د بنګله دېش مخکېنۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه پر ضد د وژنې قضیه ثبت شوې ده

شیخ حسینه له ۱۵ کلنې واکمنۍ وروسته تېره اونۍ له بنګله دېشه ووتله او هند ته لاړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شیخ حسینه له ۱۵ کلنې واکمنۍ وروسته تېره اونۍ له بنګله دېشه ووتله او هند ته لاړه.
    • Author, روت کمرفورډ
    • دنده, بي بي سي

په بنګله دېش کې د احتجاجونو په ترڅ کې د پولیسو په لاس د یوه سړي د وژنې قضیه د دې هېواد د مخکېنۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه پر ضد ثبت شوې ده.

پلازمېنه ډاکه کې د خونړیو پېښو په تړاو د مخکېني حکومت د شپږ نورو لوړپوړو چارواکو په هکله هم دې لړ کې تحقیقات کېږي.

یو مدافع وکیل مامون میا چې د یوه عام وګړي په استازیتوب یې دا عریضه ثبت کړې وايي، محکمې پولیسو ته امر کړی، چې د تورنو کسانو پر ضد د وژنې قضیه ومني او پوښتنې، ګروېږنې پیل کړي.

دا د بنګله دېشي قوانینو له مخې د جنايي پېښو تحقیقاتو په لړ کې لومړنی ګام دی.

مېرمن حسینه د روانې میاشتې په لومړیو کې د تاوتریخجنو مظاهرو له ډېرېدو وروسته استعفا وکړه او هند ته لاړه.

د مېرمن حسینه حکومت پر ضد د محصلینو د څو اونیو مظاهرو په ترڅ کې نژدې ۴۰۰ کسان وژل شوي وو او ډېری یې د دې په امر د پولیسو په لاس ووژل شول.

ځايي سوداګر امیر حمزه غوښتل په جولای میاشت کې د یوه ځایي هټیوال ابو سعید د وژنې قضیه ثبت شي.

ابو سعید په داسې حال کې وژل شوی و، چې له یوه واټه تېرېده.

د بي بي سي بنګله ژبې څانګې په رپوټ کې ویل شوي، سوداګر محکمې ته ویلي، د جولای پر ۱۹مه محصلینو سوله ییز احتجاج کاوه، چې پولیسو پرې بې درېغه ډزې وکړې.

ښاغلی حمزه وايي، دی د ابو سعید خپلوان نه دی، خو په خبره یې د وژل شوي هټیوال کورنۍ دومره اقتصادي توان نه لري، چې قضیه تر محکمې ورسوي.

مدعي سوداګر رویټرز خبري اژانس ته په یوه مرکه کې وویل: ''زه لومړنی عام وګړی یم، چې د شیخ حسینه پر ضد مې د دې د جرمونو قضیې تر محکمې د رسولو جرات وکړ، زه به تر پایه دا قضیه رسوم.''

د مېرمن حسینه پر ضد د احتجاجونو له پیل راهیسې دا لومړنۍ قضیه ده، چې پر ضد یې ثبتېږي او قاضي راجېش چودري پولیسو ته امر کړی، چې د دې قضیې په تړاو پوښتنې، ګروېږنې پیل کړي.

د ټرانسپورټ او پلونو پخوانی وزیر عبیدالقادر هم له هغو چارواکو یو دی، چې پوښتنې، ګروېږنې ترې شوې دي.

شیخ حسینه تېره اونۍ د محصلینو له خورا پراخو مظاهرو وروسته له هېواده ووتله.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شیخ حسینه تېره اونۍ د محصلینو له خورا پراخو مظاهرو وروسته له هېواده ووتله.

د مېرمن حسینه حکومت چې ۱۵ کاله یې واکمني درلوده له بشري حقونو په سرغړونه او پراخ فساد تورن شوی دی.

د دې حکومت پر ضد د جولای په لومړیو کې محصلینو د دولتي دندو ونډو موضوع پر سر سوله ییز احتجاج پیل کړ، چې وروسته د نوموړې د استعفا لپاره په یوه خورا پراخ تحریک بدل شو.

مېرمن حسینه بیا له پولیسو وغوښتل چې له احتجاجیانو سره سختي وکړي، ځکه دې ویل، ''دا محصلین نه دي، بلکې ترهګر دي، چې غواړي هېواد کې ګډوډي رامنځته کړي.''

د بنګله دېش په اوسني حکومت کې بیا د هماغو احتجاجي محصلینو یو شمېر مشران شامل دي، چې مشري یې نوبل جایزه ګټونکی محمد یونس کوي.

د مېرمن حسینه زوی سجیب واجد په وروستیو کې ویلي، کله چې په بنګله دېش کې د ټولټاکنو لپاره اعلان وشي، مور به یې بېرته هېواد ته ستنه شي.