د کردانو 'پيکېکې' ډله له ترکیې سره له اوربند وروسته رسماً وسله پر ځمکه ږدي

د عکس سرچینه، DELIL SOULEIMAN/AFP
د ترکیې پر ضد له ۴۰ کالو وسله والې جګړې وروسته د کردانو غیرقانوني بلل شوی وسله وال تنظیم (پيکېکې) نن جمعه په سمبولیک ډول د وسلې پر ځکه کېښودلو لپاره یوه رسمي غونډه کوي.
د بې وسله وسلې کولو دا بهیر به په سختو امنیتي تدبیرونو کې په عراقي کردستان کې پیل شي او تمه کېږي، چې ټول دوبی به دوام وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا بهیر ستایلی او دا یې ''په بشپړه توګه د هغو وینې لړلیو زنځیرونو چې زموږ د هېواد په پښو کې اچول شوي وو، له منځه وړل" بللي دي.
له هغه راهیسې چې پيکېکې وسله وال فعالیت پیل کړی، په ترکیې کې نژدې ۴۰ زره کسان وژل شوي او پيکېکې د ترکیې، امریکا، اروپايي ټولنې او برېتانیا لخوا رسماً یوه ترهګره ډله بلل کېږي.
د دې ډلې بې وسلې کېدل به نه یوازې په ترکیې کې، بلکې په عراق، سوریه او ایران کې هم محسوس شي.
په کومو ځایونو کې به پيکېکې وسله پر ځمکه کېږدي
د عراقي کردستان په سلیمانیه سیمه کې به د پي کې کې یوه کوچنۍ ډله په سیمبولیکه توګه وسله پر ځکه کېږدي او خپلو مرکزونو ته به ستانه شي. د کردانو ترکیې پلوه ډیم ګوند به دا بهیر څاري او د ترکیې رسنیو خبریالان هم هلته ورغلي دي.
د بي بي سي ترکیې څانګې ته ویل شوي، چې له دې وروسته به راتلونکو میاشتو کې د ترکیې، عراق او کردستان له ځايي حکومتونو سره په تفاهم د بې وسلې کولو دا بهیر روان وي.
د پيکېکې مشر عبدالله اجالان چې له اوږدې مودې راهیسې زنداني دی په دې هکله وايي: "دا د وسله والې مبارز له پړاوه د دیموکراتیک او قانوني سیاست پړاو ته په خپله خوښه تګ دی".
نوموړی د استانبول په سویل لوېدیځ ایمرالي ټاپو په زندان کې له ۱۹۹۹ راهیسې چې نیول شوی و، د ګوښیتوب په بند کې ساتل کېږي.
پيکېکې وسله وال څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د روان کال په مارچ کې له ترکیې سره د اوربند هوکړې په تړاو د 'پيکېکې' چې د کردستان د کارګرانو ګوند په مانا دی، وویل اوجالان ته د بند شرایط باید اسانه شي او زیاته یې کړه چې هغه "باید په فزیکي ازادۍ ژوند او کار وکړي او د خپلو ملګرو په ګډون له هر چا سره چې غواړي، پرته له کوم خنډه اړیکه ونیولی شي."
دغه ګوند په ۱۹۸۴ کال کې د ترکیې په سوېل ختیځ کې د کردانو یوه خپلواک هېواد رامنځته کولو په موخه د بېلتون غوښتنې وسلهواله مبارزه پیل کړه. کردان د ترکې د ۸۵ میلیونو وګړو شاوخوا ۲۰٪ جوړوي.
عبدالله اوجالان په ۱۹۷۷ کال کې د "کردي انقلاب پر لور د ملي لار" په نوم د مراملیک په لیکلو کې مرسته وکړه. همدا سند د پيکېکې د لارنقشې په توګه پېژندل کېږي.
یو کال وروسته د ترکېې په سویل ختیځ دیاربکر ښار کې چې اکثریت اوسېدونکي یې کردان دي، د پيکېکې بنسټ کېښودل شو او اوجالان یې مشر وټاکل شو.
دا سازمان د فعالیت په لومړیو کلونو کې د لوړې کچې په ترورونو او ترکیه کې له نورو ملېشه ډلو سره په وسله والو نښتو کې ښکېل و.
اوجالان او یو شمېر ملګري یې په ۱۹۷۹ کال کې د ټولنیزو ناکراریو شالید ته په کتو سوریې ته ولاړل او هلته یې د چریکي ځواکونو روزنه پیل کړه چې د پيکېکې اصلي هسته یې جوړوله.
پيکېکې د ۱۹۸۴ کال د اګست پر ۱۵مه د ترکیې د سویل ختیځ په سیرت او حکاري ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو له بریدونو سره خپله وسلهواله مبارزه پیل کړه.











