د افغانستان "۹۹ سلنه" ولسوالۍ د اور وژنې مرکزونه نه لري

    • Author, مامون دُرانی
    • دنده, بي بي سي

څېړنې ښيي چې په "۹۹ سلنه" ولسوالیو کې د اور وژنې (اطفائیه) مرکزونه نشته.

د رسمي شمېرو له مخې، په تېر یو کال کې د اور لګېدنې ۲۱۰۸ پېښې شوې ، چې ۱۳۹ یې په کندهار ولایت کې دي‌.

خو ویل کېږي چې ډېری پېښې نه دي ثبت شوي او اټکل کېږي چې د تلفاتو شمېر به تر دې هم زیات وي.

د اور لګېدنې ډېری پېښې د ښارونو په لویو بازارونو کې رامنځته شوي او میلیونونه ډالر مالي زیان یې اړولی دی.

د کابل د اور وژنې اداره وایي، د دې ادارې مامورین ۲۴ ساعته د تیارسي حالت کې وي.

د چارواکو په خبره د دوی د کار کولو ډول داسې دی چې د مرستې له غوښتلو وروسته په سملاسې توګه عمل کوي.

د دغې ادارې مسوولین وایي، دا چې په کابل کې ګڼه ګوڼه زیاته ده، پولیس د لارو او کوڅو په پرانیستلو کې د اطفایې (اور وژنې) مامورینو سره مرسته کوي.

پنځه میلیون نفوس لرونکې پلازمېنه د اور وژنې یوازې ۹ مرکزونه لري

د راپورونو له مخې کابل شاوخوا پنځه میلیون وګړي لري. د پخواني حکومت پر مهال د ارزونو له مخې پلازمېنه لږ تر لږه د اور وژنې ۲۱ مرکزونو ته اړتیا لري، خو د رسمي شمېرو پر بنسټ اوسمهال یوازې ۹ فعاله مرکزونه شته.

په ټول افغانستان کې دا مهال د اور وژنې۶۰ مرکزونه فعال دي، چې شاوخوا ۳۰۰ د اور وژنې مجهز ګادي لري، خو ډېر یې د لویو ښارونو په مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د اور وژنې د مرکزونو کمښت د دې لامل شوی چې د اور لګیدنې پېښو کې ستر مالي زیانونه واوړي.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عمومي رئیس حافظ نورالله انصار، د اور وژنې د وسایلو او امکاناتو د کمښت او د خلکو د غوښتونو په اړه وايي، چې د شته امکاناتو تر کچې هڅه کوي د پېښو مخه ونیسي.

هغه بي بي سي ته وویل: "په هغه اندازه چې موږ په هېواد کې وسایل او امکانات لرو، پېښو ته د رسیدنې لپاره اقدام کوو. خو باید ومنو چې دا وسایل او امکانات بسنه نه کوي."

هغه زیاته کړه چې د اور مهارولو او پر وخت رسېدو لپاره اړینه ده "څو په راتلونکو پنځو کلونو کې ۴۰۰ اضافي د اور وژنې موټرونه ولرو او بشري ځواک شپږ زره کسانو ته زیات شي."

ښاغلی انصار وایي چې زیاتره د اور لګیدنې پېښې په کابل کې او تر هغه وروسته په کندهار، هرات، ننګرهار، کندز، هلمند، خوست او مزار شریف ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

خلک څه وایي‌؟

څو میاشتي وړاندې د کابل پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د اوبلن غازو یو شرکت اور واخیست.

یو سوداګر عبیدالله سیرت نیازي‌ بي‌بي‌سي ته وویل " اطفائیه شاوخوا ۵۰ دقیقې وروسته سیمې ته راورسېدله.

د غازو شرکت اور اخیستی و، هر څه خاورې شول. د پایپ جوړولو فابریکه هم وسوځېدله او دې پېښې شاوخوا درې میلیونه ډالره مالي زیان واړاوه. "

خلک د هېواد له ګوټ ګوټ نه د اور وژنې د وسایلو او د ادارې د فعالیت په اړه ورته شکایتونه لري.

څو میاشتې وړاندې د کندهار صنعتي‌ پارک کې د پلاستیکي‌ څپلیو یوې تولیدي فابریکې اور واخیست او په دغه پېښه کې فابریکه په بشپړ توګه وسوځېدله .

د دغې فابریکې څښتن وایي، د اور لګیدو پر وخت د اور د نه مهارولو له امله یې "۲۵۰ زره ډالر" مالي زیان ګاللی دی.

"فابریکه لرونکي د اور وژنې د چوپړونو په برخه کې جدي ستونزې لري. اطفایه تل هغه وخت صنعتي پارک ته رسېدلې، چې هر څه اور اخیستي او په ایرو بدل شو‌ي دي."

د طالبانو د اور وژنې د ادارې ځواب: پر وخت خبر راکړئ

ښاغلی انصار وایي، سره له دې چې د اور وژنې ادارې بشري ځواک «اوس دوه برابره شوی» دی، خو د خلکو غفلت هم د اورلګېدنې لامل ګرځي.

هغه د خلکو د دې نیوکو په غبرګون کې چې اور وژونکي پر وخت نه رسیږي‌ وویل: "داسې هم نه ده چې موږ رسیدنه نه ده کړې. که اطفایې ته په وخت خبر ورکړل شي، موږ په عمل پیل کوو. خو کله چې موږ ته د اور له خپرېدو وروسته خبر راکوي، دا هغه وخت دی چې د اور مهارول لږ څه له کنټروله وځي."

هغه ټینګار کوي، چې د تېر پرتله پېښو ته رسیدنه "ښه" شوې ده.

د بي‌بي‌سي یوه اورېدونکي محمد مسعود قدیر په پیغام کې وړاندیز کړی چې د لېرې پرتو ولسوالیو د اداري جوړښت په برخه کې باید د اور وژنې مرکزونه شامل شي، او روزل شوي کسان، د اور ضد بالونونه، او لومړني‌ وسایل لکه د اوبو سطلونه، شګه او خاوره ځای پر ځای شي، څو د اور د پراخېدو مخنیوی وشي.

په کندهار کې د اور وژنې ادارې د تازه شمېرو له مخې په تېر یو کال کې د اورلګېدنې ۱۳۵ پېښې رامنځته شوي‌، چې په دغه شمېر کې پنځه کارخونې او پنځه سوداګریز مارکیټونه شامل دي‌.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په دغه پېښو کې ۱۱۱ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.