ایران وايي د "خلیج اته هېوادونه په نیویارک کې غونډه کوي"

خليج

د عکس سرچینه، Getty Images

ایران وايي، د خلیج اته هېوادونه به د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې ګډې خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال علي باقري ویلي، دا خبرې اترې به د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه او د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

نوموړي دا څرګندونې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو تر غونډې لږ وروسته وکړې او همدا راز د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د سعودي له بهرنیو چارو وزیر او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره جلا جلا کتلي دي.

ایران وايي د ملګرو ملتونو سازمان کې پر ایران او عراق سربیره، د سعودي، امارات، قطر، بحرین او عمان د بهرنیو چارو وزیران به ناسته ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال علي باقري د ایران خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې ویلي، امریکانو غوښتل چې دغه ناسته د هغوی د ذهنیت له مخې جوړه شي، خو په وینا یې دا به د ګاونډیو سره د ایران د تګلارو په چوکاټ کې ترسره شي.

د نوموړي په وینا دا به له سیمې د لوېدیځو ځواکونو په نرمه توګه د وتلو زمینه برابره کړي.

بل پلو د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د سعودي د بهرنیو چارو وزیر او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره جلا جلا کتنې کړي.

ايران او سعودي

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، څه موده وړاندې تهران ته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سفر؛ د ایران له ولسمشر سره یې کتلي وو

د ځینو راپورونو له مخې، دغه اته اړخیزه ناسته د چین او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په نوښت کېږي.

خو ځینې سیاسي شنونکي بیا وايي، امریکا چې د کومو ګټو لپاره منځني ختیځ کې نظامي حضور لري، هغه ګټې لا نه دي ترلاسه شوي.

افغان سیاسي شنونکی فضل هادي وزین وايي، "تر څو چې هغه لاملونه او ګټې چې امریکا په منځني ختيځ کې لري، پاتې وي، د امریکا پوځي ځواکونو شتون او وجود په منځي ختيځ کې لازمي دي. له هر څه مخکې د اسرائيلو امنيت مهم دی، امريکا د اسرائيلو امنيت ته ژمنه ده او نه غواړي چې هېڅ ګواښ ورته پېښ شي، دويمه خبره دا ده چې په سیمه کې د نفتو او پټرول زېرمې موجودوې دي، د دې د لېږد او لوېديځ ته د رسېدو لپاره دغو ځواکونو ته اړتيا شته، همدا ډول په سوريه، يمن او خليج کې ګواښونه چې امریکا ترې وېره لري هم لا شته دي."

تېرو څو کلونو کې له عربي ګاونډیانو سره د ایران اړیکې ترینګلې وې په ځانګړي ډول له سعودي عربستان سره.

په ایران کې د سعودي په یوه ډیپلوماټیک مرکز برید او سعودي لخوا په ۲۰۱۶ کال کې د یوه شعیه مذهبي مشر له اعدامولو وروسته د ایران او سعودي ترمنځ ډيپلوماټیکې اړیکې غوڅې شوې.

ورپسې د سیمې په ځینو هېوادونو لکه لبنان، بحرین، سوریه، عراق او یمن کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نیابتي جګړې او سیاسي رقابتونه مخ په زیاتېدو شول.

په یمن کې ایران د حوثیانو او سعودي بیا د جمهوري حکومت ملاتړي و او دواړو اړخونو خپلو نږدې ډلو سره مرستې کولې.

خو له څو کلونو ناندریو وروسته له سعودي او ځینو نورو عربي هېوادونو سره د ایران راشه درشه مخ په ښه کېدو شوه.

د روان کال په وري یا حمل میاشت کې د چین په منځګړیتوب ایران او سعودي هوکړه وکړه چې خپلې پرې شوې ډيپلوماټیکې اړیکې له سره پیل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اونیو په تهران او ریاض کې د دواړو هېوادونو سفارتونه پرانیستل شي.