د سوېلي سودان النیل الازرق توکمیزو نښتو کې ۲۰۰ تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
سوداني چارواکو ویلي، د هېواد سوېل کې د توکمیزو نښتو پایله کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه وژل شوي.
چارواکو پر بشري مرستندویانو د مړو خښولو کې د مرستې غږ کړی دی.
هلته هاوسا او بارتا توکمونو ترمنځ د ځمکې پر سر خونړۍ نښتې شوې دي.
په ود سیمه کې د سیمه ییزې شورا اجرائيوي مشر الماحي عبد العزیز الامین ویلي په درو کلیو کې "نژدې ۲۰۰ تنه وژل شوي" او ځینې مړې لا هم نه دي خښ کړل شوي.
د (النیل الازرق) والي د جمعې په ورځ په دې ولایت کې بېړنی حالت اعلان کړی و او امنیتي ځواکونو ته یې د قبایلي وژنو د بشړو "درولو" امر کړی دی.
فرانس پرېس د احمد العمده بادي یو فرمان ترلاسه کړی چې وايي "د دېرشو ورځو لپاره په النیل الازرق ټوله سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی".
نور سیمه ییز پولیس چارواکي، پوځ او استخبارات هم د نښتې د سم لاسي درولو لپاره د چټک ملاتړ لپاره وربلل شوي.
د ود روغتون مشر الماحي عباس موسی د پنجشنبې په ورځ فرانس پرېس ته ویلي وو، په قبایلي جګړه کې لږ تر لږه ۱۵۰ ښځې، ماشومان او بوډاګان وژل شوي، خو ډېری وژل شوي ځوانان دي، چې سوځېدلي دي او ۸۶ نور د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو له خرطوم نه نژدې ۵۰۰ کیلومتره لیرې سیمو کې وژل شوي.

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکو له دوشنبې ورځې راهیسې د شپې ګرځبندیز لګولی دی.
که څه هم امنیتي تدابیر ټینګ کړل شوي، خو لا هم د تازه نښتو رپوټونه ورکړل شوي.
ملګرو ملتونو ویلي د روان اکتوبر میاشتې په لومړیو کې النیل الازرق سیمه کې لږ تر لږه ۱۴۹ تنه وژل شوي او ۶۵ زره له خپلو مېنو کوچېدلي دي.
د نښتو لومړیو کې د هوسا قبیلې کسانو په ټول سودان کې د دوی پرضد د توکمپالنې پرضد احتجاج وکړ، دوی ته په النیل الازرق کې د ځمکو د ملکیت حق نه ورکول کېږي.











