بنګله دېش: د حکومت ضد مظاهرو پر مهال يوه ورځ کې ۹۰ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عنبرین ایتهیراجن
- دنده, بي بي سي
په بنګله دېش کې د يکشنبې په ورځ له هغه وروسته لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي، چې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد استعفا غوښتونکي مظاهرین له بلوا ضد پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.
د بوګره، پابنا او رنګپور په ګډون د بنګله دېش له بېلابېلو سیمو د مرګژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.
د تاو تریخوالي دا وروستۍ څپه له هغه وروسته سخته شوه، چې د محصلینو ټولنو د حکومت پر ضد د امر نه منلو تحریک پیل کړ.
ځايي چارواکي وايي، ۱۳ پولیس هغه مهال ووژل شول، چې په سراج ګنج سیمه کې زرګونو کسانو د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ.
پولیس او د واکمن ګوند ځینې غړي په داسې حال کې لیدل شوي، چې پر احتجاج کوونکو یې ډزې کولې.
دغه غورځنګ چې د جولای په میاشت کې پیل شوی، تر اوسه له ۲۸۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
په ټول هېواد کې د ماښام له شپږ بجو وروسته په ګرځېدو، راګرځېدو بندیز لګول شوی دی.
بل لور ته پر يکشنبه د بنګله دېش عدلي وزیر انیس الحق د بي بي سي سره مرکه کې وویل، چارواکي له 'زغمه' کار اخلي.
نوموړي زیاته کړه:
''که موږ زغم نه وای کړی، فکر کوم د وینو ویالې به بهېدلې وې، فکر کوم زموږ تحمل حد لري.''
بل لور پلازمېنه ډاکه کې پر ګرځند ټیلیفونونو انټرنېټي خدمتونه بند کړل شوي دي.
د پلازمېنې ډاکې په مرکزي برخه کې زرګونه خلک یو ځای شوي وو او د ښار له نورو برخو هم د تاوتریخوالی رپوټونه ورکړل شوي دي.
د پلازمېڼې ډاکې یوه ځايي پولیس افسر اې ایف پي خبري اژانس ته د نوم نه یادولو په شرط وویل:
''ټول ښار د یوې جګړې په ډګر بدل شوی دی.''
دا افسر زیاتوي د زرګونو خلکو یوې ډلې د یوه روغتون مخې ته ولاړو ګاډو او موټر سایکلونو ته اور ورته کړی.
د تبعیض ضد محصلینو په نامه د زدکوونکو او محصلینو یوې ډلې له لومړۍ وزیرې غوښتي چې استعفا وکړي.
دغې ډلې له یکشنبې ورځې د حکومتي امر نه منلو یو کمپیاین اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې مالیه دې نه ورکوي او د برېښنا، ګازو یا نورو ورته خدمتونو بیلونه دې نه ورکوي.
د ملکي دولتي دندو په لړ کې د ځانګړې ونډې پر ضد تېره میاشت پیل شوي احتجاجونه اوس د حکومت پر ضد پر پراخو احتجاجونو بدل شوي دي.

په تېره جولای میاشت کې د دې احتجاجونو په لړ کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې د پولیسو په ډزو ویشتل شوي دي.
په تېرو دوو اونیو کې بیا د رپوټونو له مخې په همدې لړ کې د امنیتي ځواکونو له لوري نژدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي هم دي.
په نیول شویو کسانو کې د اپوزېسیون غړي او محصلین شامل دي. بل لور د اغلې حسینې واجد عوامي لیګ ګوند پلویان هم پر یکشنبه د هېواد په لر او بر کې لاریونونه کوي.
د دواړو لوریو لپاره راتلونکې څو ورځې خورا ننګونکې بلل کېږي.
په ډاکه کې د شنبې پر ورځ د زرګونو خلکو یوې غونډې ته په وینا کې د محصلینو ټولنو یوې مشرې ناهید اسلام وویل: ''شیخ حسینه باید نه یوازې استعفا وکړي، بلکې د وژنو، چور، تالان او فساد په هکله باید یوه محاکمه وشي.''
دا احتجاجونه د شیخ حسینه واجد لپاره یوه سخته ننګونه بلل کېږي، چې په تېره جنورۍ کې پرلپسې څلورم ځل د هېواد لومړۍ وزیره وټاکل شوه. د یادونې ده، چې مهمو اپوزېسیون ګوندونو د جنورۍ له دې ټولټاکنو سره پرېکون کړی و.
تېره میاشت محصلین د اعتراض په توګه په دولتي دندو کې د یوې لویې برخې هغو کسانو خپلوانو لپاره ځانګړي کولو پر ضد لارو، کوڅو ته راووتل، چې په ۱۹۷۱ کال کې یې له پاکستانه د بنګله دېش خپلواکۍ اخیستلو په جګړه کې برخه اخیستې وه.











