي یو ځل بیا ویلي چې وسله والې ډلې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي خو ټینګار کوي چې امنیتي بنسټونه یې د قابو کولو وس لري.
د پاکستان دغه لنډمهالي لوړ پوړي چارواکي تېره اوونۍ هم ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په پاکستان کې امنیتي پېښې ۶۰ سلنه ډېرې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د ښاغلي کاکړ دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی په ډاګه کړی، خو پخوا یې تل ټینګار کړی چې حکومت یې "د خلکو استازولي کوي.
هممهاله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوڅ نن پنج شنبه په اسلام کې یوې خبري ناستي ته ویلي، د طالبانو سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت دې د ټي ټي پي پر ضد ګامونه واخلي.
د طالبانو سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته تللی و چې ازبکستان او پاکستان سره د سوداګرۍ په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.
د پاکستاني چارواکو او طالبانو حکومت ترمنځ ناندرۍ داسې مهال ډېرې شوې چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تر دې دمه له پاکستانه ۳۲۷زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.











