ملګري ملتونه: که د طبیعي پېښو نوي خطرونه قابو نه شي، دا "ناورین" به د نړیوال پرمختګ مخه ونیسي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون دراني
- دنده, بي بي سي
د طبیعي پېښو د خطر کمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر خبرداری ورکړی چې که د طبیعي پېښو د نویو خطرونو مخه ونه نیول شي نو دا ناورین به په بې ساري کچه د نړیوال پرمختګ مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو د دغه سازمان موندنې چې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت د چاپیریال د اوسني وضعیت د څېړنو پر بنسټ چمتو شوې، ښيي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به نړۍ له شاوخوا ۵۶۰ طبعي ناورینونو سره مخ شي.
د اوبو د سطحې لوړېدل او سېلابونه، سخته وچکالي، د څښاک او کرنيزو اوبو کمښت، اورلګېدنه، زلزلې او ځمکښويېدنه هغه طبيعي افاتونه دي چې هر کال په ځينو هېوادونو کې ناورينونه رامنځته کوي او د زرګونو خلکو د وژل کېدو او د سيمې د ويجاړېدو لامل ګرځي.
"افغانستان هم د اقلیمي بدلون له زیانمنونکو لسو هېوادونو دی"
په جرمني کې د چاپېریال او اقلیم د بدلون د چارو کارپوه نجیب الله سدید وايي چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې هر کال د اقلیمي بدلون له کبله تر ټولو زیات زیان ویني .
سېلابونه، وچکالي، په ځنګلونو کې اورلګېدنه، د دوړو او خاورو طوفانونه او نباتي یا د بوټو ناروغۍ هر کال افغانانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه رسوي .
ښاغلی سدید ټینګار کوي چې د طبیعي پېښو د خطرونو په کمولو کې د خلکو د رول د مهموالي تر څنګ د اوږد مهاله پلانونه او د دغه ډول پېښو د خطرونو کمول د حکومتونو دنده ده.
دی زیاتوي، "لومړی خو خلک باید په کلیوالي او هغه سیمو کې چي د سېلابونو له کبله اغېزمنېږي، ډنډونه او خندقونه جوړ کړي خو اصلي مسولیت د واکمنو دی چې بنسټیزي پروژې لکه بندونه ، استنادي دیوالونه او ورته نورې پروژې پلې کړي"

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی سدید وایي، افغانستان تر ډېره له وچکالۍ او د سېلابونو له کبله اغېزمنېږي ځکه نو د ده په خبره اړتیا دا ده چې اوبه یې مهار شي.
نوموړی وايي، تېرو دوو لسېزو کې د وخت حکومت د اقلیمي بدلون او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو برخه کې ګڼ پلانونه جوړ او له هغو نړیوالو صندوقونو یې پروژې ترلاسه کولې چې یادو برخو کې کار او مرسته کوي.
ښاغلی سدید زیاتوي، "په خواشینۍ سره باید ووایم چي افغانستان کې د سیاسي بدلون له کبله ۳۲ پروژې چي د نړیوالو بنسټونو له خوا د اقلیمي بدلون د اغېزو او طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په برخه کې پلې شوې وې، ځنډول شوې دي"
نوموړی وايي چې له یادو پروژه یې یوازې دوه هغه د کرنې د ودې لپاره د خوړو او زراعت نړیوال بنسټ له خوا په افغانستان کې پلې کېږي .
سږکال د طبيعي پېښو د خطرونو د کمولو د نړیوالې ورځې پلانونه په ټولنه کې د طبیعي پېښو او ناانډولۍ پر موضوع را چورلي .

د عکس سرچینه، Sadid
د ناورین د خطر کمولو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي چې تر ناورین وروسته چوپړونو ته په نامساوي توګه نه لاسرسی زیان منونکي خلک له لوی خطر او فقر سره مخ کوي.
په همدې حال کې د طبیعي پېښو د خطر د کمولو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر موندنې ښيي چې ښارونه له طبیعي پېښو سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي خو په افغانستان کې د کارپوهانو په وینا او هغه څه چې د وروستیو کلونو تجربو او پښو وښودله، په دغه هېواد کې کلیوالي سیمې تر ډېره له خطر سره مخامخ دي. هغه که د سېلابونو د راوتلو او یا هم د زلزلې له امله رامنځ ته شوي زیانونه او تاوانونه وي .
سږکال په هرات او تېر کال پکتیکا او خوست کې زلزلې د درنو مالي زیانونو اړولو تر څنګ زرګونه ککرۍ هم تر خاورو لاندې کړې چي دغه زیانونه تر ډیر په کلیوالو سیمو کې وو.
افغانانو له وروستیو طبیعي پېښو څه درس اخیستی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
خو خلکو له دغو پېښو څه زده کړل؟ د خوست اوسېدونکی امیر محمد وایي چې اوس ځایي خلک د کور په جوړولو کې پوره پام کوي.
دی زیاتوي، "وړاندې زموږ سیمه کې کورونه خټین او دوه او درې چته وو خو د تېر کال له زلزلې وروسته موسساتو دوې دوې پخې کوټې جوړې کړې چې ځایي خلک اوس هغه ته ورته کوټې جوړوي."
امېر محمد وایي، سیمه کې بیا ځلې هم زلزله حس شوې خو چاته یي زیان نه دی اړولی، ځکه چې کورونه تر ډېره اوس پاخه جوړېږي.
د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د استوګنې کورونه تر ډېره خټېن دي او ګڼې داسې بېلګې شته چې دا ډول ودانۍ لسګونه او سلګونه کاله مخینه لري او د جوړښت او اقتصاد له پلوه خورا ارزانه او پیچلو مهارتونو ته هم اړتیا نه لري.
د دغه ډول ودانیو جوړولو لپاره ودانیز مواد په خورا اسانۍ په سیمه کې ترلاسه کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ودانیزو چارو پخوانی مشر انجینیر بسم الله عارف چې اوس په لندن کې ژوند کوي، وايي که په افغانستان کې ودانیزې چارې د مسلکي کسانو له خوا مدیریت او وڅارل شي نو د ده په باور، د طبعي پېښو پر مهال به د سر زیان کچه راکمه شي.

د عکس سرچینه، Bismillah Arif
ښاغلی عارف زیاتوي "خټین کورنه هم کېدای شي د زلزلې په مقابل کې مقاومت ولري، په دې برخه کې یونیسکو د دغه ډول کورونو د جوړولو لپاره یو لارښود هم لري چې که د یوه مسلکي کس له خوا عملي شي مقاومت به یې د زلزلې په مقابل کې ډېر وي."
ښاغلی عارف وايي، په دې لارښود کې د کوټې د دیوالونو لپاره چي د ودانۍ مهمه برخه ده او د زلزلې په مقابل کې یي باید ځواک زیات وي، د بنسټ لپاره یې د "رینګ بیم" وړاندیز کوي چي له لرګي جوړ او د کمربند په مانا دی .
نوموړی وایي چې د دیوالونو بنسټ کې په عمودي بڼه د لرګیو ښخېدل بل هغه مېتود دی چې د زلزلې پر وړاندې د دیوال مقاومت زیاتوي .
د ملګرو ملتونه اداره هر دوه کاله وروسته د طبیعي پېښو د خطر کمولو لپاره د ساینس پوهانو، متخصصینو او نوښتګرو شرکتونو سره کار کوي ترڅو په ټوله نړۍ کې د طبیعي پېښو د خطرونو ارزونه، د نوو ستونزو په ګوته کول، د را منځته کېدونکو خطرونو پېژندل، له دغو خطرونو سره د مقابلې د لارو چارو څيړنه او د طبيعي افتونو د خطر د کمولو په پروګرامونو کې پرمختګ او مشورې وکړي.
خو د کارپوهانو په اند، داسې ښکاري چې په افغانستان کې دغو مسايلو ته په دولتي کچه او د خلکو په منځ کې ډېره پاملرنه نه کېږي.
له همدې امله افغان کارپوهان وړاندیز کوي چې افغانستان هم باید د طبیعي پېښو لپاره د متخصصو بنسټونو مشورې تعقیب کړي، که نه نو په دغه بې وزله او جګړه ځپلي هېواد کې به طبیعي پېښې نورې هم زیاتې شي.











