کندهار کې د طالبانو امر؛ "له محرم پرته دې د روغتیا او پوهنې کارکوونکې کار ته نه ځي"

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د کندهار د امر بالمعروف ادارې په یوه شفاهي امر کې د دغه ولایت ټولو ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته خبر داری ور کړی چې له محرم پرته دي کارځایونو ته له تګ راتګه ډډه وکړي.

دغې ادارې د کندهار د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو ته سپارښتنه کړې چې له ښځینه کارکوونکو سره یې باید د تګ او راتګ پر مهال محرم شته وي.

په کندهار کې یو شمېر ښځینه روغتیاپالانو هم بي بي سي ته تایید کړې چې ترې غوښتل شوي له دې وروسته دې له خپل یوه محرم سره خپلو کارځایونو لاړې او راشي.

دا په روانه اونۍ کې د ښځو د کار او زدکړو په تړاو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا دوهم بندیز او محدودیت دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت هم د شنبې په ورځ د يوه مکتوب په خپرولو سره په ۱۴۰۲ لمريز کال کې د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو او پوهنتونونو کې د نجونو کانکور ازموينه تر بل امره ځنډولې ده.

له بل لوري پرون په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ د لګول شوي بندیز ۵۰۰مه ورځ پوره شوه. 

پر "یوې طرحې کار روان دی"

د بندیز له پیل راهیسې بېلابېلو طالب چارواکو ویلي، پر "یوې طرحې کار روان دی" او تل یې دا خبره کړې چې ژر به ښوونځي بېرته پرانیستل شي، خو له یاد بندیز ۱۷ میاشتې وروسته تېره ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو پرانیستو لپاره "مشخصه نېټه" نه شي په ډاګه کولی.

ښځه

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، د ښوونځیو د پرانیستو مسله د طالبانو د مشرتابه له پرېکړې سره تړلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د نجونو او ښځو پر زدکړو او کار لګول شویو بندیزونو طالبان په کور دننه او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخامخ کړي دي.

ګڼو اسلامي هېوادونو او سازمانونو د طالبانو دغه پرېکړې د اسلام له لارښوونو سره په ټکر کې ګڼلې دي.

له هغه راهیسې چې طالبان بیاځلي پر افغانستان واکمن شوي، تر بل هر څه یې ډېر فرمانونه او توصیې پر ښځو محدودیتونو لګولو باندې راڅرخي.

د بي بي سي د یو څېړنیر رپوت موندنې ښيي چې په تېرو اوه لسو میاشتو کې د طالبانو حکومت د ښځو د کار، زدکړو او عامه ژوند په تړاو له شلو ډېر فرمانونه او شفاهي اعلانونه او توصیې خپرې کړې، خو یو شمېر داسې موارد هم شته چې په اړه یې هېڅ فرمان او سپارښتنه نه ده شوې خو د عملي ګام په ترڅ کې یې پر مېرمنو په یو نه یو ډول محدودیت پلی شوی دی.

دوه ورځې وړاندې،‌ د طالبانو حکومت په افغانستان کې شخصي پوهنتونو ته امر کړی و چې د کانکور ازموینې لپاره تر "امرثاني" پورې نجونو ته د نوم لیکنې اجازه ور نه کړي.

په افغانستان کې د شخصي پوهنتونونو ټولنې هم بي بي سي پښتو ته ومنله چې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د یوه مکتوب له لارې ورته ویلي چې د کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوملیکنه داوس لپاره وځنډوي.