د طالبانو حکومت کې د پولیسو د جلب و جذب پروسه څنګه پر مخ ځي؟

د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت که کې د پولیسو د جلب و جذب پروسه څنګه پر مخ ځي؟

د طالبانو حکومت د پولیسو جلب و جذب جاري ساتلی.

افغانستان کې يې پر واګو له ولکې راهيسې طالب واکمنو د نظم ساتلو چارو او پوليسو دنده کې تر ډېره پر خپلو هغو وسله والو تکيه کړې، چې تېرو شلو کلونو کې اورپکۍ کې ښکېل وو.

نژدې درې کاله مخکې چې دوی په افغانستان کې پر واګو ولکه وکړه، د پولیسو هغه شاوخوا ۱۵۰ زره کسیزو ځواک یې ويجاړ کړ، چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د کلونو په اوږدو کې د ميليارډو ډالرو په لګښت روزل شوی او سمبال شوی و.

د بي‌بي‌سي يما بارز د افغانستان د سفر پر مهال د طالبانو د پوليس ځواک د روزنې اکاډمۍ ته ورغلی.