سودان: پوځي جنرال وايي، د کورنۍ جګړې مخنیوي لپاره یې واک تر لاسه کړ

People gathered on the streets of Khartoum on Monday amid reports of the coup

د عکس سرچینه، Rasd Sudan Network/Reuters

د عکس تشریح، له کودتا وروسته د خلک د خرطوم لارو کوڅو ته ووتل

د سودان تر ټولو لوړ پوړی پوځي جنرال وايي، د دوشنبې پر ورځ د دغه هېواد پوځ د کورنۍ جګړې مخنیوي لپاره واک تر لاسه کړ.

جنرال عبدالفتاح البرهان وايي، سیاسي ډلو ملکي خلک د پوځ پر ضد لمسول. نوموړی زیاتوي د پرځول شوي لومړي وزیر عبدالله حمدوک د خوندیتوب لپاره یې نوموړی په 'خپل کور کې ساتلی ' خو په وینا یې هغه به د پنجشبې پر ورځ خپل کور ته ستون شي.

بل لور پلازمېنه کې د پوځي کودتا پر دویمه ورځ هم قهریدلي مظاهره کوونکي لا هم په لارو کوڅو کې احتجاجونه کوي.

مظاهره کوونکي د پلازمېنې خرطوم او هېواد په ځینې نورو برخو کې بیرغونه لېږدوي او شعارونه ورکوي.

د کودتا مشر جنرال عبدالفتاح برهان د دوشنبې پر ورځ د سودان ملکي اداره لغوه کړه، سیاسي مشران یې ونیول او بېړنیز حالت یې اعلان کړ.

رپوټونو کې ویل شوي، پوځیانو پر مظاهره کوونکو ډزې کړې، چې پایله کې یې لس کسان وژل شوي دي.

په نړیواله کچه دغه کودتا غندل شوې او د اې ایف پي خبري اژانس کې د دیپلوماتانو له قوله ویل شوي، چې پر وضعیت د بحث لپاره د سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه بلل شوې ده.

جنرال برهان د کودتا توضیح لپاره د سیاسي مشرتابه تر منځ ناندرۍ د دلیل په توګه بیان کړې دي.

بل لور رپوټونو کې ویل شوي، پلازمېنه کې پوځیان کور په کور ګرځي او د احتجاجونو ځايي منتظمین نیسي.

د ښار هوايي ډګر تړل شوی او ټولنې نړیوالې الوتنې لغوه شوې دي.

د دې تر څنګ په سودان کې مخابراتي او انټرنېټ شبکه هم غیر فعال شوې ده.

د سودان مرکزي بانک کارکوونکو دندو ته له ستنېدو انکار کړی او روغتیا پالانو له بېړنیز حالت پرته په پوځي روغتونونو کې له فعالیت کولو انکار کړی دی.

Lt-Gen Abdel Fattah Abdelrahman Burhan

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جنرال عبدالفتاح عبدالرحمان د سیاستوالو خپلمنځي اختلاف د کودتا لامل بللی

د یادونې ده ۲۰۱۹ کال کې په سودان کې د عمر البشیر حکومت له نسکورېدو راهیسې د پوځي او ملکي مشرتابه تر منځ ناندریو دوام درلود.

امریکا متحدو ایالتونو له سودان سره د ۷۰۰ میلیون امریکايي ډالرو مرسته ځنډولې ده او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پوځ کودتا 'د سودان له سوله ییز انقلاب سره یو خیانت ' بللی دی.

بل لور احتجاج کوونکي د کودتا له یوې شپې تېرېدو وروسته لا هم په لارو کوڅو کې لیدل کېږي او د ولسواکۍ بېرته فعالولو شعارونه ورکوي.