بښنې نړیوال سازمان: د بشري ناورین مخنیوي لپاره دې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لېرې کړل شي

ډالر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یاد سازمان همدا راز افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، پر افغانستان لګېدلي هغه اقتصادي بندیزونه دې سملاسي‌ختم کړل شي چې په دې هېواد کې یې د روغتیا، خواړو رسولو او نورو بنسټیزو خدماتو مخه یې نیولې.

یاد سازمان سه شنبه په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي، دې هېواد کې د ناورین مخنیوي‌لپاره باید بشري مرستې هم چټکې شي.‌

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نړیوالې ادارې هلته د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

ملګرو ملتونو ویلي، احتمال شته چې په راتلونکو څو میاشتو کې د دې هېواد ۹۷ سلنه وګړي‌ له سختې لوږې سره مخ شي.

یاده دې وي چې د افغان دولت شاوخوا لس ملیارده ډالره شتمني دا مهال د امریکا حکومت لخوا کنګل شوې او طالبان ورته لاسرسی نه لري.

اوس د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د دې شتمنۍ کنګل کېدو، د نړیوالو مرستو کمېدو او پر طالبانو لګېدلیو بندیزونو افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ کړی.‌

په ورته مهال ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې د ناورین مخنیوي‌لپاره باید افغانستان سره هره میاشت دوه سوه میلیونه ډالره مرسته وشي.

په دې وروستیو کې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډه،‌ او همدا راز د جي-شل هېوادونو سرمشریزه کې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو د مالي مرستې ژمنې وشوې.

خو د بښنې نړیوال سازمان وایي، دا مرستې تر دې دمه افغانستان ته نه دي رسېدلې او که د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې نشي، راتلونکو میاشتو کې د یو بشري‌ ناورین احتمال شته.

د افغانستان بانک

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې بیا بیا پر امریکا او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي.

یاده ډله مني چې له دې شتمنیو پرته دوی نشي کولی چې د هېواد ټولو وګړو سره اړینې بشري مرستې وکړي.

امریکا او نورو هېوادونو تر دې دمه د طالبانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی، خو ټینګار کوي چې له نورو لارو افغانستان سره بشري مرستو ته چمتو دي.

د بښنې نړیوال سازمان له دې خبرداري سره هم مهاله ملګرو ملتونو ویلي، که د افغانستان له بانکي نظام سره مرسته و نه شي، داسې احتمالي خطر شته، چې په څو میاشتو موده کې به دا نظام ویجاړ شي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې 'یو این ډي پي ' یوه درې مخیز رپوټ په حواله چې پر دوشنبه خپور شوی ویل شوي، د بانکي نظام نړېدو او د دې له کبله رامنځته شوی ټولنیز اغېز 'به خورا ستر ' وي.

رپوټ کې ویل شوي، د نغدو پیسو نشتوالي بحران، د پورونو او د خلکو لږ ساتل شویو پیسو د ورکړې ناتواني د دې لامل کېدای شي، چې بانکي نظام نسکور شي.

یاده دې وي چې افغانستان کې ډېریو دولتي مامورینو له تېرو څو میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي‌ ترلاسه کړي، او ګڼ‌ شمېر نورو د طالبانو له راتګ وروسته خپلې دندې بایللې دي.

طالبانو پر نړیوالې ټولنې او امریکا غږ کړی چې بشري مرستې او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې د سیاسي وسیلې په توګه نه کاروي او په لوی لاس دې افغانستان کې بشري ناورین نه جوړوي.

خو امریکا او ګڼ‌ نور هېوادونه له طالبانو غواړي چې د مرستو او په رسمیت د پېژندل کېدو لپاره باید ټولګډونی حکومت جوړ کړي، ښځو ته د کار او نجونو ده د زدکړو اجازه ورکړي او افغانستان پر خاوره د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.

خو بله خوا طالبان وایي، د دوی لخوا هېڅ هېواد ته خطر نشته او له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، خو خپلو چارو کې د بهرنیانو لاسوهنه هم نه مني.