له دښمنۍ تر ملګرتیا: د طالبانو د یوه قومندان او د پولیسو د یوه پخواني افسر دښمني څنګه پر ملګرتیا واوښته؟

کابل
د عکس تشریح، ناصر خان سلیمانزی (ښي) د مخکیني حکومت یو جګپوړی افسر او حضرت محمد محمود د طالبانو قوماندان و
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي‌بي‌سي

دوی دواړه تر شلو کلونو پورې د افغانستان د جګړې په دوو مخالفو لوریو کې د یوه بل وژلو ته چمتو وو.

خو اوس جنرال حضرت محمد محمود، چې د طالبانو پخوانی قوماندان و او پوهنمل جنرال ناصر خان سلیمانزی چې د افغانستان د مخکیني حکومت یو لوړپوړی پولیس افسر و، د کابل پولیسو اکاډیمۍ کې د یوه بل ترڅنګ دنده ترسره کوي.

جنرال محمود چې نظامي یونیفورم يې پر تن د خپل همکار تر څنګ ولاړ و، په موسکا وویل: "اوس موږ لکه وروڼه داسې یو."

دا د داسې دوو وګړو ترمنځ چې یو مهال د یوه بل قسم خوړلي غلیمان وو، یوه کمسارې او حیرانوونکې اړیکه ده.

له نژدې دوو لسیزو خونړۍ جګړې وروسته، اوس دوی دواړه ورته یونیفورم اغوندي، په یوه دفتر کې سره ناست وي، د پولیسو د روزنې په تړاو ګډ پلانونه لري او د چایو په وقفه کې یو ځای سره خاندي او ټوکې ټکالې کوي.

حضرت محمد محمود د پولیسو د اکاډیمۍ سر روزونکی دی او ناصر خان سلیمانزی بیا اداري چارو کې د اکاډمۍ د قومندان د مرستیالۍ دنده پر مخ بیايي.

یو بل پړاو

د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت که کې د پولیسو د جلب و جذب پروسه څنګه پر مخ ځي؟

ښاغلی محمود چې په وینا یې پوځي زدکړې یې کړې د جګړې پر مهال د طالبانو د یوې ډلګۍ مشر و. د طالبانو وسله وال د پخواني افغان پوځ او د ناټو ځواکونو پر وړاندې جګړه کې تر ډېره د ځانمرګو، موټر بم او هدفي بریدونو په ګډون پېچلو عملیاتو کې ښکېل وو.

مقابل لوري کې بیا د پولیسو د یوه ۱۵۰ زره کسیز ځواک په ګډون د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه وو، چې د امریکا ملاتړ یې درلود.

د همدې اکاډمۍ پر انګړ، چې ښاغلی محمود او ښاغلی سلیمانزی په کې اوس د پولیسو د یوه نوي ځواک په مسلکي روزنې لګیا دي، طالبانو ځانمرګي برید کړی و.

د کابل د پولیسو اکاډمۍ پر محصلینو ځو ځله د طالبانو له لوري بریدونه شوي و.

پخلاینه؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو کابل کې د پولیسو پر همدې اکاډمۍ خونړی ځانمرکی برید هم کړی و

کله چې طالبانو پر واک ولکه وکړه، د پولیسو ځواک دړې وړې شو. د پخواني پوځ او پولیسو یو شمېر افسران د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته له هېواده ووتل، ځینې یې ګاونډیو هېوادونو ته واوښتل او ځینو نورو بیا چې فکر یې کاوه ژوند یې خطر کې دی او به وتلو نه و توانېدلې نو په کوردننه یې ځانونه پټ کړل.

طالبانو وروسته نظامي افسرانو ته خپلو دندو ته د ستنېدو لارښوونه وکړه. ناصر خان سلیمانزی چې په کابل کې پاتې و خپلې دندې ته ستون او بلاخره جنرال محمود سره یې همکاري پیل کړه.

له دفتري همکارۍ ور هخوا هم د دوی دواړو ترمنځ راشه درشه شته او د یوه بل د غم او خوښیو په مراسمو کې ګډون کوي.

ښاغلي سلیمانزی وايي سره له دې چې موږ ۲۰ کلونو لپاره د یوه بل غلیمان و، خو د هغه مودب والي او ښه چلند دا فضا رامنځته کړه چې موږ لکه نژدې ملګري او ورونه سره ګډ کار وکړو.

د ښاغلي محمود په اند د طالبانو د لوی مشر له لوري د عمومي عفوې اعلان دواړو لوریو لپاره د ګډ کار زمېنه برابره کړې.

دی زیاتوي هغه مهال موږ د جهاد په دوره کې وو او اوس د بیارغاونې دوره ده او موږ دا په یوازې سر نه شو کولای.

د طالبانو دغه پخوانی قومندان چې په وینا يې دوه ورونو یې په جګړه کې ژوند بایللی، وايي:

"موږ تېر وخت په بشپړه توګه هېر کړی دی."

په دغه پولیس اکاډمۍ کې ښايي د پخلاینې دا تجربه مهمه او ځانګړې وي، خو د مخکینیو امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر داسې غړي لا هم شته چې په وېره کې ژوند کوي او فکر کوي له خطر سره مخامخ دي.

ګڼ شمېر یې له هېواده وتلي او ګومان کوي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې به ورته ژوند ګران وي.

د پولیسو یو مخکینی افسر چې دلته یې د شبیر په مستعار نامه یادوو وايي، د طالبانو د عمومي عفوې پر اعلان باور نه شي کولی.

دی ادعا کوي چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ده یو قوماندان ونیوه. شبیر د هرات له لارې ایران ته له تښتېدو مخکي تر شلو ورځو پورې پټ و. ده راته وویل: "موږ یو هم خوندي نه وو، دوی زموږ د نیولو لپاره پلمې لټولې."

طالبانو د پولیسو د اکاډمۍ ګڼ شمېر پخواني روزونکي پر خپلو دندو پرېښي، چې د د دوی د نوي پولیس ځواک په روزنه کې مرسته وکړي.

نوی پولیس ځواک

کابل
د عکس تشریح، د کابل پولیسو اکاډمۍ کې له ۸۰۰ ډېر کسان پر دندو بوخت دي چې ۶۵۰ یې د پخواني حکومت کسان دي

بي بي سي ځانګړې اجازه ومونده چې د پولیسو اکاډمۍ او د نویو پولیس افسرانو د روزنې بهیر له نژدې وګوری.

خورا لویه ودانۍ چې د پولیسو لپاره بېلابېل پوهنځي، د نښې ویشتلو، د سپورټ ډګر او ان د یوه جومات په ګډون په کې ډېرې اسانتیاوې شته.

مسوولینو کرۍ ورځ فعالیتونه پلان کړي وو. موخه یې د خپلو نویو روزلو ځواکونو د مسلکي اړخ جوتول و.

په دې فعالیتونو کې د بلوا ضد پولیسو د فعالیت ننداره هم شامله وه.

د اکاډمۍ په انګړ کې دننه د ګڼې، ګوڼې کنټرول په خورا مسلکي ډول تر سره شوه او تر یوه بریده اسانه چاره معلومېده.

خو په دا وروستیو کې، په بدخشان او ننګرهار کې لاریونونو وښوده چې د احتجاجونو په کابو کولو کې وهل ټکول او ډزې اوس هم د طالبانو د ځواکونو لپاره یو غوراوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت اوس د خپلو پولیسو د لا مسلکي کولو خبره کوي او د فعالو پولیسو شمېر ۳۰۰ زره کسان یادوي، چې د مخکیني حکومت د پولیسو د شمېر دوه برابره دی.

دوی وایي د پولیسو په ځواک کې یې ۷۰ زره د افغان ملي پولیسو پخواني مامورین دي. بي بي سي د دغو شمېرو پخلی نه شي کولی.

بل لور د امریکا متحد ایالتونه د اټکل له مخې د طالبانو د پوځ او پولیس د ټولو فعالو غړو شمېر تر ۸۰ زرو کسانو پورې یادوي.

د کابل پولیسو اکاډمۍ کې له ۸۰۰ ډېر کسان پر دندو بوخت دي، چې ۶۵۰ یې د پخواني حکومت کسان دي او په ظاهره د ښاغلي سلیمانزي په څېر ښه چلن ورسره کېږي.

دی وايي: "زه ډګروال وم، خو ځکه چې د اکاډمۍ لپاره مې ډېر زحمت وګاله، اسلامي امارت د جنرالۍ منصب راکړ."

کابل

خو هر څوک د ښاغلي سلیمانزي په څېر بختور نه دي.

د بشري حقونو سازمانونو رپوټونه وايي، چې ګڼ شمېر پولیس افسران د خپل پخواني رول له امله د طالبانو له لوري ځورول یا ګواښل شوي دي.

طالبان بیا ټینګار کوي چې دا ډول پېښې د شخصي دښمنیو له امله پېښ شوې، او دا يې د حکومت عمومي تګلاره نه ده.

د طالبانو په حکومت کې کار کول ښاغلي سلیمانزي لپاره کوم سیاسي تعبیر نه لري په وینا یې له نژدې څلورو لسیزو راهیسې د بېلابېلو حکومتونو تر واک لاندې د افغان پولیسو لپاره یې خدمت کړی، هېڅکله له هېواده نه دی وتلی او دوه مشران زامن یې هم له پولیسو سره کار کوي.

دی وايي: "موږ ټول یو خلک یو، یو مذهب لرو، یو کلتور لرو، یوه مو ژبه ده، نو ولې به له یوه بل سره دښمني کوو؟"