د بنګله دېش مخکېنۍ لومړۍ وزیره به چېرې ژوند کوي؟

بنګله دېش

د عکس سرچینه، Getty Images

په بنګله دېش کې د حکومت ضد پراخو لاریونونو کې د شاوخوا ۳۰۰ لاریون کوونکو له وژل کېدو وژل کېدو وروسته، لومړۍ وزیرې شیخ حسینه استعفا وکړه او د هېواد پرېښودو ته اړه شوه.

اغلې حسینه واجد له ډاکې د یوې پوځي چورلکې په وسیله د هند اګرتله ته ولاړه او بیا په یوې پوځي الوتکې کې ډیلي ته ورسېده.

دا لا څرګنده نه ده، چې ایا هغه به د تل لپاره په هند کې پاتې شي او که څو ورځې وروسته بل هېواد ته ځي.

د ځینو رپوټونو له مخې، په ډاکه کې خورا کړکېچن حالت ته په کتو، هغې په انګلنډ کې د پناه اخیستو پرېکړه کړې، خو دا خبرونه لا تر اوسه نه دي کره شوي. بل پلو د بنګله دېش اوسنیو حالاتو ته په کتو د هند حکومت غواړي، نوموړې په یوه بل هېواد کې پناه واخلي.

ځینو رپوټونو دا هم ویلي، ښايي هغه په ډیلي کې تر څو ورځو پاتې کېدو وروسته بل چېرې ولاړه شي.

کله چې د هغې الوتکه د هند فضایي حریم ته ننوتله، سلګونه زره لاریون کوونکو په ډاکه او د بنګله دېش په نورو ښارونو کې د هغې د تېښتې جشن ولمانځه.

ډیلي ته د شیخ حسینه له رسېدو وروسته د بنګله دېش د وضعیت په اړه یوه مهمه غونډه د لومړي وزیر نریندرا مودي په استوګنځي کې شوې ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د مالیې وزیر او د ملي امنیت سلاکار په کې ګډون کړی وو.

هغه مهال چې د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه د هند هینډن هوايي اډې ته ورسېده، د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول او د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي د هغې هرکلي ته ورغلي وو.

هند د شیخ حسینه تر ټولو نژدې متحد دی او په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله دېش له جوړېدو راهیسې د بنګله دېش عوامي لیګ ګوند د هند بشپړ ملاتړ لري. د بهرنیو چارو پخواني سکرتر هرش وردان شرینګلا په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي و، د شیخ حسینه اړیکې نه یوازې له حکومت سره بلکې د هند له سیاسي مشرتابه سره هم ډېرې ژورې دي.

۲۱ کلنه واکمني

بنګله دېش

د عکس سرچینه، Reuters

په ۱۹۷۵ کال کې، چې شیخ مجیب الرحمن او د کورنۍ نور غړي یې ووژل شول، شیخ حسینه په اروپا کې وه. له هغه ځايه ډيلي ته ولاړه او ډېر کلونه هلته پاتې شوه.

شیخ حسینه نژدې ۲۱ کلونه د بنګله دېش لومړۍ وزیره وه. نوموړې له تېرو ۱۶ کالونو راهیسې په پرله پسې توګه لومړۍ وزیره پاتې شوې. د مودي حکومت له جوړېدو وروسته یې له هند سره د اوبو پر وېش خبرې وکړې، نوې سوداګریزې لارې یې پرانېستې او د سولې تړون یې لاسلیک کړ.

شیخ حسینه د بنګله دېش د بنسټ اېښودونکي شیخ مجیب الرحمن لور ده، چې په نړۍ کې د تر ټولو اوږدې مودې ښځینه ولسمشره هم بلل کېږي.

د هغې پلار په ۱۹۷۵ کال کې په پوځي کودتا کې د خپلې کورنۍ د ډېرو غړو سره ووژل شو. یوازې اغلې حسینه او د هغې کوچنۍ خور ژوندي پاتې شول، ځکه دوی هغه مهال له هېواده بهر په سفر وتلي وو.

هند کې د جلاوطنۍ ژوند کولو وروسته، هغه په ۱۹۸۱ کال کې بنګله دېش ته ستنه شوه او د نورو سیاسي ګوندونو په همکارۍ یې د دیموکراسۍ لپاره د یو مشهور پاڅون مشري وکړه.

حسینه په لومړي ځل په ۱۹۹۶ کال کې د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه، خو په ۲۰۰۱ کال کې د بنګله دېش نشنلست ګوند د خپلې سیالې بېګم خالده ضیا له خوا ماتې وخوړه.

هغه په ۲۰۰۹ کال کې د ټاکنو له لارې بیا واک ته راستنه شوه.

د خپلې واکمنۍ پر مهال، هغه د جبري ودولو، ناقانونه وژنو، او د خپلو مخالفینو او منتقدینو د ځپلو په ګډون له ډېرو تورونو سره مخ شوه. هغې دا تورونه رد کړي او حکومت یې په پرله پسې ډول د اپوزیسیون ګوندونه د لاریونونو په هڅولو تورن کړي.

د بنګله دېش پارلمان ړنګ شو

بنګله دېش

د عکس سرچینه، Reuters

د بنګله دېش محصلینو د تحریک له ضرب الاجل وروسته د دغه هېواد پارلمان منحل شو.

د بنګله دېش ولسمشر وروسته له هغه د دغه هېواد پارلمان منحل کړ، چې د محصلینو غورځنګ مشرانو ورته ضرب الاجل وټاکه.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه نن په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د درې ګونو قواوو مشرانو، د بېلابېلو سياسي ګوندونو مشرانو، د مدني ټولنې استازو او د د نظام پر ضد د محصلینو د غورځنګ مشرانو له ولسمشر محمد شهاب الدين سره وکتل او د هېواد پارلمان منحل شو.