د جاپان زلزله؛ د ۲۴۲ ورک شويو کسانو د ژوندي پاتې کېدو تمه کمه شوې

جاپان

د عکس سرچینه، EPA

جاپان کې ژغورونکي ډله خپله پوره هڅه کوي، چې د نوي زیږدیز کال په ورځ د ویجاړونکې زلزلې له کبله ورک شوي ۲۴۲ کسان ژوندي وژغوري خو تمې یې په کمېدو دي.

د پنجشنبې په ورځ د یادو ورک شویو کسانو د موندلو ۷۲ ساعته پای ته ورسیدل، چې له دې سره د دوی ژوندي پیدا کولو هیلې شېبه په شېبه کمېږي.

د تېرې دوشنبې د ۷ اعشاريه ۶ درجې زلزلې له کبله د مړشویو کسانو شمېر نن د جمعې په ورځ (۰۵/۰۱/۲۰۲۴) ۹۲ کسانو ته ورسید.

د کيودو خبري اژانس وايي، د جاپان د ځاني دفاع ځواکونو د ژغورنې په عملياتو کې د ګډون کوونکو کسانو شمېر دوه برابره کړی، چې ۴۶۰۰ کسانو ته رسېدلي دي.

اټکل کېږي، چې د سوزو او واجیما په ښارونو کې ډیری خلک د خپلو نړیدلو کورونو لاندې اېسار پاتې دي.

ډیری ویجاړ شوي کورونه له لرګیو جوړ شوي وو او دومره کلک نه وو اباد شوي، چې د جاپان د زورورو زلزلو توان دې ولري.

د سیمې لسګونه زره اوسېدونکي لا هم له برېښنا او اوبو بې برخه دي او سلګونه کسانو ته د ځمکې ښویېدو او بندو سړکونو له امله مرستې نه ورسیږي.

جاپان

د عکس سرچینه، REUTERS

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د جمعې په ورځ د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې چارواکو سره ولیدل او وویل: "موږ به تسلیم نه شو."

ښاغلي کیشیدا له ژغورونکو ځواکونو وغوښتل، چې له زیانمنو کسانو سره د مرستې او ژغورلو په برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.

د جاپاني چارواکو په خبره، د تېرې دوشنبې زلزلې یوه کوچنۍ سونامي هم رامنځ ته کړې او لږ تر لږه ۲۹۶ هکتاره ځمکه یې لاندې کړې ده.

جاپان ویلي، چې له خپلې بودجې څخه به ۳۴ میلیونه ډالره له اغیزمنو سره د مرستې لپاره ولګوي.

خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د چاپان یاد دفاعي ځواکونه له خوراکي توکو، اوبو او لومړنیو روغتیايي توکو څخه لوی موټرونه باروي او په سرکونو قطار ولاړ دي.

همدارنګه انځورونه ښيي، چې یاد ځواکونه سرکونه له خټو او نورو توکو څخه پاکوي.

د بي بي سي خبریاله د چهارشنبې په ورځ د واجیما ښار ته ورغلې وه، چې له پراخو ویجاړیو سره مخامخ شوه.

یاد ښار۲۳ زره نفوس لري، چې دمګړۍ د مړو ښار ته ورته شوی دی.

له هغه ځایه زیاتره اوسیدونکي د سونامي له وېرې کډه شوي دي.