د افغانستان "۹۹ سلنه" ولسوالۍ د اور وژنې مرکزونه نه لري

د عکس سرچینه، Screen Shot of video/MoI
- Author, مامون دُرانی
- دنده, بي بي سي
څېړنې ښيي چې په "۹۹ سلنه" ولسوالیو کې د اور وژنې (اطفائیه) مرکزونه نشته.
د رسمي شمېرو له مخې، په تېر یو کال کې د اور لګېدنې ۲۱۰۸ پېښې شوې ، چې ۱۳۹ یې په کندهار ولایت کې دي.
خو ویل کېږي چې ډېری پېښې نه دي ثبت شوي او اټکل کېږي چې د تلفاتو شمېر به تر دې هم زیات وي.
د اور لګېدنې ډېری پېښې د ښارونو په لویو بازارونو کې رامنځته شوي او میلیونونه ډالر مالي زیان یې اړولی دی.
د کابل د اور وژنې اداره وایي، د دې ادارې مامورین ۲۴ ساعته د تیارسي حالت کې وي.
د چارواکو په خبره د دوی د کار کولو ډول داسې دی چې د مرستې له غوښتلو وروسته په سملاسې توګه عمل کوي.
د دغې ادارې مسوولین وایي، دا چې په کابل کې ګڼه ګوڼه زیاته ده، پولیس د لارو او کوڅو په پرانیستلو کې د اطفایې (اور وژنې) مامورینو سره مرسته کوي.
پنځه میلیون نفوس لرونکې پلازمېنه د اور وژنې یوازې ۹ مرکزونه لري
د راپورونو له مخې کابل شاوخوا پنځه میلیون وګړي لري. د پخواني حکومت پر مهال د ارزونو له مخې پلازمېنه لږ تر لږه د اور وژنې ۲۱ مرکزونو ته اړتیا لري، خو د رسمي شمېرو پر بنسټ اوسمهال یوازې ۹ فعاله مرکزونه شته.
په ټول افغانستان کې دا مهال د اور وژنې۶۰ مرکزونه فعال دي، چې شاوخوا ۳۰۰ د اور وژنې مجهز ګادي لري، خو ډېر یې د لویو ښارونو په مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د اور وژنې د مرکزونو کمښت د دې لامل شوی چې د اور لګیدنې پېښو کې ستر مالي زیانونه واوړي.

د عکس سرچینه، Screen Shot of video/MoI
د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عمومي رئیس حافظ نورالله انصار، د اور وژنې د وسایلو او امکاناتو د کمښت او د خلکو د غوښتونو په اړه وايي، چې د شته امکاناتو تر کچې هڅه کوي د پېښو مخه ونیسي.
هغه بي بي سي ته وویل: "په هغه اندازه چې موږ په هېواد کې وسایل او امکانات لرو، پېښو ته د رسیدنې لپاره اقدام کوو. خو باید ومنو چې دا وسایل او امکانات بسنه نه کوي."
هغه زیاته کړه چې د اور مهارولو او پر وخت رسېدو لپاره اړینه ده "څو په راتلونکو پنځو کلونو کې ۴۰۰ اضافي د اور وژنې موټرونه ولرو او بشري ځواک شپږ زره کسانو ته زیات شي."
ښاغلی انصار وایي چې زیاتره د اور لګیدنې پېښې په کابل کې او تر هغه وروسته په کندهار، هرات، ننګرهار، کندز، هلمند، خوست او مزار شریف ولایتونو کې رامنځته شوي دي.
خلک څه وایي؟

د عکس سرچینه، Haji Obaidullah
څو میاشتي وړاندې د کابل پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د اوبلن غازو یو شرکت اور واخیست.
یو سوداګر عبیدالله سیرت نیازي بيبيسي ته وویل " اطفائیه شاوخوا ۵۰ دقیقې وروسته سیمې ته راورسېدله.
د غازو شرکت اور اخیستی و، هر څه خاورې شول. د پایپ جوړولو فابریکه هم وسوځېدله او دې پېښې شاوخوا درې میلیونه ډالره مالي زیان واړاوه. "
خلک د هېواد له ګوټ ګوټ نه د اور وژنې د وسایلو او د ادارې د فعالیت په اړه ورته شکایتونه لري.
څو میاشتې وړاندې د کندهار صنعتي پارک کې د پلاستیکي څپلیو یوې تولیدي فابریکې اور واخیست او په دغه پېښه کې فابریکه په بشپړ توګه وسوځېدله .
د دغې فابریکې څښتن وایي، د اور لګیدو پر وخت د اور د نه مهارولو له امله یې "۲۵۰ زره ډالر" مالي زیان ګاللی دی.
"فابریکه لرونکي د اور وژنې د چوپړونو په برخه کې جدي ستونزې لري. اطفایه تل هغه وخت صنعتي پارک ته رسېدلې، چې هر څه اور اخیستي او په ایرو بدل شوي دي."

د عکس سرچینه، Haji Obaidullah
د طالبانو د اور وژنې د ادارې ځواب: پر وخت خبر راکړئ
ښاغلی انصار وایي، سره له دې چې د اور وژنې ادارې بشري ځواک «اوس دوه برابره شوی» دی، خو د خلکو غفلت هم د اورلګېدنې لامل ګرځي.
هغه د خلکو د دې نیوکو په غبرګون کې چې اور وژونکي پر وخت نه رسیږي وویل: "داسې هم نه ده چې موږ رسیدنه نه ده کړې. که اطفایې ته په وخت خبر ورکړل شي، موږ په عمل پیل کوو. خو کله چې موږ ته د اور له خپرېدو وروسته خبر راکوي، دا هغه وخت دی چې د اور مهارول لږ څه له کنټروله وځي."
هغه ټینګار کوي، چې د تېر پرتله پېښو ته رسیدنه "ښه" شوې ده.

د عکس سرچینه، Screen Shot of video/MoI
د بيبيسي یوه اورېدونکي محمد مسعود قدیر په پیغام کې وړاندیز کړی چې د لېرې پرتو ولسوالیو د اداري جوړښت په برخه کې باید د اور وژنې مرکزونه شامل شي، او روزل شوي کسان، د اور ضد بالونونه، او لومړني وسایل لکه د اوبو سطلونه، شګه او خاوره ځای پر ځای شي، څو د اور د پراخېدو مخنیوی وشي.
په کندهار کې د اور وژنې ادارې د تازه شمېرو له مخې په تېر یو کال کې د اورلګېدنې ۱۳۵ پېښې رامنځته شوي، چې په دغه شمېر کې پنځه کارخونې او پنځه سوداګریز مارکیټونه شامل دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په دغه پېښو کې ۱۱۱ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.









