د کانکور اول نومره: که نجونو ته کانکور کې برخه ورکړل شوې وای، ښايي اول نومره نجلۍ وای

په افغانستان کې د سږ کال کانکور ازموینې عمومي اول نومره وايي، بریا ته په رسېدو کې هر څوک باید یو هدف ولري او په دې کې یوازې وړتیا او استعداد کافي نه دی.
محمود منصوري وايي، که نجونو ته کانکور کې د ګډون اجازه ورکړل شوی وای، ښايي جینۍ کانکور کې اول نومره شوې وای.
نوموړي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره خبرو کې وویل، موفقیت ته د رسېدو یوازېنۍ لاره ډېر کوښښ او هڅه کول دي او "هر څوک چې یوه ځای ته رسېدلی، خامخا یې کوښښ کړی او ما هم دې بریا ته په رسېدو کې ډېر زیار ایستلی".
د کانکور ازموینې تر پایلو اعلانېدا یوه ورځ وروسته د افغانستان له لیرې فراه ولایته د کانکور دغه اول نومره وویل، د کانکور تر ازموینې مخکې به یې ټولګیوالو په ټوکو کې ورته ویل چې ګنې ته به د کانکور اول نومره یې، "ما هېڅ دا تصور نه شو کولی چې یوه ورځ به زه د کانکور ازموینې عمومي اول نومره کېږم".
د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ کال د کانکور پایلو د اعلان مراسمو کې وویل، سږ کال په ازموینه کې د ګډون کوونکو شمېر د تېرو کلونو پر تله ډېر و، خو سږ کال په دې ازموینه کې هېڅ نجلۍ یا ښځینه ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې او په پایلو کې یې هم نجونې نشته.
محمود منصوري وايي، د کانکور د پایلو په اعلانېدو- او دا چې دی یې اول نومره دی – په اورېدو یې زښت ډېره خوشحالي احساس کړه چې دومره لویه خوشحالي یې پخپل ټول ژوند نه وه لیدلې.
'همصنفیانو خبر کړم چې اول نومره یې'

منصوري وايي، دی د سبق سربېره پخپل دوکان کې هم بوخت و او د پایلو د اعلان د خبر اورېدو لپاره د ګاونډي دوکان ته ورغی چې پر تلوېزیون یې وګوري، "ځینې همټولګیوال مې هم راغلي وو، کله چې پایلې اعلانېدې او دویم نومره اعلان شو، ما فکر وکړ چې ما به تر دې زیاتې نومرې نه وي اخیستې، غوښتل مې له دوکان ووځم، چې ناڅاپه مې همصنفیانو را چیغې کړې چې راځه عمومي اول نومره ته یې. ما چې پر ټلوېزیون خپل عکس ولید، یو ډول بېل احساس مې وکړ".
محمود منصوري وايي، د طب پوهنځي لوستلو لپاره به کابل ته ولاړ شي، خو وايي دا خواشینوونکې ده چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کانکور ازموینه کې هېڅ ګډونوالې نجونې نه درلودې، زه ډېر هیلمن یم یوه ورځ به ان شاء الله راورسېږي چې د طالبانو حکومت به د نجونو او زموږ د خویندو د تحصیل لپاره شرایط برابر کړي.
دی وايي "زه د نجونو او افغانو لوڼو پر وړتیا باور لرم، رښتیا هم د دوی وړتیا د ستایلو وړ ده، که سږ کال کانکور ازموینه کې دوی ګډون کړی وای، سل په سلو کې ددې امکان و چې یوه نجلۍ به اول نومره شوې وای".
محمود منصوري وايي، هیله یې دا ده چې نجونو ته هر څومره چې ژر ممکنه وي په افغانستان کې د تعلیم او کانکور کې د ګډون کولو اجازه ورکړل شي.
دی وايي، په فراه ولایت کې داسې زدکوونکې نجونې هم دي که د سږ کال کانکور ازموینه کې د ګډون کولو حق ورکړل شوی وای، ډېر امکان و چې د کانکور لومړیو لوړو نومرو لرونکو کسانو نوملړ کې راغلې وای.











