د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله یوولس پناغوښتونکي مړه او لسګونه لادرکه دي

ژغورل شوي کډوال

د عکس سرچینه، EPA

ژغورونکي وايي، د ایټالیا په جنوبي سواحلو کې د دوو بېړیو د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او تر ۶۰ ډېر لادرکه دي.

د جرمني خیریه موسسې RESQSHIP ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ یې د لامپیدوسا ټاپو ته نژدې له یوې ډوبې شوې لرګینې کښتۍ ۵۱ کسان رایستلي او لس جسدونه یې ټاپو ته څېرمه په ډنډو شویو اوبو کې موندلي دي.

بې‌پولې ډاکټرانو ویلي، په همدې ورځ په یوه جلا پېښه کې، له ۶۰ ډېر خلک ورک شوي، چې ۲۶ یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، په کښتیو کې هغه کډوال سپاره وو چې له لیبیا او ترکیې څخه تللي وو.

لامپیدوسا ته نژدې له ډوبې شوې کښتۍ ژغورل شوي د دوشنبې په سهار د ایټالیا ساحلي ساتونکو ته وسپارل شول او د دوشنبې په سهار ساحل ته یوړل شول، په داسې حال کې چې وژل شوي کسان ټاپو ته وړل کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دغه کښتۍ له لیبیا روانه شوې وه او د سوریې، مصر، پاکستان او بنګله‌دېش کډوال پکې سپاره وو.

دغو ادارو وویل چې بله کښتۍ د ایټالیا په سوېل کې د کلابریا له ساحله شاوخوا ۱۲۵ میله لرې موقعیت لري.

د ايټاليا ساحلي ګارډ ويلي، چې د ژوندي پاتې شويو ۱۲ کسانو له ډلې يو يې له کښته کېدو وروسته مړ شوی دی.

"ګومان کېږي د افغانستان ټولې کورنۍ مړې شوې دي"

د MSF شکیلا محمدي وویل چې هغې له ژوندي پاتې شویو کسانو اورېدلي چې ۶۶ کسان لا درکه دي چې لږ تر لږه د ۲۶ ماشومانو په ګډون چې ځینې یې یوازې څو میاشتې عمر لري.

هغې په یوه بیان کې وویل: "ګومان کېږي د افغانستان ټولې کورنۍ مړې شوې دي. دوی اته ورځې وړاندې له ترکیې ووتل او درې یا څلور ورځې یې په اوبو کې تېرې کړې. دوی موږ ته وویل چې د ژوند ژغورلو واسکټونه نه لري او ځینې کښتۍ یې د مرستې لپاره نه دي درېدلي."

مدیترانه سمندر په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو وژونکې لار ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ۲۳۵۰۰ ډېر کډوال د دغه سمندر په اوبو کې مړه یا ورک شوي دي.