جاپان زلزله؛ د وژل شویو کسانو شمېر نژدې ۵۰ ته رسېدلی

زلزله

د عکس سرچینه، KYODO VIA REUTERS

په جاپان کې د یوې زورورې زلزلې له کبله چې کورونه یې ونړول او د څونامي خبرداری خپور شو. د جاپان کې د ایشیکاوا د ناورین مخنیوي مرکزي دفتر تایید کړې چې په پرونۍ زلزله کې د مړو شمېر ۴۸ ته لوړ شوی دی.

چارواکي وايي، د ژغورنې هڅې روانې دي او ښايي شمېرې نورې هم لوړې شي.

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا وايي، د زلزلې له کبله ګڼ شمېر خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی دی. له یوې بېړنۍ غونډې وروسته لومړي وزیر کیشیدا وویل: ''خورا ستر زیان تائید شوی او دغه راز د ګن شمېر تلفاتو، ودانیو ړنګېدو او اور لګېدو رپوټونه هم تائید شوي دي.''

نوموړي زیاته کړه، چې مرستندویان د نوتو ټاپوګانو شمالي برخې ته رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د سیمې په نژدې ۳۳۰۰۰ کورونو کې تېره شپه داسې حال کې برېښنا نه وه، چې د هوا تودوخې درجه خورا ټیټه وه. دغه راز په ګڼ شمېر ښارونو کې د نل لیکو روانې اوبه هم نه وې.

نژدې ۱۰۰۰ مرستندویان د نړېدلو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې د هغو کسانو لټون کوي، چې فکر کېږي ایسار پاتې دي.

بل لور د جاپان پوځیان پر هغو کسانو د خوړو، کمپلو او اوبو مرستې ویشي، چې له کورونو وتلو ته اړ شوي دي. د جاپان په ساحلي سیمو کې اوس د څونامي راتګ خبرداری بېرته اخیستل شوی دی، په دې مانا چې د سمندري توپان راتلو خطر له منځه تللی.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، هېواد یې د هر ډول لازمې مرستې لپاره چمتو دی.

پرون د دغه هېواد په مرکز کې له ۷ اعشاريه ۶ درجې زلزلې وروسته د څونامي خبرداری ورکړل شوی و او له دې امله په زرګونو کسانو په خوندي ځايونو کې شپه تېره کړه.

د جاپان په څو ښارونو کې په لسګونو ودانۍ نړېدلې دي چې له امله يې نامعلوم شمېر خلک تر خاورو لاندې شوي.

له لومړنۍ زلزلې وروسته شاوخوا ۶۰ ټکانونه ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جاپان دولتي نشراتي ادارې این اېچ کې د اشیکاوا ایالت د نوتو د ساحلي سیمې له اوسېدونکو غوښتل شوي و چې ژر له خپلو کورونو ووځي او لوړو ته وخېژي.

جاپان زلزله

د عکس سرچینه، Reuters

چارواکو د ګاونډیو نیګاتا او تویاما ایالتونو کې د څونامي خبرداری هم ورکړی و او وايي ښايي هلته د اوبو څپې درې مترو ته ورسېږي.

د جاپان د اټومي انرژۍ ترټولو لوی چلونکي کانسای الیکټریک ویلي، له زلزلې د اغېزمنو سیمو کې په اټومي بټیو کې "هېڅ غیر معمولي پېښه" نه ده شوې.

جاپان زلزله

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځینې لومړني خپاره شوي انځورونه ښيي چې د زلزلې زیانونه پراخ دي.

د جاپان د کیوډو خبري اژانس د سیمه ییزو ادراو په حواله راپور ورکړی چې په ایشیکاوا ولایت کې شاوخوا ۳۲۵۰۰ کورونو برېښنا قطع شوې ده.

چارواکو زیاته کړې، د دغه ولایت په ځینو برخو کې ګڼ کورونه نړېدلي دي. ځینې لومړني خپاره شوي انځورونه ښيي چې د زلزلې زیانونه پراخ دي.

د جاپان حکومت ویاند وايي، خلک د نړېدلو کورونو تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي. د جاپان د کابینې لوی سکرتر یوشیماسا هایاشي په یوې خبري غونډه کې د نورو زلزلو د خطر خبرداری ورکړ.

هغه ټینګار وکړ چې چارواکي لا هم د زیانونو په اړه معلومات راټولوي. تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.