ایران کې د اعدامونو په اړه د متقي څرګندونو ته د تهران غبرګون

د عکس سرچینه، MOUSAVI- MFA
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ایران د حکومت د هغو څرګندونو په ځواب کې چې ویلي یې وو افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتونکی دی، تلویحا ایران ته په خطاب کې ویلي ایا ایران هم ټولشموله حکومت جوړ کړی چې له خپلو نورو ګاونډیو هېوادونو دا غوښتنه کوي.
امیر خان متقي دا څرګندونې کابل کې د دیني عالمانو او متنفذینو په یوه ولسي غونډه کې کړې دي.
که څه هم ښاغلي متقي په ښکاره د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د خپلو مخالفانو په تري تم کولو او اعدامولو تورن دی.
دې غونډې ته له ګڼو اسلامي هېوادونو عالمان او د اسلامي هېوادونو سفیران او سیاسي استازي ور بلل شوي وو.
ښاغلي متقي ایران ته په خطاب کې وویل: "زه ولې ستا په کورنیو چارو کې مداخله نه کوم، ته چې ما ته همېشه د همهشموله توصیه کوې، ایا تا پخپل هېواد کې همشموله [حکومت] جوړ کړی، تا پخپل هېواد کې خپل حقوق ورکړي، زما په بندیخانو کې دومره بندیان نشته لکه ته چې یې اعداموې، ستا په هېواد کې زرګونه انسانان ورک دي څوک یې پوښتنه نشي کولی".
ښاغلي متقی د اڅرګندونې کابل ته د ایران له یوه پلاوي سره، تر خبرو وروسته کړې دي.
د ښاغلي متقي تر خبرو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال په غبرګون کې ویلي، له خپلو نړیوالو مسؤولیتونو مه تېرېږئ.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
رسول موسوي پر خپل X (پخواني ټوېټر) لیکلي: "د مسلې په دوه اړخیزه او خصوصي کولو له نړیوالو مسؤولیتونو تښتېدل ناشوني دي".
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي "افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د ټینګښت لپاره سوله، ثبات، امنیت او تلپاتې پراختیا اړینه ده".
د ایران د استازو جرګې یو ۷ کسیزه پلاوی چې مشري یې جواد کریمي قدوسي کوله، د اګست میاشتې پر ۲۷مه کابل کې له طالب مشرانو سره وکتل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د امنیت، نشهيي توکو پرضد، د قاچاق مخنیوي، سرحدونو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه مفصلې خبرې وشوې.
وروسته، ښاغلي متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د ښه کولو لپاره کابل ته سفر وکړي.
په وروستیو کې د طالبانو حکومت او ایران ترمنځ اړیکي یو څه ترینګلي شوي دي، په تېره کله چې سږ کال د هلمند د سیند اوبه کمې شوې او ایران د خپلې حقابې نه ترلاسه کولو شکایت وکړ.











