ایران؛ د قاسم سلیماني تلین مراسمو کې چاودنې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژلي، ګڼ شمېر نور ټپیان دي

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د دې هېواد د یوه جنرال قاسم سلیماني قبر ته نژدې دوو بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي دي.

قاسم سلیماني د امریکا یوه ډرون برید کې وژل شوی و او نن یې څلورم تلین لمانځل کېده، چې په مراسمو کې یې چاودنې وشوې.

پېښه د کرمان ښار صاحب زمان جومات ته نژدې شوې. په ویډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د وژل شویو کسانو مړي پر سړکونو پراته دي او امبولانسونه د پېښې ځای ته روان دي. د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي وايي، دغه ترهګریز برید به له سخت غبرګون سره مخامخ شي.

په لومړي سرې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۳ تنه یاد شوی و، خو د ایران عامې روغتیا وزارت وروسته وویل، د ځینو کسانو نومونه په تېروتنه دوه ځله لیکل شوی و.

دغه برید چې په ایران کې له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د کرمان د والي مرستیال دا "ترهګریز برید او چاودنې بللې."

بلخوا د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مرستیال د دغې چاودنې مسولیت پر اسرائیلو ور اچولی، هغه تور پورې کړی چې دا وینلړلی برید اسرائیلو تنظیم کړی دی.

ایران

د عکس سرچینه، IRNA

د کرمان ښاروال سعید شیرباف وايي، لسو دقیقو کې دوه پرلپسې چاودنې وشوې.

له خلکو غوښتل شوي چې د پېښې له ځایه ژر تر ژره ووځي.

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د سرې میاشتې مشر وايي، تلین مراسمو کې ګڼه ګوڼه ډېره وه او له کبله یې د ټپیانو ته رسېدګې سخته.

د هغه په وینا:"د چاودنو غږونه ډېر درانده او ډاروونکې وو."

ایران

د عکس سرچینه، KHAMENEI

قاسم سلیماني له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ایران بهر د پټو عملیاتو څانګې یا قدس ځواکونو مشر او په کور او بهر د ایران تر ټولو مشهور قومندان و.

نوموړی د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳مه هغه مهال ووژل شو، چې یوې امریکايي ډرون الوتکې پرې برید وکړ.

دی له څو نورو ایران پلویو شیعه ملېشه مشرانو سره، چې دوو موټرو کې سپاره وو د بغداد له نړیوال هوايي ډګره وتل چې برید پرې وشو.

هغه مهال د هغه په وژنه ایران کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی و او له هغې ورځې راهیسې یې هر کال تلین نمانځل کېږي.

غبرګونونه څه دي؟

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له دغې پېښې وروسته ترکیې ته خپل سفر لغوه کړی دی. د ایران د ولسمشرۍ سیاسي معاونیت ویلي، ښاغلي رئيسي غواړي "دغه پېښه خپله وڅېړي" او له همدې امله د ترکیې سفر بل وخت ته ځنډوي.

ټاکل شوې وه، د ایران ولسمشر سبا پنج شنبه انکرې ته ولاړ شي او خپل ترکي سیال سره وګوري.

هممهاله، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د ایران په کرمان کې شوې چاودنې غندلې ده. اروپايي ټولنې، روسیې پاکستان، په لبنان کې حزب الله ډلې او ګڼو هېوادونو او بنسټونو د دغې پېښې له امله ایران سره خواږي ښودلې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په افغانستان کې مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه غندلې او خواشیني یې پرې ښودلې ده. ښاغلي کرزي پر اېکس له ایران سره خواخوږي په ډاګه کړې ده.