امریکا د هرمز تنګي څارلو لپاره منځنيختیځ ته جنګي الوتکې واستولې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا دفاع وزارت منځني ختیځ ته د اېف ۱۶ او اېف ۳۵ جنګي جټونو د استول کېدو امر کړی دی.
پنټاګون ویلي دا جټونه له توماس هاډنر الوتکې لېږدونکې بېړۍ سره په هرمز تنګي کې د ایران له اړخه د احتمالي ګواښونو مقابلې لپاره د منځني ختیځ پر لور خوځېدلې دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاندې 'سابرینا سېنګ' د دوشنبې پر ورځ ویلي دا ګام هرمز تنګي کې "د وروستیو اندېښمنوونکو پېښو په ځواب کې" اخیستل شوی دی.
هغې زیاته کړې چې دا جنګي الوتکې او بېړۍ به د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ 'سېنټکام' لخوا په پام کې نیول شوې سیمه کې ځای پر ځای شي او دا چې دغلته به د امریکا د ګټو او همدا راز د بېړیو د ازاد تګ راتګ دفاع کوي.
د امریکا سمندري ځواکونو تېره میاشت ویلي و چې یوې سوداګریزې بېړۍ په هرمز تنګي کې د ایراني ځواکونو له ورنږدې کېدو وروسته له دوی مرسته وغوښته.
د دې سوداګریزې بېړۍ نوم نه دی ډاګیز شوی او دا هم نه دي ویل شوي چې د کوم هېواد اړونده وه.
د امریکا د سمندري ځواکونو په وینا د ایران درېو پر وسلو سمبالو کښتیو د دې بېړۍ مخه نیولې وه.
ایراني ځواکونو تر هغې وروسته د روانې جولای میاشتې پر پنځمه د ریچمونډ په نوم تېلو پر یوه لېږدونکې بېړۍ ډزې وکړې او د امریکا سمندري ځواکونو اړ شول چې دفاع ته یې ور ودانګي.
ایراني ځواکونو د تېرو څلورو کلونو اوږدو کې څو ځله په دې سیمه کې پر تېلو او سوداګریزو توکو بار بېړۍ درولې دي.
پر دې سربېره په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې د تېلو په لېږدونکو بېړیو کې چاودنې هم تر ډېره ایران او حوثې ملېشې ته منسوبې شوې، چې دغه هېواد یې ملاتړ کوي.
ایران چارواکو په وار وار لوېدیځ او د هغه سیمه ییزو متحدانو سره د کړکېچ ډېرېدو پر مهال ګواښ کړی چې هرمز تنګي به وتړي.
د نړۍ یو پنځمه برخه اومه تېل او نور نفتي مشتقات له همدغه تنګي تېرېږي.
د امریکا د ملي امنیت شورا د روان کال می میاشت کې اعلان کړی و، چې د ایران د بې ثباتوونکو اقداماتو په غبرګون کې په فارس خلیج کې خپل حضور او ځواکونه پیاوړي کوي.
متحد ایالتونه وايي د سیمې او بهر نورې نړۍ هېوادونو ته به اجازه ور نه کړي چې د دغه تنګي له لارې منځنيختیځ ته د تګ راتګ لار وتړې.
د امریکايي چارواکو په وینا ایران تېر دوه کاله لږترلږه ۱۵ سوداګریزو بېړیو ته په دې سیمه کې مزاحمت کړی، ځورولې یې دي او یا یې د هغوی د ازاد تګ راتګ حق کې مداخله کړې.
پټاګون ویلي دوی او متحدان یې په ګډه پر هرمز تنګي څار زیاتوي او له ایران غواړي چې خپل بېثباتوونکي فعالیتونه سملاسي بند کړي.












