په بنګله دېش کې څه روان دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د بنګله دېش لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجد له ۱۵ کاله واکمنۍ وروسته د دوشنبې پر ورځ (اګست پنځمه) له هغه وروسته له هېواده وتښتېده او استعفا یې وکړه، چې زرګونه حکومت ضد مظاهره کوونکي یې پر رسمي استوګنځي وروختل.
د بنګله دېش د موسس شیخ مجیب الرحمان لور یو مهال په خپل هېواد کې د ولسواکۍ یو سیمبول بلل کېده، خو په وروستیو کې د حکومت پر وړاندې خونړیو مظاهرو کې سیاسي مخالفینو د دیکتاتورې په نامه یادوله. د دې مظاهرو یو مشهور شعار چې ډېر بدرګه کېده داسې و: ''یو، دوه، درې، څلور، شیخ حسینه دیکتاتوره ده.''
په داسې حال کې چې د بنګله دېش راتلونکي برخلیک په هکله تر اوسه په څرګند ډول څه نه شي ویل کېدای، خوهلته یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، د دې هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال وقار الزمان له اپوزېسیون ګوندونو او فعالانو سره پرلپسې اړیکه کې دی، چې د اوس لپاره یو ''موقت حل'' وموندل شي.
خو دا چې ولې خبره تر دې ځایه ورسېده؟ باید د بنګله دېش نژدې سیاسي تاریخ ته یو ځغلنده کتنه وشي.
په تېره جنورۍ میاشت کې د ۷۶ کلنې حسینه واجد عوامي لیګ ګوند څلورم ځل ټولټاکنې وګټلې، خو له لومړي سره دا ټاکنې ناندریزې وبلل شوې او مخالفینو یې پرې د ټګۍ، برګۍ تورونه ولګول، چې د حسینه واجد عوامي لیګ ګوند په کلکه رد کړل.
مرکزي اپوزېسیون ګوند بنګله دېش نېشنل ګوند (بي این پي) له دې ټاکنو سره پرېکون کړی و او د ټولټاکنو ټول بهیر یې ''یو شرم'' بللی و.
د شیخ حسینه لپاره دا په ټول کې پنځم ځل و، چې د خپل هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه. دا لومړی ځل په ۱۹۹۶ کال کې لومړۍ وزیره ټاکل شوې وه او بیا په ۲۰۰۹ کال کې دویم ځل لومړۍ وزیره شوه.

د عکس سرچینه، Reuters
د جنورۍ له ټولټاکنو وروسته په بنګله دېش کې مظاهرې وشوې، امنیتي ځواکونو احتجاجیان ونیول، خو تېره میاشت (جولای) کې بیا په دغه هېواد کې د دولتي دندو د وېش یوه نظام بیا فعالېدو له کبله د حسینه واجد حکومت ضد مظاهرو زور واخیست.
د دولتي دندو وېش یا سهمیې د دې تګلارې له مخې په دولتي دندو کې له هرو دریو ونډو یوه برخه د هغو رضاکارو خپلوانو ته ځانګړې شوې وه، چې په ۱۹۷۱ کال کې یې له پاکستانه د بنګله دېش د خپلواکۍ په جګړه کې برخه اخیستې وه.
په ۲۰۱۸ کال کې د شیخ حسینه واجد حکومت د اپوزېسیون او محصلینو ټولنو له پراخو مظاهرو وروسته د دولتي څوکیو د ونډو وېش دا تګلاره لغو کړه، خو په تېر جون کې د یوې محکمې له امر وروسته دا نظام بېرته فعال شو، چې له کبله یې اوسنيو احتجاجونو زور واخیست.
محصلینو او حکومت ضد فعالانو تور پورې کاوه، چې شیخ حسینه غواړي د دې نظام له مخې د دولتي دندو وېش په وسیله خپل ګوندي همکاران او سیاسي پلویان خوشحاله کړي او په دې توګه په بنګله دېش کې یو ګوندي حکومت ته لار هواره کړي.
دوی غوښتل چې دولتي دندې باید یوازې د وړتیا پر بنسټ ووېشل شي.
محصلین له دې کبله هم غوسه وو، چې په وینا یې شیخ حسینه د دولتي دندو وېش د دې نظام مخالفین له هغو کسانو سره تشبیه کړل، چې د خپلواکۍ په جګړه کې یې د پاکستاني پوځیانو مرسته کوله.
که څه هم حکومت د بنګله دېش سترې محکمې له یوه امر وروسته دغه تګلاره لغو کړه او د محصلینو له مشرانو سره یې له قید او شرط پرته د مذاکراتو وړاندیز وکړ، خو هغوی له هغو کسانو سره د انصاف غوښتنه کوله، چې په دې وروستیو مظاهرو کې وژل شوي وو او دغه راز یې وروسته د اغلې حسینې د استعفا غوښتنه وکړه.
د بنګله دېشي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې په وروستیو احتجاجونو کې ډېری وژل شوي کسان د پولیسو په ډزو ویشتل شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
وړمه ورځ زرګونه بنګله دیشي محصلین او فعالان یو ځل بیا له همدې غوښتنو سره لارو، کوڅو ته ووتل، چې د پلازمېنې ډاکې په ګډون د هېواد په ځینو برخو کې دا حکومت ضد احتجاجونه په خونړي تاوتریخوالي بدل شول.
یوازې پر یکشنبه د تاوتریخوالي په پېښو کې نژدې ۹۰ کسان ووژل شول، چې له دې سره په دې احتجاجونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ تنو واوښت.
نن دوشنبه یو ځل بيا محصلین او فعالان د اغلې واجد د استعفا له غوښتنې سره لارو، کوڅو ته راووتل، چې بالاخره یې د نوموړې پر رسمي استوګنځي یرغل وکړ، خو د هغې یوه سلاکار وویل، شیخ حسینه واجد له هېواده وتلې او استعفا یې کړې.
د دې کرښو د لیکلو تر مهاله وروستي رپوټونه وايي، چې د نوموړې لېږدونکې چورلکه په داسې حال کې هند کې کوزه شوې، چې هلته د بنګله دېش له پلازمېنې ډاکې د حسینه واجد په ګډون د ځینو چارواکو په کورونو کې د چور، تالان او اور اچوونې رپوټونه ورکول کېږي.
بنګله دېش چې یو مهال د نړۍ له خورا بیوزلو هېوادونو یو و، له ۲۰۰۹ کال وروسته یې د شیخ حسینه واجد په واکمنۍ کې له اقتصادي پلوه خورا چټک پرمختګ وکړ.
که څه هم بنګله دېش له هغو هېوادونو یو دی، چې په چټکۍ سره پرمختګ کوي، خو په لوستو بنګله دېشي ځوانانو کې بیا له دې کبله هم غوسه ډېره وه، چې د اټکلونو له مخې نژدې ۱۸ میلیونه هغه ځوانان بې روزګار دي، چې له پوهنتونونو فارغ شوي دي.
د بنګله دېش د پرمختګ یو لوی لامل نړیوالو بازارونو ته د تیارو کالیو صادرات دي، چې په کارخونو کې یې نژدې څلور میلیونه کارګران په دندو بوخت دي.
د دې کارګرو ډېری برخه ښځینه دي او د پوهنتونونو فارغین د کارخانو د کارګر په توګه د دندې پر ځای په دولتي دندو کې د مناسبې ونډې غوښتنه کوي.
شیخ حسینه څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
شیخ حسینه په ۱۹۴۷ کال کې د هند په ختیځ بنګال کې وزېږېده چې هماغه کال کې په دوو برخو ووېشل شو، ختیځه برخه یې له هنده بېله او د پاکستان په نوم د یوه نوي هېواد برخه شوه او وروسته بیا له پاکستانه هم بېله شوه او د بنګله دېش په نامه نوی هېواد شو.
د شیخ حسینه واجد پلار شیخ مجیب الرحمان د بنګله دېش موسس دی، چې په ۱۹۷۱ کال کې یې له پاکستانه د بنګله دېش د خپلواکۍ اخیستو مبارزې مشري یې کوله.
نوموړی د بنګله دېش له رامنځته کېدو وروسته د دې هېواد لومړنی ولسمشر ټاکل شوی و. شیخ حسینه هغه مهال د پلازمېنې ډاکې په پوهنتون کې د محصلینو ټولنې یوې مشرې او سیاسي فعالې په توګه مشهوره وه.
وروسته په ۱۹۷۵ کال کې بیا شیخ حسینه له خپلې کشرې خور سره په لوېدیځ جرمني کې په یوه سفر تللې وه، چې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې یې د پلار په ګډون د کورنۍ ډېری غړي ووژل شول.
شیخ حسینې ته د پلار له وژل کېدو وروسته په هند کې سیاسي پناه ورکړل شوه او تر کلونو پورې له یوې ژوندۍ پاتې خور سره همالته اوسېده.
د یادونې ده، چې هند د بنګله دېش خپلواکۍ اخیستو په لړ کې هم له بنګله دېشیانو سره مرسته کړې وه او تر اوسه پورې د شیخ حسینه حکومت او هند تر منځ اړیکي خورا تاوده پاتې وو.
نوموړې په ۱۹۸۱ کال کې له هنده خپل هېواد ته ستنه شوه او د خپل پلار د عوامي لیګ ګوند مشرې په توګه وټاکل شوه.
په بنګله دېش کې د پوځي دیکتاتور جنرال محمد ارشاد پوځي حکومت پر ضد د پراخو ولسي مظاهرو له مشري کولو وروسته شیخ حسینه د ۱۹۹۶ کال په ټاکنو کې بریالۍ شوه او لومړی ځل د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.











