کابل ته له نژدې یوې میاشتې ځنډ وروسته د مرستو نغدې پیسې ورسېدې

افغانستان کابل

د عکس سرچینه، افغانستان بانک

د عکس تشریح، افغانستان بانک وايي له ځنډ وروسته د بشري مرستو د نغدو پیسو کڅوړې کابل ته رسېدلي.

د طالبانو حکومت کې د افغانستان بانک وايي، د نړیوالو مرستو د نغدو پيسو تازه کڅوړې نن شنبه ( د جنورۍ ۱۴ مه ) کابل ته رسېدلې دي. د افغانستان بانک پر ټوېټر یوه وینا کې ویلي " افغانستان ته د ۴۰ میلیونو ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه راورسېده او په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه."

خو دغه بانک لکه د تل په څېر بیا غوښتنه کړې، دا وړ مرستې باید د افغانستان د بانکي اډانې پر مټ وشي. دا مرستې له نژدې یوې میاشتې ځنډ وروسته کابل ته استول شوې دي. تېرو څو میاشتو کې نژدې هره اوونۍ کابل ته د نړیوالو د ۴۰ میلیونو ډالرو نغدې مرستې رسېدلې.

داسې رپوټونه وو چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري پر نجونو او مېرمنو د ځپونکو تګلارو پلې کېدو ته غبرګون کې نړیوالې ټولنې خپلې پرلپسې مرستې ځنډولې وې.

که څه هم په رسمي ډول په دې تړاو څه نه و ویل شوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

 د افغانستان بانک د مالوماتو له مخې له دې وړاندې، د نغدو پیسو وروستۍ کڅوړه د ډسمبر پر ۱۴ کابل ته رسېدلې وه. سره له دې چې ګڼو اړخونو پر طالبانو د نړیوالې ټولنې فشار غوښته، ورسره پر ناورین د ورګډو افغان وګړو ژوند ته هم اندېښنې وې او غوښتنه دا وه چې بشري مرستې باید له سیاسي غورځو پرځو پر څنډه وي.

لویدیځو رسنیو وخت ناوخت افغانستان ته د دغو نغدو پیسو د لېږلو او هلته یې د لګولو پر څرنګوالي هم ډېره کله نیوکې کولې چې ګواکې په ناروښانه حالت کې دغه پیسې د هغه حکومت تر چتر لاندې لګول کیږي چې د هغوی په وینا بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو بنسټي حقونو ته درناوی نه لري.

دغو اندېښنو ته په ځواب کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي وو "ټولې مرستې په بشري هڅو او اړمنو کورنیو لګول کیږي او دا چې د طالبان حکومت یې په لګښت کې هېڅ ونډه نه لري."

د طالبانو حکومت په څو واري له نړیوالې ټولنې غوښتي، خپلې مرستې دې په هغه څه پسې نه غوټه کوي چې دوی یې د خپل هېواد ارزښتونه یادوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه اندېښنه ښيي چې که بشري مرستې افغانستان ته ونه رسیږي د میلیونونو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کېدلی شي

ویاند یې ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره هغه مهال چې یو شمېر مرستندویه ادارو خپلې چارې وځنډولې ویلي وو "د بشري مرستو په لاره کې د شرطونو تړل زموږ په هېواد کې د لاس وهنې په مانا ده."

ملګري ملتونه وايي له افغانستان سره دې حالت کې بشري مرستې خورا اړینې دي ځکه میلیونونه کسان د لوږې او بې وزلۍ له کړاو سره مخ دي.

پر واګو د طالبانو له ولکې سره چې نړیوالې ټولنې پرې ځینې بندیزونه ولګول افغانستان له یوې مخې له سخت بشري ناورین سره مخ شو.

د افغانستان بانک د مالوماتو له مخې د طالبانو اوس مهالې واکمنۍ موده کې نږدې دوه میلیارده ډالره نغدي مرستې د بشري چارو لپاره افغانستان ته رسېدلي.

لاخو بشري مرستې، د طالبانو د حکومت تګلارو سره له دې امله هم تړلي چې په مرسته رسوونکو نا دولتي ادارو کې د مېرمنو پر کار بندیز ډېرو سیمو کې د مرستو رسولو چاره له خنډ سره مخ کړې.