"ما ته دا ډېره دردونکې ده،دا د اسلام ضد پریکړه ده"
نن ۵۰۰ ورځې پوره کېږي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړې بشپړ بندیز لګېدلی.
د طالبانو دا ډول ګامونه په وار وار د نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوي.
افغانستان کې پر نجونو او ښځو د بندیزونو او چلند له کبله لا هم طالبان د نړیوالو له بندیزونو سره مخامخ دي.
طالبانو تازه په یوه بل فرمان کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته ویلي، کانکور ازموینې ته د ښځینه محصلینو نوملیکنه ونکړي.
د بي بي سي خبریاله یلدا حکیم له یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړې چې هلته د بدلون لپاره مبارزه کوي.