د بنګله‌دېش د لومړۍ وزیرې د یاور بانکي حساب کې څلور میلیارده روپۍ موندل شوې

بنګال

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د بنګله دېش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د پخواني خانه سامان یا شخصي یاور په بانکي حساب کې څلور میلیارده روپۍ موندل شوي دي.

د بنګله دېش مرکزي بانک له دې رسوایۍ وروسته د جهانګیر عالم، د هغه د مېرمنې او د لومړۍ وزیرې اړوند څو ادارو د بانکي حسابونو د ضبطولو امر کړی دی.

شیخ حسینه تېره یکشنبې یوه خبري کنفرانس ته وویل "هغه زما په کور کې کار کاوه ، چپړاسي و او اوس د څلور میلیارده روپیو مالک شوی دی."

تر دغه خبري کنفرانس وروسته د بنګله دېش بانک د مالي استخباراتو څانګې د پیسو سپینولو د مخنیوي قانون له مخې د جهانګیر عالم او د هغه د مېرمنې بانکي حسابونه کنګل کړي دي.

خو جهانګير عالم د بي بي سي بنګله دېشي څانګې ته ویلي، فکر نه کوي چې لومړۍ وزير دې ده ته اشاره کړې وي.

هغه زیاتوي، فساد یې نه دی کړی، "زما ټوله کورنۍ به دومره پیسې ونه لري. او هغه څه چې زه لرم، ما د مالیې په دوسیه کې ذکر کړي دي."

خو له فساد سره د مبارزې کمېسیون وکيل خورشيد عالم خان وايي، دا غير معمولي خبره ده چې يو سکرتر يا شخصي یاور دې څلور میلیارده روپۍ ولري، کمېسیون باید په دې اړه پلټنې وکړي.

جهانګیر عالم څوک دی؟

بنګال
د عکس تشریح، جهانګیر عالم پخوا د بنګله دېش د لومړۍ وزیرې شخصي یاور و

د ۲۰۲۳ کال ډسبمر میاشت کې د بنګله دېش رسمي خبري اژانس باس راپور ورکړ، د لومړۍ وزیرې د دفتر لخوا د جهانګیر عالم په اړه ټولو ته خبرداری استول شوی و، چې هغه له اوږدې مودې راهیسې ځان د لومړۍ وزیرې شخصي مرستیال بولي او غیر اخلاقي کارونه کوي.

خبري اژانس د لومړۍ وزیرې د مطبوعاتي څانګې له قوله لیکلي، "جهانګیر عالم د لومړۍ وزیرې یا د هغې له دفتر سره هېڅ تړاو نه لري."

د باس د رپوټ له مخې، د لومړۍ وزیرې دفتر له ټولو خلکو غوښتي، چې د اړتیا په وخت کې د جهانګیر عالم په تړاو د قانون پلي کوونکو ادارو څخه مرسته وغواړي.

جهانګیر د عوامي ليګ مرستيال دى او په تېرو پارلماني ټاکنو کې يې له عوامي ليګ له اړخه د نوماندۍ غوښتنه کړې وه.

جهانګير څرګنده کړه، هغه د عوامي ليګ، واک ته له د رسېدو مخکې د ګوند د مشرې د شخصي مرستيال په توګه کار کاوه.

د ۲۰۰۹ کال په ډسمبر کې واک ته له رسېدو وروسته، هغه د لومړي وزیر د شخصي مرستیال په توګه کار پیل کړ.

له هماغه وخته په سیمه ییز سیاست کې د هغه د لاس وهنې خبرونه خپرېدل او داسې خبرونه هم د لومړۍ وزیرې دفتر ته ورسېدل، چې جهانګیر ډېره شتمني ترلاسه کړې او په څرخي الوتکه کې سفر کوي.

په پایله کې د تېر کال په پای کې لومړۍ وزیرې د هغه د ګوښه کولو اعلان وکړ.

د فساد پېښې

بنکال

د عکس سرچینه، PID

د عکس تشریح، شیخ حسینه د بنګله‌دېش لومړۍ وزیره

جهانګیر پر هغه د فساد لګېدلي تورونه رد کړي دي. د هغه په اند د څلور میلیارده روپیو معامله د بل چا ده او په هغه پورې اړه نلري.

دی وايي، فساد یې نه دی کړی او له دندې د ایستل کېدو پر مهال یې په رسمي توګه خپل کارت او هر څه سپارلي دي.

جهانګير وايي که زما د څوارلسو ډلو (ګروپونو) پيسې او اثاثې هم سره را یو ځای شي، څلور میلیارده روپۍ نه ترې جوړېږي.

د فساد ضد کمیسیون (اې سي سي) وکیل خورشید عالم خان وايي، دغه کمېسیون یوازې هغه وخت ګام اوچتولای شي، چې لومړی وزیر پخپله داسې یوه قضیه افشا کړي او وروسته بیا دا اداره د هغه په تړاو پلټنې کوي.

هغه بي بي سي بنګله ته ویلي، "د دې ډول قضیو د حل لپاره اې سي سي خپله کړنلاره لري. زه فکر کوم دوی باید دا موضوع وڅېړي."

لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې کې د خپلو خبرو پر مهال د فساد ضد ګامونو په اړه خپل شخصي مرستیال ته اشاره وکړه.

هغې وویل، سکرتر یې د هغې په کور کې کار کاوه. "زما کارکوونکی و او اوس د څلور میلیارده روپیو خاوند دی. هغه له چورلکې پرته چېرته سفر نه کوي. خو پوښتنه دا ده چې دومره پیسې یې له کومه کړې؟"

لومړۍ وزیرې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې که د جهانګير عالم د فساد قضیه تائید شي، نو د حکومت حیثیت نه زیانمنېږي.

هغې وویل، دا زما مسوولیت دی چې د فساد د مخنیوي له لارې د هېواد وضعیت ښه کړم.

نوموړې زیاته کړه، فساد دومره زيات و، چې هېڅ کار يې نه شواى کولی، خو اوس حالت بدل شوى او فساد به په هېڅ صورت ونه زغمل شي.