د سوډان جګړه کې ددغه هېواد یوه مشهوره سندرغاړې وژل شوې

د عکس سرچینه، SHADEN GARDOOD/FACEBOOK
د سوډان په روانه کورنۍ جګړه کې د دغه هېواد یوه مشهوره سندرغاړې شادن جاردود وژل شوې ده.
دا ۳۷ کلنه هنرمنه یوه ورځ وروسته تر هغه وژل شوې چې د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه.
د جمعې ورځې دې هوکړه کې دواړو غاړو ژمنه وکړه چې ولسي وګړو ته د زیان رسولو مخنیوي کې به همکاري کوي.
اغلې جاردود د سوډان په امّ درمان ښار کې، چې د پلازمېنې خرطوم په شمال لوېدیځکې دی او د دغه هېواد له لویو ښارونو ګڼل کېږي، وژل شوې ده.
د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو یا (ار اېس اېف) ترمنځ جګړه له اپرېل میاشتې پیل شوې ده چې تر اوسه پکې سلګونه ولسي وګړي وژل شوي او سلګونه زره یې بې کوره کړي او کوچېدو ته اړایستلي دي.
په دې هېواد کې دوه پوځي مشران واک ته رسېدو لپاره له یو بل سره جنګېږي.
د شادن وژل کېدل د هغې خوريي پر فیسبوک اعلان کړي دي.
شادن معمولا پر فیسبوک پوسټونه خپرول.
ملګري ملتونه وايي، په تېرو ۱۰ ورځو کې د سوډان جګړه کې د بې ځایه شویو خلکو شمېر دوه برابره شوی او څه باندې ۷۰۰ زره کسانو ته رسېدلی دی.
که څه هم سعودي عربستان کې د سوډان د جګړې د اوربند لپاره خبرې او مذاکرات روان دي، د بې ځایه شویو خلکو د شمېر ډېرېدو د تاوتریخوالي وېره لا ډېره کړې ده.

د عکس سرچینه، SHADEN GARDOOD/FACEBOOK
په پلازمېنه خرطوم کې هوايي او ځمکني بریدونه هم دوام لري.
ګڼ خلک له خپلو مېنو تښتېدلي او خپل سرونه یې خوندي ځایونو ته ایستلي دي.
د خرطوم د اوستوګنو شمېر له جګړې مخکې ۵٫۴ میلیون کسانو ته رسېدلی و، خو د ښکېلو غاړو د جګړې له کبله یې ځینې برخې ویجاړې شوې دي.
اغلې جاردود د ام درمان راډیو تلوېزیون ودانۍ ته نژدې اوسېدله.
په تېرو څو ورځو کې د ار اېس اېف جنګیالیو د دغې راډیو شاوخوا نیولې وه، همدا وو چې د سوډان پوځ پر دوی بمبار کاوه او د دواړو خواوو ترمنځ ځمکنۍ جګړه هم روانه وه.
د ام درمان یوه اوسېدونکي ویلي، تېره شپه بمبارۍ روانې وې، جاردود ټپي شوه، د ډزو غږونه هم اورېدل کېدل.
دغه وګړی وايي، شادن جاردود د ټپونو له کبله سا ورکړې ده.
د شادن ۱۵ کلن زوی حمودي او خور او مور یې ژوندي پاتې شوي.











