بنګلهدېش کې له تاوتریخجنو لاریونونو وروسته "د دولتي دندو او سهمیې نظام بدل شو"

د عکس سرچینه، EPA
بنګلهدېش کې د حکومتي دندو او سهمیې خلاف له څو ورځنیو تاوتریخجنو لاریونونو وروسته د دې هېواد سترې محکمې اعلان کړی چې " له دې وروسته به ۹۳ سلنه مقررۍ د وړتیا پر بنسټ وي."
د بنګلهدېش سترې محکمې له دې اعلان سره ویلي که حکومت وغواړي د سهمیې دا شمېرې ډېرې یا کمولی شي. همدا راز دغې محکمې له حکومته غوښتي چې په دې اړه ژر تر ژره رسمي اعلان خپور کړي.
د نوي پرېکړې له مخې به بنګله دېش کې ۹۳ سلنه دندې د وړتیا پر بنسټ، پنځه سلنه د خپلواکۍ ګټونکو سهم دارانو، یو سلنه اقلیتونو او پاتې یو سلنه هم معلولینو او یا ټرانسجندر (جنسیت بدلو) ته پام کې نیول کېږي.
له دې مخکې د دندو دریمه برخه د پاکستان خلاف جنګېدونکو یا د بنګله دېش خپلواکي اخېستونکو کورنیو وارثانو ته ځانګړې شوې وې او دې ډول سهمیې خلک سخت پارولي وو.
له تېرو څو ورځو راهیسې تاوتریجنو مظاهرو کې له سلو د ډېرو کسانو وژل کېدو پخلی شوی او ویل کېږي چې سلګونه نور ژوبل دي، دا له دې زیان سره د بنګلهدېش له تاوتریخوالي ډکې تاریخي مظاهرې بلل کېږي.
بنګلهدېش کې د ګرځبندیز اعلان

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې د بنګله دېش حکومت د دغه هېواد پلازمېنه ډاکه کې د تاوتریخجنو لاریونونو په دوام په ټول هېواد کې ګرځبندیز اعلان کړ.
پلازمېنه ډاکه کې ځوانانو چې اکثریت یې د پوهنتونونو محصلین دي، د جولای میاشتې له پیل راهیسې د حکومتي دندو ترلاسه کولو لپاره د ونډو یا سهمیې سیستم خلاف لاریونونه پیل کړي، چې په وروستیو کې پر تاوتریخوالي اوښتي دي.
د دغه سیستم له مخې بنګلهدېش کې له هرو درېیو حکومتي دندو یوه د هغو کسانو د کورنیو غړو ته پام کې نیول شوې چې په ۱۹۷۱ کال کې یې له پاکستانه د خپلواکۍ اخیستلو په جګړه کې برخه اخیستې وي.
خو معترض محصلین وايي دغه سیستم پر تبعیض ولاړ دی او غوښتنه کوي چې ګومارنې باید د وړتیاو پر بنسټ وي.
دوی دا تور هم پورې کوي، چې ګوندې چارواکي له دغه سیستمه په استفادې خپلوان او ګوندي ملګري پر دندو ګوماري.
د بنګله دېش د لومړۍ وزېرې دفتر دا سراسري ګرځبندیز تر هغې وروسته اعلان کړ چې قهریدلو احتجاج کوونکو د جمعې پر ورځ پر نرسنګدي زندان چپاو وروړ او سلګونه بندیان یې راخوشې کړل.
دوی یوه ورځ مخکې د دغه هېواد د حکومتي ټلوېزیون 'بي ټيوي' ودانۍ ته هم اور اچولی و.
د بنګله دېش د حکومت ویاند نعیم الاسلام خان ویلي، چې د امن او نظم ساتلو دنده پوځ ته سپارل شوې ده.
هغه په یوه اعلامیه کې ویلي "حکومت پرېکړه کړې چې ګرځبندیز ولګوي او له ملکي چارواکو سره همکارۍ لپاره پوځ ځای پر ځای کړي."

د عکس سرچینه، EPA
په دغو تاوتریخجنو لاریونو او اخوډب کې تر دې دمه د ۶۷ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.
خو د کره شمېر مالومول ځکه ستونزمن دي چې د رپوټونو له مخې د موبایل او تلېفونوني خدمتونو په ګډون د اړیکو سیستم نږدې په بشپړ ډول پرې دی.
همدا راز ډاکه کې د بسونو او اورګاډو خدمات هم درېدلي او پر خواله رسنیو ځینو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د ښار پر واټونو د هلېګولې ضد پولیس ځای پر ځای دی.
د بنګلهدېش لروبر ټول ښوونځي او پوهنتونونه هم لا مخکې تر بلې خبرتیا رخصت شوي دي.
د ۱۷۰ میلیونه وګړو لرونکي بنګلهدېش کې احتجاجونه تازه خبره نه ده، خو دا وروستي پکې له بېساري تاوتریخوالي سره مله بلل شوي دي.
د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو حکومت له لاریونوالو سره په زور زیاتي تورن کړی دی.
دولتي دندې او د سهمیې سیستم

د عکس سرچینه، EPA
د بنګله دېش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې په ګډون چې د بنګله دېش د بنسټ ایښودونکي شیخ مجیب الرحمن لور ده، د دغه هېواد ډېر سیاسي لوبغاړي له هغو خلکو سره تړاو لري چې د هېواد د ازادۍ لپاره جنګېدلي دي.
استرالیا کې پر زدکړو یوه بوخت بنګله دېشي محصل چې د لاریونوالو ملاتړی دی، سيایناین ټلوېزیون ته ویلي، په بنګله دېش کې حکومتي دنده ډېر ارزښت لري، او دا چې د ۶ یا ۷ سوو حکومتي دندو لپاره له پنځو تر شپږو لکو پورې کسان ازموینه ور کوي.
په دې کې د کوټا یا سهمیې سیستم هم پام کې نیول کېږي.
د شیخ حسینې حکومت په ۲۰۱۸ کې له ورته یوه لاریون وروسته دغه سیستم لغوه اعلان کړ، خو په تېره جون میاشتې کې عالي محکمې د دغه سیستم لغوه کول ناقانونه و بلل.
محصلین او نور نیوکګر وايي، کوټا سیسټم دوه ګونی بنګله دېش رامنځته کړی دی.
دوی دا داسې سیستم ګڼي چې له سیاسي ډلو سره تړلي کسان یې د زېږېدو په لومړۍ ورځ له ګټو برخمنېږي.
د دغه سیستم خلاف احتجاج شاوخوا شل ورځې مخکې له ډاکې پوهنتونه پیل شو او کرار کرار نورو پوهنتونو او ښارونو ته وغځېدل.
تاوتریخوالی د جولای پر ۱۵مه تر هغې وروسته پیل شو چې د رپوټونو له مخې د واکمن ګوند ملاتړو محصلینو د ډاکې پوهنتون په انګړ کې پر معترضو محصلینو برید وکړ.
د شیخ حسینې حکومت ته ورپېښې ننګونې

د عکس سرچینه، REUTERS
بنګله دېش کې روان اړی ګړی د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې لپاره چې تېره جنورۍ کې یې د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټلې، په ستره ننګونه اوښتی دی.
هغې که څه هم په یوه ټلوېزیوني وینا کې د قهرېدلو محصلینو د ارامولو هڅه وکړه، خو په وینا کې یې لاریونوالو ته داسې لفظ وکاروه چې د هغوی غوسه یې لا را وپاروله.
هغې وړمه ورځ په یوې خبري غونډه کې د معترضو محصلانو د وژنو په اړه د قضايي څېړنو د پیلولو اعلان وکړ او پر مظاهره کوونکو یې غږ وکړ چې د سترې محکمې پرېکړې ته په تمه شي.
خو نوموړې تورنه شوې چې په خپلو خبرو کې معترضو لاریونوالو ته د "رضاکار" ټکی کارولی او په دې توګه یې پر اور د اوبو پر ځای تېل پاشلي دي.
د 'رضاکار' ټکی له پاکستانه د بنګله دېش د ازادۍ جګړې پر مهال هغو بنګله دېشانو ته کارېده چې د پاکستان د پوځ ملاتړ یې کاوه.
ځینو معترضو محصلینو رسنیو ته ویلي، اوس یوازې د کوټا سیستم لغوه کېدل نه، بلکې د شیخ حسینې د حکومت ړنګېدل غواړي.








